
اتل
افغان
د
عربي نړۍ د نوى خوزښتونو او مظاهر لړۍ لا هم دوام لري په يمن ليبيا سوريه او
فلسطين دمسلمانانو لاريونو نه دظلم او فساد په مقابل کې دموجوده حکومتونو په خلاف
روانه ده او دوخت چارواکې دد خوزښتونو او
لاريونونو په ضد عسکري زور او زياتى څخه کار اخلي پدې لړ کې دبحرين حکومت چې قدرت
او واگى د ال خليفه په لاس کې دى، دوى نه غواړي چې ولسي وگړي دبحرين حکومت پرضد
لاريون او دمظاهرى سلسله جاري وي د بحرين چارواکى دولسي وگړي او پاڅونونو خلاف دى
او دحکومتي زور او زياتى ظلم په کولو سره
ولسي پاڅون کوونکى دپوليسو پواسطه نيسي او بنديان کوي .
چې
دغه ظلم او ناروا عمل ولسي خلک نشي برداشت کولى څه موده وړاندى شل تنو
ډاکټرانو دولسي وگړو د پاڅونونو په حمايت
کې کار کاوه چې د بحرين حکومت لخوا ونيول شول او تراوسه پورى د زندان د توروتمبو
شاته ژوند کوي، چې دغه د ظلم او زياتى عمل نور ولس نشي زغملاى، عام خلک دبحرين له
حکومت څخه غواړي چې دغه بى گناه داکټران او نور هغه کسان چې بې ګناه دحکومت لخوا
نيول شوي او بنديان دى هغوى دى زرترزره له قيده خلاص کړى او که نه نور د ولس خلکو
او مسلمانانو قهر به زياته شي .
او
دبحرين حکومت دظلمونو لړى به دلاريونو او مظاهرو په واسطه لکه دنورو عربي ملکونو
په شان دظلم او فشار لړۍ به ختمه کړى پدې هکله د بحرين مسلمانان غواړي چې حکومت
بايد زمونږ دعام خلکو رايو ته درناوى وکړي
او د عامو مسلمانانو د آزادۍ او مبارزى مخه دى ډب نکړى، او هم دنورو عربي ملکونو
ته دا اجازت ورنکړى چې دبحرين حکومت په داخلي چاروکى مداخلت وکړي، ځکه چې دنورو په
داخلي چارو کې مداخلت دبين القوامي قوانينو خلاف يو عمل دى حکومت دولسي خلکو جايز او برحق لارى
او فيصلى ته بايد مکمل درناوى ولري او پريږدى چې مسلمان ولس د خپل سرنوشت په خپله
وټاکي .