د نصرالله حافظ طنزونه

پوهنمل  محمود نظری
 
نصرالله حافظ د ميرزا نور اسلام زوی دی ، چې په( ۱۳۱۰ لمريز کال )کې د ننګرهار ولايت د چپرهار په ولسوالۍ په یوه ادبي او روحاني کورنۍ کې زېږیدلی دی،هغه له عالی دارالمعلمین  څخه د فارغیدو وروسته د ښوونکی مقدسه دنده  لرله  او بیا  یې په رادیو افغانستان کې دنده تر سره کوله،هغه په راډيو افغانستان کې د ډیرو خپرونو لپاره ليکنې کړې دي،او
 ډېرې ادبي او کلتوري جايزې  یې ګټلي دی لکه د افغان او شوروي د سولې او دوستۍ جايزه
 د رحمان بابا ادبي جايزه  لومړی جایزه   
نصرالله حافظ  د پښتوژبی یو تکړه شاعر  دی هغه په خپل هنري،  ادبي او فرهنګي فعالیتونو او خدمتونوکښې (۵۲) کتابونه لیکلي دي ځینې چاپ شوی مشهور يي دا دی :
دشمشاد هسکې څوکې ( شعري ټولګه) ،دنغمو کاروان ( پښتو سندرې )، ستا د چم ګلونه ( شعري ټولګه) .مات ستوري  ( د شعرونو ټولګه )،تاترې ( خوندور نظمونه)،دردونه او تکلونه ( ډیر خوندور او په زړه پورې غزلونه)،زړه پګړۍ ،هیواد، سوله او جرګه : ( شعري ټولګه )، (ننګ)، (بېدارۍ غږ)ء(شاعر مرګ) (د سباوون نغمه) او داسې نور
 
د نصرالله حافظ شعرونه  ژبني ادبي خوږوالی لري، چې پيښې یې په ظریفانه ډول انځور کړی دی  ،هغه یوپه هیواد مین ، اود وطن په درد دردمند شاعر دی هغه   دهیواد کې له  فساد اوناخوالو ډیرځورولی دی  ، هغه   د قلم په خنجر دا د وطن د دښمنانو سپین  ماسک په ډیرظرافت څیري  او د هغو کړغیړنی څیرې ولس ته ښیي  او په خپل هنرمندانه او ادیبانه طنزونو  د وطن د دښمنانو کړه  وړه بیانوي :
 
 هغه په دی لاندی طنز کې  د ولس نننیو بد مرغیو ته لکه ، یرغلګرو،دپردو ګوداګیان فساد،  بیکاری ، مداخلي ،جاسوسی ، د بیګناه انسانانو وژل ، جنګ او پوځی عملیات ، هوایی  برید ونه او بمونه ، ناامني ، شوکماري ، بې ثباتي  ، ، غم ، او تشویش څخه یادونه کوي
 
دغه دى وخت د امتحان دى د افغان اولسه !
په غړيدلو سترگو گوره دا جهان اولسه !
د ځان ځانى دنيا کړه ورانه غم د نورو وخوره
ترڅو به خورې د خپل ځان غم ستا وزيران اولسه !
ستا د بابا دادا د ملک د خزانو لپاسه
کوړۍ پراته دي د طلسم ښاماران اولسه !
څوچې د خپل ناروغه ځان علاج ونه کړې خپله
بل به دې ونه کړي درنځ دارودرمان اولسه !
فرق د دښمن او د دوست وکړه بې تميزه نه شې
شته د دوستئ لباس کې ډيرستا دښمنان اولسه !
دستا په غوښو او هډوکو يې ماڼۍ لوړې کړې
خو دا ستا وران کور پسې لاوينمه وران اولسه !
 
بیا د هیواد دسیاسی  حالت انځور باسي او وايي :
غوښې دې خورې وينې دې څښي کړى مسخرې درپورې
غله راپنډ شوي ستا د کور په دسترخوان اولسه !
ليوني سپي درپسې گرځي گورئ وبه موخوري
بيا به مو بولي خلک واړه ليونيان اولسه !
په لويه لاره کې غله ناست دي د لوټوي يې درنه
دا ليږدوي چې ته په زيار رحمت کاروان اولسه  !
دا خو د کور کلي د شپون د بيغورئ له لاسه
ستا په رمه باندې گډشوي دي ليوان اولسه  !
 هغه ددی بیغوری علت خپله افغانان او مشران بولي  او وايي:
خلک کړي څه موږه کړو څه اخته يويو له بله
په ورانو لارو به تر کومه يې روان اولسه  !
هغه چې ستا په نابودئ کې بود د ځان ويني
هوښيار شه وپيژنه دغسې کسان اولسه !
هغه چې ستا د سرسودا کوي له نورو سره
هغه به څنگه ستا وطن کاندي ودان اولسه !
هغه چې ستا په خوله وهي د خاموشئ مهرونه
آزادي څه شوه ستا د فکر او بيان اولسه !
ستا د وطڼ د زړه په رگ پورې ژورې نښتې
وروسته له دې دې راته ښکاري ژوندون گران اولسه !
کلونه تير پيړۍ شوې تيرې خو تراوسه پورې
تامعلوم نه کړل خائنان او صادقان اولسه !
چې ستا خدمت کوي پراته په تورو خاورو کې دي
ستا په قصرونو کې اوسيږي خائنان اولسه !