داسی به څوګ وې چی په خپل زړه کی ارمان نه لرې۰یا په چشمانو کی تصویر د خپل جانان نه لرې۰ما ددنیا ښکلی ډیر ولیدل رښتیا ښکلی دی۰خو زما دیار په شان ګلاب غوندې لبان نه لرې۰که هر څو ښکلی ده را ځه چی لاړو شو خوند نه کوی۰دغه جینې خو تور ویښته لکه ماران نه لرې۰ورک د شی ښکلی او هغه مغروره خلق په دنیا۰چی په زړګې کی مینه قدر د افغان نه لرې۰راځې چی جنګ پریږدو نفرت پریږدو ټول مینه و کړو۰جنګ کی نقصان دی ګرانو مینه خو توان ته لرې۰زما په ګیروان به ستا د مینې ګلاب هله وچ شی۰چی په ګریوان زما جړې او ښکو باران نه لرې۰ډیر عاشقان منم چی دغسی حالت به لرې ۰لکه یو ښه شرابخور ځان کی چی خپل ځان نه لرې۰خدایا نور داسی ورځې شپې په مسافر راولې ۰چی په زخمې زړونو غم بیا د هجران نه لرې۰هغه ورځ کله به خوستی په ژوندا نه ووینې۰چی دا شرین وطن یی نور د جنګ طوفان نه لرې
وروستي