د نصرالله حافظ طنزونه (2)

 
پوهنمل  محمود نظری
 


۲
نصرالله حافظ په طنز وايي دلته سخت شو ګوزران اولسه !
 
چې خپل وطن کې ما او تا لپاره کار نشته دى
په داسې حال کې خو ډير سخت ښکاري گوزران اولسه !
يو خوا ته اور بل خواته زور د زورگيرانو روان
آخر به څه کوې؟ په تا دا ظالمان اولسه !
هغه  دوطن وضع په ډیر ښه ډول  بیانوي بې کاري، جنګ ، زورګیران او ظالیمانو لاس سره ورکړی او په ولس یې ژوند ګران کړی دی
حافظ صاحب  په خپلو شعرونو کې د جنګ، ورانې، وحشت، استبداد اوظلم ادبی  انځورنه ایستلي  او له هغو سره خپله کرکه داسې بیانوي . دبیلګې په توګه دا بیتونه ګورو، چې وایي
 
اورونه رازرغون شول د ګلونو په هیواد کې
میلمنه شو محرم د اخترونو په هیواد کې
قدم قدم کې رنګ خپور شو د وینو هر خوا
د مرګ تیاره غوړیږي د رنګونو په هیواد ګې
حافظ صاحب د سیلاب په مرثیه  کې وایي :
د اشا او خوا چې ګرځي دغه واړه ليوني دي
راغلي دغه ښار ته ببر سري ليوني دي
که هر څه اورې، ښوروه سر ورته مه يې منه
دلته د دروغو کلي جوړ دي رښتيا هېڅ نه راځي
 
حافظ صاحب د ډیر انتظار باسي، چې ګوندې نن دا وطن جوړ شی سبا جوړ شی
  مګر هغه لا بدتره کیږی هغه   په ناامیدي  وايي :
 
شپه څومره لویه شوه اوږده شوه سبا هیڅ نه راځي
تیارې خورې په شااوخوا دي رڼا هیڅ نه راځي
 
 
حافظ صاحب په خپلو شعرونو کې خواږه ترکیبونو، تشبیهاتواواستعاراتو نه کار اخیستی دی، چې دا  د ده دشعرونو هنري  کیفیت ښيي : .
 
څرک د رڼا ته انتظار کاږم
توره تیاره کې د ژوند لار کاږم
چې مې یو ګل نشته دژوند په بڼ کې
منت به څله د بهار کاږم
 هغه د بیا بیا  د وطن مینه بیانوی  او په طنز وايي :
عشقه ستا غمونه ته وخاندم که وژاړم
دې بلو اورونو ته وخاندم که وژاړم
نه د غاړې هار د چا او نه ښکلا د څڼو شوم
دې مړاوو ګلونو ته وخاندم که وژاړم
حافظ صاحب په ظریفانه ژبه وايي پر ما آدم خان  دخوارۍ خاورې د درخانۍ حس را اوړولي دي
ما ادم باندې د مرګ د خوارۍ خاورې
دې د حسن دُرخانۍ راواړولې
حافظ صاحب  په امید  وایي دازادی  لپاره مبارزه روانه ده  :
 
د آزادى گټى دپاره يو خروش جوړ دى
دپښتانه له هر بچى نه سرفروش جوړ دى
بيا دپښتون تاجک په کو رکې جم وجوش جوړ دى
دسر په وينو دځوانانو نو شانوش جوړ دى
تورى له تيکونه بر بنډى راوتلى وينم
دغليمانو ورته سپينى تښتيدلى وينم
 
او ددې ادعا  د غښتلي کیدو لپاره وايي :
 
پښتو مې نه ده ورکه پښتانه لاپه کې شته دى
درانده به نه شي سپکه چې درانده لاپه کې شته دى
رسيږي به منزل ته تالا شوى قافلې
گينگړې خو دمجنون د کاروانه لا په کې شته دى
تازه به مې په اوښکو دا تا لا ترغى چمن کړم
اغيزې د سپرلي د بارانه لا په کې شته دى
 
حافظ پوهیږی چي پر یرغلګرو او دهغو په ګوډاګیانو او واکمنو  دهغه دا شعرونه بد لګیږی ځکه دا شعرونه د هغو له اسرارو څخه پرده پورته کوي مګر حافظ صاحب په افغاني غرور وايي که هیڅ څوک راسره همږغی نه شي بیا هم  په یوازې دا بار وړم تر هغه چې مي  قلم په ګوتو کي وی زه به  وطن وطن یادوم
هيڅــــــوک په غم راسره نه شو شريک
په يوه ســـــــر دغـــــــــــــه ناتار کــــــــاږم
وران کړي څو ځله باران د اوښکـــــــــو
چې په کاغذ دغــــــــــــه اشعار کــــــاږم
چې مې تر څو قلم په ګـــــــوتو کې وي
نوم د جانان به پرې بار بـــــــــــــار کاږم
حـــــــافـــظ\" ګلونه ټولــــــــــــووم د شعر
غـــــــــــــــاړې ته ســـــتا د ګلو هار کاږم
 
: