په اسلام او وطن مينو افغانانو ته پرانستى ليک

انجينئر قطب الدين هلال
رښتيا هم چې تاسو ډير عظيم ملت ياست، ستاسو وطن افغانستان هم د سترو، سترو اتلانو، پوهانو او باتورانو ټاټوبى دى، ستاسو د وطن په غيږ کې د احمد شاه ابدالي، ميرويس هوتکي، شير شاه سوري،شهاب الدين غوري، محمود غزنوي، ابن سيناء بلخي، سيدجمال الدين افغاني، ابو ريحان البيروني په شان د تورې او قلم ميړونه زيږيدلي..
ستاسو د وطن په غيږ کې د نازو انا، زرغونې، ملالۍ او ناهيد شهيد په څير ميرمنې روزل شوې.
زما او ستا پدې وطن کې ستر، ستر امپراطوران په گونډو شوي او ددې وطن شازلمو د هر دور مغرور يرغلگر شړلي او نه يې دي پريښي چې دلته په آرامه شپې تيرې کړي.سکندر مقدوني له يونان څخه، چنگيز خان له گوبي صحرا څخه، انگريزانو له سترې بريتانيا څخه او روسانو له مسکو څخه پر دې وطن پداسې حال کې تيرى کړى چې د غرور او تکبر پر نيلي سواره او دا يې خيال و چې د افغان ټاټوبى به هم لکه د نورو نيول شويو سيمو په څير په آسانۍ سره لاندې او اشغال کړي، خو د خداى تعالى په فضل سره د يرغلگرو دا شومه هيله پوره نه شوه ، ټول شرميدلي له دې خاورې تښتيدلي او په شا منډه يې بيا دومره تيزه وه چې هغه نور له مخکې نه نيول شوي ملکونه ئې هم پريښي.تاريخ شاهد دى چا چې د افغان څپيړه پر مخ خوړلې، د هغه ماغزه بيا په کرار شوي ندي، لکه خوشال بابا چې وايي:
لا تر اوسه يې ماغزه په کرار ندي---------چا چې ما سره وهلى سر پر سنگ دى
د انگريزۍ امپراطورۍ ړنگيدل د افغان شا زلمو په لاس پيل شوي، همدا شان د شورويانو د سوسياليستي امپراطورۍ ځنځيرونه هم ددې وطن د مجاهدينو په توره مات شوي، هغه لويه بريتانيا چې لمر به نه پکې ډوبيده، اوس دومره کوچنۍ شوې چې لمر نه پکې راخيژي، همدا شان نړيدلى اتحاد شوروي اوس نه يوازې د امپراطورۍ له خيالو نه لويدلى، بلکې د خپلې پلرنې خاورې(روسيې)د ساتنې غم ور سره دى!!
گرانه افغانه ! گوره چې خپل تاريخ هير نکړې، خپل مشران، خپل اتلان او شمله ور په ياد ساته، هغوى ډير ستر خلک وو.
د هر قوم او د هر ولس ماضي د هغه قوم حال او راتلونکى ټاکي، پخپلو وتليو او سر لوړو وياړ کوه او د خپل ځان او هيواد راتلونکې د هغوى په آيينه کې گوره.
تاسو ځکه ستر، باهمته او باايمانه ولس ياست چې د اسلام او وطن سره مو خپله مينه او ژمنه په اثبات رسولې، او پوهيږئ چې ستاسو د بري،عزت او عظمت ستاسو ايمان او يووالى دى، کله مو هم چې پر لوى رب توکل کړى او لکه مظبوط ديوال په شان يو د بل خواته دريدلي يئ، د [واعتصمو بحبل الله جميعا]الهي حکم مو تعميل کړئ، نو بريا مو په برخه شوې او پر دښمن مو که هر څومره زورورو غلبه موندلې ده.
قدرمنه افغانه! پښتون ئې که تاجک، که ازبک،که ترکمن، که هزاره که نورستانى، که ....ستا وطن همدا اوس له يوه بل ناورين سره مخ دى، ستا ټاټوبي کې روانه جگړه هره ورځ غميزې زيږوي، ستا هيواد د دنيا د ډير وروسته پاتې هيوادونو په ليکه کې ولاړ دى، له يوې خوا د يوه افغان لاس د بل افغان گريوان ته لويدلى او له بلې خوا ستا د ملک واک د بهرنيانو په لاس کې ولاړ دى، د (٤٦) هيوادونو پوځونه ستا په وطن کې په جگړه بوخت دي، د خپل منځي جگړو له لامله ستا هر څه تباه شوي، نه منظم په وسلو سمبال او متعهد پوځ لرې، نه منظم او په تله پوره پوليس شته، نه پانگه لرې او نه منظم اداري نظام، ډير چارواکي په فساد ککړ دي، د هيواد شتمنۍ لوټ شوې، غټ غټ بانکونه په بډه ووهل شول، د دنيا والو مرستې دوبۍ او نورو بهرنيو بانکونو ته انتقال شوې، بهرنيان هم پدې خيانت کې برابر شريک دي.
خو مونږ شل کاله وړاندې هر څه لرل، کومو ملکونو چې ديرش کاله د مخه هيڅ نه لرل هغه اوس هر څه لري خو تاسو هر څه لرل او اوس يې نه لرئ!
دا ستاسو شته چا لوټ کول؟ ولې يې لوټ کړل؟ ستا گناه څه ده؟ آيا گناه دې داده چې د يرغلگر مخې ته دريدلى يې؟تيري کوونکى دې شړلى؟ اسلام او وطن ته ژمن يې؟ آيا د همدې گناه سزا درکول کيږي؟!
اې په وطن مين مسلمان افغانه ! ته بايد غور وکړې، خپله تر ټولو ستره نيمگړتيا وپيژنې او د خپلو دې بلا ستونزو اصلي علت را لوڅ او تشخيص کړې او په دې ځان پوه کړې چې تر ټولو ستره تيروتنه دې څه ده؟
ته هر څه لرې، وطن لرې، ښه حاصلخيز او له معادنو ډک، سړي لرې ښه خواري کښ، مشران هم لرې ښه په معيارونو پوره، خو هغه څه چې نلرې هغه يووالى، اتحاد او اتفاق دى.
نو راځئ چې نور دا ستره تشه ډکه کړو، د افغانيت او اسلاميت په ستر چوکاټ کې يو او بل ته ورغاړه شو، د يوه او بل غټې او وړې خطاوې وبښو، د خپل دين په اډانه کې د خپلې خاورې مصالح له ځاني مصلحتونو نه مقدم وشميرو، بس چې افغان دى او مسلمان دى خپل ورور يې وبولو، هر ډول تنظيمي،ژبني، قومي او سمتي تعصبات شاته وغورځوو.
د خپل هيواد د آزادۍ، خوشالۍ، ترقۍ او سوکالۍ په لور مخ په وړاندې حرکت پيل کړو، خير دى که له کوم گوند او ډلې سره تنظيمي اړيکې لرې، خو د ولس د يووالي په نيت، د خلکو د چوپړ په اراده، نه دا چې خپلې ډلې او تنظيم ته په لومړيتوب قايل شې او هر څه د ځان او تنظيم لپاره غواړې، په ټول ولس پيرزوينه او ترحم وکړه پدې مه غره کيږه چې پښتون يم او هر څه بايد زما وي او مه داسې وايه چې تاجک يم نو اوس مې وار دى.
دا وطن د گلانو بڼ دى او پدې بڼ کى پښتانه ، تاجک او...رنگارنگ گلونه دي، دا بڼ د مختلفو گلونو انځور وړاندې کوي، په يوه گل کله پسرلى کيږي.
زما غيرتي وروره ! که ته متحد شوې او تا وويل چې بس مسلمان يم او افغان، نو بيا گوره چې دا بهرنيان به ستا له وطنه کوچ کوي، ستا په وطن کې به د پاتې کيدو لپاره بهانې نه وي، ځکه دلته د بهرنيانو شتون دوى ته څه آسانه ندى، چې دلته جگړه وي نو بيا خو په جگړه کې حلوى نه ويشل کيږي، دوى هم وژل کيږي، دوى هم پدې پوهيږي چې افغانستان بل شانته وطن دى، که څه هم بهرنيان به ځينې ستراتيژيکې موخې لري، خو د افغانانو يووالي په وړاندې دوى هغه موخې نشي تر لاسه کولى.
زما باتوره ولسه! ستاسو په دښتوني يووالي دا ناورين پاى ته رسي، که تاسو په عملي توگه خپل يووالى په اثبات ورسوئ، نو باور وکړئ چې بيا ددې لوى سمندر په وړاندې هيڅوک نشي تم کيدلى، ستاسو يووالى او د بدلون چيغه به دا غميزه ډير ژر پاى ته ورسوي، همدا اوس اوس د نړى په څو هيوادونو کې همداسې وشول، ولس چې د يووالې په رسۍ منگولې ولگولې او پاڅون يې وکړ، نو په ډيره کمه موده کې يې ډير ژر بدلونونه راوستل او پدې شک نشته چې ستاسو يووالى او ملي پاڅون به له نورو نه ډير اغيزمن وي، نه به يې بهرنيان په وړاندې ودريدى شي او نه په پرديو پورې تړلي ناافغانان.
په پاى کې افغان ولس يووالي ته رابولم.
د يوه ايماندار، مخلص، زړه سواندي او ملي زعامت شتون ته اړتيا وينم.
که د سوله ايز خوځښت له لارې زما او ستا د وطن آزادي، استقرار او استحکام متحقق نه شو، نو بيا زه خپل گران او غيور ولس يوه سرتاسري ملي پاڅون ته را بولم، داسې پاڅون چې نظم او داسې مشرتابه ولري چې د ولس ټولې پرگنې را ټولې کړي او په گډه دې روانې غميزې ته د پاى ټکى کيږدي(باذن الله تعالى). د پاڅون لپاره نظم، انسجام او منل شوى قيادت ځکه اړين دى چې له بري وروسته کوم ډول کورنۍ ستونزې سر را پورته نکړي او واک ته د رسيدو په موخه د جگړې مخه ډب شي، نو سره يو شئ، د مخلص او ملي زعامت په لټه کې شئ، بيا يې تر شا ودريږئ او خپل لرغونى هيواد د نجات ساحل ته وباسئ.
وروڼو! په گران هيواد افغانستان کې د بهرنيانو دايمي شتون(دايمي اډې) زموږ د ولس په خير ندي، دا زمونږ استقلال، ملي حاکميت او اسلامي تشخص ته ستر زيان دى، د بهرنيانو د شتون په صورت کې زمونږ ولس له اقتصادي پلوه هم پخپلو پښو نشي دريدى، د ولس اجتماعي او ټولنيز حيثيت زيانمنيږي.
د بهرنيانو دايمي حضور په افغانستان کې د دايمي شخړو معنى لري،آزادي،استقلال او د بهرنيو د اشغال تر عنوان لاندې به په ملک کې جگړې همداسې روانې وي، د نړۍ ځينې ستر ملکونه او په ځانگړې توگه گاونډيان هم خارجي شتون په افغانستان نشي زغملى، نو هغوى به هم هرومرو جنگ، تشنج او ناورين ته لمن وهي او د جگړې اور به دلته بل ساتي.
د ستراتيژيک تړون په نوم بهرنى دايمي شتون منل او يا يې قانوني گرځول يو ستر ملي خيانت دى، هر څه چې کيږي د داسې تړون له منلو څخه بايد افغان مجاهد، غيرتي او مسلمان ولس ځان وژغوري او بايد منلو ته يې غاړه کينږدي.
د وحدت، يووالي، اسلامي او افغاني غرور، يو د بل په وړاندې له تسامح، لوريينې او بښنې نه په کار اخستو سره هم د بهرنيانو د واکمنۍ له جغ څخه ژغورل کيږو او هم د کورنيو جگرو له اوره.
نړيوالو ته بايد ډاډ ورکړو چې مونږ يو بل زغملى شو او تاسو ته هم ستونزې نه را ولاړوو او نه به اجازه ورکړو د افغانستان خاوره ستاسو په خلاف وکارول شي، مونږ درى لسيزې ځپل شوي يو، نور نه غواړو د ورانولو او ويجاړولو دا لړۍ دوام وکړي، کلکه اراده لرو دا کنډوالې بيرته ودانې کړو او پخپل وطن کې د خلکو د خوښې اسلامي نظام تر سيورې لاندې ژوند وکړو.
د ټولو نړيوالو سره د ښو او دوستانه اړيکو غوښتونکي يو او د خپل وران او ويجاړ وطن د جوړولو او بيا آبادولو لپاره د نړيوالو مخلصانه او بشري مرستو ته هيله من يو.
 
له واړه کوره راوځه لوى جهان ســـره آشنا شه
خيل او قوم نه را اوچت شه له انسان سره آشنا شه
له هگۍ نه را بهر شه په قفس کې مه اوسيږه
لدې ټيټې هوا پورته له طيران سره آشنا شه
که د ځان په شان انسان ته ودريدلى يې سرکوزى
ځان د نه دى پيژندلى له خپل ځان سره آشنا شه
چې د جاه او جلال بُت ته په سجده باندې نسکور يې
بې ايمانه راته ښکارې له ايمان سره آشنا شه
د جهان تاريخ ته ځير شه د بدلون اړخونه گوره
کل يوم هوفي شاْن دى له هر شان سره آشنا شه
د مصطفى په لار روان شه نورو لارو کې تيارې دي
پاک سيرت نه خبردار شه د قرآن سره آشنا شه
ستر ارمان مې دى په زړه کې چې افغان قوم متحد شي
په قرآن لاسونه کلک کړه اعتصمام سره آشنا شه
زه هلال لاس په دعا يم ربه دا قوم متحد کړه
ته خو هم لاس په دعا شه زما فغان سره آشنا شه
خيل او قوم څخه بيزار يم، بس افغان يم
دا ورکوټى تشخص دى له ستر نام سره آشنا شه
ځمکه ډيره ده پراخه بس د رب عبادت وکړه
سرحدونو څخه تير شه د آسمان خواته وگوره لامکان سره آشنا شه
د افغان ولس د يووالي په هيله