مهتر لام بابا ادبي ټولنې خپله ۷۹ يمه اونيزه غونډه وكړه !

مهتر لام بابا ادبي ټولنې خپله ( نهه اويايمه ) اونيزه غونډه دجمعې په ورځ ۱۳۹۰ لمريز كال د تلې په ۱۵ مه دبورډ زيارتمځي تر شا په پي سي ايس كالج كې دښاغلي مير اعالم نويد په مشرۍ تر سره كړه شمشاد ارماني د غونډې ځانګړى مېلمه وو دوياندو يي چارې عبدالوهاب څاروان تر سره كولې غونډه دحاجي شهباز لخوا دكلام پاك د مباركو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه دتېرې اوونۍ ګزارش نظير الحق وړاندې كړ ورپسې د محمد نور افريدي غزل دتنقيد لپاره وړاندې شو خامۍ او خوبۍ يې ورته په ګوته كړې .
دغونډې دويمه برخه كې ازاده مشاعره وشوه چې ګڼو شاعرانو پكې خپل شعرونه ولوستل ښاغلي روئيد همت د ټېلفون په ليكه ګډونوالوته خپلې خبرې وكړې ژمنه يې وكړه چې نومه وړې غونډې ته به مالي او ځاني خدمتونه جاري ساتم .
همدا راز د هلمند له ولايت څخه ښاغلي سمسور مينوال هم د ټلېفون له لارې خپل انتخابي شعر ګډونوالو ته واوروه په غونډه كې نږې شلو شاعرانو بر خه اخستې وه هر يو ښاغلى محمد نور افريدى ، عبدالوهاب څاروان ، حاجي ګل اغا شهباز ، مسعود باركزى ، دلاور خان دلاور ، شمشاد ارماني ، تحسين الله تحسين ، محيب الرحمن ايثار ، حمزه خاكسار ، عنايت عابدزى ، ګلبدين پټان ، عاشق الله سعيد ، او نظيرالحق قريشي .
غونډه د ماښام لمانځه نه وروسته پاى ته ورسېده پرېكړه وشوه چې راروانې غونډې ته چې د تلې په دوه وېشتمه به كېږي ښاغلى محيب الرحمن ايثار خپله نثري ليكنه كره كتنې ته راوړي .