
د پېښور پر یو پوځي ښوونځی تر برید وروسته، چې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، پاکستاني ځواکونو دافغانانو د کور په کور تلاشۍ شروع کړي او په زرګونو افغانان يې نیولي.
پاکستان د افغانانو خلاف د لټون عملیاتو کې تر اوس تر ۸۸۳۷ څخه زیات کسان نیولي، چي زیاتر يې افغانان دي بلخوا ګجرانوالا فیصل آباد لاهور راولپندۍ بهاولپور او کراچۍ پاکستان افغان کډوال په زوره له دغه سیمو څخه ايستل کيږي. د يو بل خبر له مخې، له تیرو څو ورځو راهيسې په تورخم کې یو شمیر افغانان جدي ستونزو سره مخ دي او تر اوسه له دوی سره هیڅ ډول مرسته نه ده شوې او یو شمیر ماشومان يې هم د زیات یخ له وجه مړه شوي.