
نن صبا که سړی چیری خبری رسنیو ، تلویزونی شبکو ، او انترنیتی ویب پاڼی ته متوجی شی ، ټولی خبری د پاکستان او افغانستان په اړیکو راڅرخی ، دا چی د پاکستان اړیکی او د پاکستان دولت نیت د افغانستان په اړه څرنګه دی دا ټولو افغانانو ته څرګنده ده . مګر بیا هم زموږ ځینی سیاست پوهان پدی اند دی چی افغانستان باید د پاکستان سره ښی اړیکی ولری . خو زما په اند پاکستان د افغانستان ډیر نیږدی او خطرناک دښمن دی ، دا چی څومره خطرناک دی دا زموږ د عادی وګړو د تحلیل او اټکل ځینی لوړه موضوع ده . خو زه دومره ویلی شم چی د پاکستان په د لسیزو لسیزو دوښمنۍ اوس زموږ ماشومان هم خبر دی او پوهیږی . زه غواړم چی ګرانو لوستونکو سره یو ژوندۍ مثال شریک کړم ، هغه دا چی ما یو څو ورځی مخکی د خپل تره سره د زړه خواله کوله چی دای هم زما په شان د مسافری شپی صبا کوی ، پوښتنه می تری وکړه چی وطن ته تیلفون کوی او که نه ؟ ده راته په ځواب کی وویل چی هو بیګا می هم کور ته تیلفون کړی و ، په کور کی مو کراره کراری وه خو د ماشومانو مور د یوه وړوکی ځوی ځینی شکایت کولو چی سهار مدرسی ته نه ځی . ما بیا د پوښتنی په شکل تری وپوښتل چی ولی مدرسی ته نه ځی ؟ ده وویل چی ماشوم ورته وای چی زه نوره دا پاکستانۍ سپاره نه وایم او نه یی والله راباندی ووایی. دا ماشوم د مکتب په اول صنف کی دی د اتو (۸) کالو عمر لری . زما خپله هم د ماشوم ددی خبری په اوریدو ډیره خوا بده شوه ، مګر ډیر یی حیران کړم دا ما ته د حیرانۍ خبره ځکه ده چی دا ماشوم په کومه تعلیم یافته او سیاست پوهه کورنۍ کی نه پیدا شوی چی د چا د خولی خبره د وکړی . خو دا ماشوم بیا هم د پاکستان ځینی بد وړی ، ګیلمن به وی ، ویره به تری لری او د پاکستان په دښمنۍ به خبر وی . ولی دا ماشوم دومره پوهیږی چی پاکستان زموږ دښمن دی ؟ ځکه چی د حالاتو ترجمانی دا ښیی چی پاکستان زموږ د اولس قاتل ،ویرونکی ، او غولونکی دښمن دی . خو د پاکستان بخت په د زورور دی چی په هر رنګه سختو حالاتو کی بیا دوی ټولو ملنګ ته سره یوه وی او خپل وطن ځینی دفاع کوی او خپله وطن پرستی په ثبوت رسوی . مګر پاکستان د د رحمان بابا دا بیت هم نه هیروی چی وایی. کوهی مه کنه د بل سړی په لار کی ---------------چری ستا به د کوهی په غاړه لار شی اوس نو د افغانستان اولس ته دا په کار ده چی د احمد او محمود ، تور او سپین خبره سره یوی خوا ته کړی د اتفاق لاسونه سره یو کړی او خپل وطن ته خپله وطن پرستی په ثبوت ورسوی . د ګران افغان اولس د اتفاق په هیله هلمند پردیس د اوکراین جمهوریت د ادیسی ښار