هندي فلکوريکه کيسه
په يوه
لرې پراته کلي کې يوسپين ږيرى سړى اوسېده هغه به هره ورځ له يوې چينې چې دده له
کوره کابوڅوميله لرې وه اوبه راوړلې . کليوال داوبودراوړلولپاره ديونيم مترپه
اندازه يولرګى جوړکړي وو دلرګي په دواړوسرونوکې يې دلوښولپاره مزې تړلي اوپه هغه
پسې يې داوبولوښي تړلي وو .لرګى به يې په
اوږوکېښود اوداوبو لوښي به يې په ډيره اسانۍ
ترکوره راوړل . دکليوال داوبويولوښى لږزوړوو او په لاره به ترې اوبه تلې . زړولوښى
به په دې ډېر خجالت وو چې اوبه په پوره ډول نشي رارسولى يوه ورځ کليوال غوښتل چې په
اوبوپسې لاړشي کله يې زاړه لوښي ته لاس کړ نولوښي له خفګانه په ډکه لهجه وويل زه
نورنه شم کولاي چې هره ورځ تاته بې ځايه زحمت درکړم زه نورله کاره لوېدلى يم نورله
ماتېرشه . دکليوال په شونډومهربانه مسکاوغوړېده او ويې ويل :نه داسې نده زه ستانه
ډيرخوښ يم. کليوال دواړه لوښي له ځان سره واخستل اوچينې ته روان شو کليولاپه لاره زاړه لوښي ته وويل ته وګوره داهغه
لاره ده چې زه هرورځ پرې له چينې اوبه راوړم . ددې لارې داښى اړخ ګور ې څومره زرغون شوي داشنه واښه چې ګورې
داستاکمال دي دې ته، ته هره ورځ اوبه ورکوي . ددې لارې بله غاړه څومره وچه ده اوهېڅ هم ندي
پرې رازرغون شوي . تاطبيعت څومره ښکلي کړي . زه ستااحسان نه شم هيرولي تادوه
ډيرلوي کارونه کړي تاهم نړۍ ښکلې کړي اوهم
دې زماتږوبچوتنده ماته کړې .ته ډېرنېکمرغه يې
.
احساس
وروستي