له کانديد اکادميشين استاد سيستاني سره د زړه خواله

  
احمدشاه ابدالي جرګه 
ليک: غلام محمد زرملوال
 

ځان به ويښ کړو هرې خوا ته ......  هرې خواته رقيبان دي
يو پر بل مو سره وژني ......  وايي خپل يو، غليمان دي
احمدشاه بابا
 
 
هرکه پا کج ميګذارد، خون دل ما ميخوريم
 
دا په غټو ټکو ليکل شوى هغه عنوان دى چې استاد سيستاني ترې لاندې خپله اوږده مقاله ليکلې او په افغان جرمن آنلاين کې په ٢٨- ٩- ٢٠١١ زيږديز کال خپره شوې وه. يواځې دا عنوان کفايت کوي چې د استاد د خواشينۍ کچه و سنجولى شي.
 
استاد پخپله مقاله کې ليکي چې: "در نيم قرن گذشته دولتمردان افغانستان زير نام "داعيه پشتونستان" براى مردمان آنسوى خط ديورند از سياست "حق خوداراديت" حمايت ميکردند، ولى اکنون ما در برنامه "ديورند جرگه" شاهد قرائنى ديگر ازداعيه پښتونستان و خط ديورند هستيم. سخنرانان اين برنامه مسئله "حق خوداراديت" باشندگان آنسوى خط ديورند را از قلم انداخته ومدعى پس گرفتن اراضى آنسوى خط هستند. برنامه ساز (آقاى صديق متين) توضيح نميدهد که با کدام وسايل وامکانات نظامى و مالى و پشتوانه مردمى ميخواهد حق تعين سرنوشت باشندګان آنسوى خط ديورند را از آنها سلب کند و الحاق مجدد آن مناطق را با افغانستان تحقق بخشد؟"
 
دې پراګراف ته د ځواب ورکولو په تکل اړينه ده چې لومړى د "ډيورند لاين" د چيرته والي او څه والي په اړه مطالب راټول کړو:
د امير عبدالرحمن خان له ژوند ليک، تاج التواريخ، څخه دا خبره په غوڅه توګه جوته ده چې نوموړى او پرنګى دواړه د يوه بل پر عزايمو شکمن وو. له همدې کبله ده چې، د وخت له تيريدو سره، د برتانوي کلونياليزم واکدارانو له خوا د امير تعريف او پيژندتيا په بدليدو وه. د برتانوي هند د بهرنيو چارو وزير، مورټايمر ډيورند، په يوه وينا کې امير عبدالرحمن "سرټمبه او د ناباور وړ متحد" بلي.
د ١٩ پيړۍ په وروستۍ لسيزه کې د برتانيا پرخلاف د افغانستان په هر ګوټ کې د افغان ملت د پاڅون په اړه د يوه رپوټ په ترڅ کې، يو برتانوى افسر، ليفټيننټ ټي - پي ډوډل، ليکي چې "د افغانستان امير، له موږ سره د انډيوالۍ له اظهار او ډيورند لاين سره-سره، په دې ناراميو کې لاس لري. درۍ مياشتې پخوا په ١٨٩٧ کال کې امير دافغانستان هرې برخې ته خپل کسان استولي وو چې اولس د جهاد لپاره چمتوکاندي... نوموړي بيا اتيا زره توپک (چې په کابل کې د انګريزي ماهرانو تر لارښوونې لاندې جوړيدل) په دوه-عشاريه شپږ بيه [مالومه نه ده چې په "دوه روپۍ او شپږ آنې او يا په دوه شلينګه او شپږپنسه – ځکه چې په انګريزي متن کې 2/6 each- ويل شوي] په سرحد کې پر خلکو پلورلي دي. د دې کار په کولو نوموړى له دې کبله توانېدلى چې له موږ سره د هغه د انډيوالۍ د تضمين لپاره د سبسايډي په توګه ډېرې پيسې ورکوو." [ويکتوريا سکوفيلډ – ١٠٧ مخ]
په هرحال، په هغه وخت کې يې "اوسپنيز امير" ته اړتيا لرله او له همدې کبله يې په خپل څنګ کې ساتۀ.  مگر کله چې "برتانوي راج" د افغانانو پرضد "فارورد پاليسي" بيا پيل کړه، نو له عبدالرحمن خان سره د "انډيوالۍ" نقاب يې څيرې شو. زړې پاليسۍ ته د پرنګي د بيا ګرځيدو نښې هغه وخت څرګندې شوې کله چې کلونيلستي حاکمانو د خپلو پوځونو د خوځولو او اډه کولو په موخه په ختيځ او سهيلي افغان-خاوره کې د سړکونو او ريلګاډو په جوړولو لاس پورې کړ. د دې غزونو په منځ کې يو هم په بولان کنډو او په کوژک غره کې د تونلونو پريکول وو.  دا له کوټې تر چمن پورې په پنځوس ميله واټن کې بنا شوي وو. پدې هکله د خپلې غوسې او ناتوانۍ د ښودلو په ترڅ کې، امير عبدالرحمن خان په خپل ژوند ليک کې وايي چې: "د کوټې-چمن د ريلګاډي پټلي د يوې چړې په شان ده چې زما ځيګر څيري."
د امير او پرنګي واکمنو تر منځ د تاوتريخوالي بل لامل دا و چې عبدالرحمن خان د ملي مسايلو په هکله د ګرد افغانستان له قومي اوقبايلي مشرانو سره سلا کولو ته دوام ورکاوه. امير دا خپل حق بالۀ چې له هغوافغانانوسره، چې سيمې يې د ګندُمک د توافق پر اساس برتانيا ته په کرايه ورکړ شوې وې، په تماس کې وي. پدې برخه کې په "ليز" ورکړ شويو ځمکو کوم محدوديت نه و لګيدلى اونه امير عبدالرحمن په کښې کوم منطق ليد.
د ګندُمک پوهاوي ليک په نهمه ماده کې ويل کېږي:
٩ ماده:  د دواړو دولتونو ترمنځ د دوستۍ د اتحاد د نوي کېدلو په پام کې نيولو سره، چې [د دې پوهاوي ليک] د مخکنيو مادو په  ترڅ کې تائيد او خوندي شوى دى، د برتانيا  حکومت د افغانستان او ملحقاتو جلالتمآب امير ته د کندهار او جلال اباد ښارګوتي ـ له کُرمې، پشين او سيپۍ پرته ـ د ګردو هغو سيمو په ګډون چې دا اوس د برتانيا د پوځ په لاس کې دي بېرته ور سپاري.  د افغانستان او ملحقاتو جلالتمآب امير، له خپله لوري، موافقه کوي چې د کُرمې، پشين او سيپۍ سيمې به، [له دې لاسوند] د مله [ضميمه] پلان له حدودو سره سم،  د برتانيا د حکومت تر حمايې او ادارې لاندې پاتې شي.  د دې مانا دا ده چې نوموړې سيمې به د ګومارل [کرايه –    Aassigned] ] شويو سيمو په توګه پېژندل کېږي او په داسې توګه به ورته نه کتل کېږي چې ګوندې هغه د افغانستان د سلطنت له پولو څخه د تل لپاره جلا شوې وي.  د دغو سيمو عايدات به، د اداري لګښتونو له اخستلو  وروسته، جلالتمآب امير ته ورکول کېږي.  د برتانيا حکومت به د خيبر او مېچنۍ کنډوونو کنترول، چې د پېښور او جلال اباد د ضلعو [سيمو] ترمنځ پراته دي ـ  او له هغو ازادو قبايلو سره د اړيکو پر ګډون چې له دې کنډوونو سره سيده تعلق لري ـ هم تر خپل کنترول لاندې وساتي.
نو پدې توګه که څه هم چې امير د خپل قدرت په مقابل کې د ګڼ- شمير بغاوتونو په ځپلو لګيا و، د کلونياليزم پرخلاف يې مقاومت هڅاوه او ملاتړيې کاوه. له همدې کبله و چې مورټايمر ډيورند، "ډيورند لاين" (چې نه په ډيفکټو اونه ډيجور بڼه وجود لري يواځې يوه خيالي او سايکولوژيکي کرښه ده) په يوه اړخيزه توګه پر امير تحميل وګاڼه ترڅو يې په هغو سيموکې د "نفوذ ساحه"، چې پرنګي ته – د "نظم او قانون"  د ساتلو په موخه، په کرايه [ليز] ورکړل شوې وې، محدوده کاندي.
پدې وروستيو کې د يوه افغان لوړپوړي چارواکي په قول، چې په افغانستان کې د بهرنيو چارو د وزارت ارشيفونو ته مخامخ لاسرسى لري، وايي چې په يوه لوله کې خوندي شوى سند يې چې د "ډيورند لاين" د توافق-ليک په توګه خوندي کړل شوى و، راويوست. پرې کوم لاسليک موجود نه و.
د "نفوذ ساحې" د محدودولو په هکله دا پوهاوى ليک د "٩٩ کلونو" لپاره د اتبار وړ و چې د هغې نيټې له بشپړيدو وروسته بايد بشپړه افغان-خاوره افغانانوته ورسپارل شوې واى.
  يواځې له افغانستان سره داسې پوهاوى ليک نه و شوى، بلکې دا د هغې زمانې د پرنګي دوديزه کړنلاره وه. له تزاري روسيې سره د ١٩٠٧ کال په کنوانسيون پسې، ايران هم د برتانيا او روسانو تر منځ د "نفوذ ساحو" په ترڅ کې ويشل شوى و.  پدې هکله يې ترمنځ يو پوهاوى ليک لاسليک شوى و چې پر بنسټ يې هغو "دوو زبرځواکونو"  ايران د نفوذ پر دوو سيمو وويشه: سهيل يې د برتانيا د نفوذ سيمه؛ شمال يې د روسيې د نفوذ ساحه؛ او تر منځ يې يوه بېطرفه سيمه پرېيښې وه چې په هکله يې "دواړو خواو ژمنه وکړه چې هلته به د ځانګړو ګټو غوښتنه نه کوي." د روسانود نفوذ ساحه تر برتانوي نفوذ-سيمې څخه ستره وه، چې پکې تهران هم شامل و. خو په سهيل کې د برتانيا د نفوذ په ساحه کې تيل موجود وو، چې په هغه دم د اخراجولو په درشل کې و!!
په ١٨٩٧ کې د چين خاوره، هانکانګ، برتانيا په کرايه واخسته. پدې اړه پوهاوى ليک د "٩٩ کاله" مودې لپاره د اتبار وړ و. له هغه وروسته بايد هانکانګ چين ته ورسپارل شوى واى.
له نړيوالې دويمې جګړې وروسته برتانيا او روسيې، چې ايران يې مخامخ اشغال کړى و، په ايران کې له خپلو د "نفوذ سيمو" څخه ووتل اوايران بشپړ خوندي ايران ته وسپارل  شو.
له ٩٩ کلنې مودې بشپړېدو وروسته، هانکانګ هم په ١٩٩٧ کې چين ته وسپارل شو.
له افغانستان سره څه وشول:
لاسوندونه د دې واقعيت ښکارندوى دي چې "په هغه وخت [١٨٩٣] کې پر دې موافقه شوې وه – چې د هانګانګ پر مودل – له ٩٩ کاله ليز وروسته به هغه سيمه چې د برتانوي هند شمالي صوبه سرحد په نوم ياده شوه – بيرته افغانستان ته وروسپارل شي. په کابل کې هيڅ يوه حکومت هم ډيورند لاين او په دې سيمه د برتانيا او يا وروسته بيا پاکستان ولکه منلې نه وه."
خو افغان ملت د پرنګي انتقام دردوونکې څپېړې سره مخامخ شو.
خپل مورني هيواد ته د بيرته ورسپارلو پر ځاى، افغان ملت او خاوره يې د برتانيا  "په دفاعى او تعرضي پوځې اډه واړول شوه " چې په منځني ختيځ کې د برتانوي امپرياليزم د "ځواک څاګانې" [تيل] وساتي. امپريالستي برتانيا افغان ملت ته، چې پرخلاف يې مقاومت کړى و او په سيمه کې يې د پرنګي اوږد مهاله اجندا ناکامه کړې وه، ژووره کينه په زړه کې ساتله. کلک تصميم يې لاره چې د افغانانو پر لاس د لومړي، دويم او درېيم جنګ په بهير کې يې د خپلې ماتې بدل واخلي. په ١٩٤٧ زيږديز کال کې د "برتانوي پاکستان" له زيږولو سره يې د کسات اخستلو تنده ماتول د لارد وېول/جناح/لارډ مونټباټن پاکستان پر اوږو کيښودل. او پاکستان دا دنده په خورا ښه توګه سر ته رسوله. د پرنګي دايې پر لاس له زېږيدو راهيسې، "اسلامي پاکستان" د اسلام له نوم څخه - د اسلام د کاواکولو - اوافغان ملت د تجزيه ساتلو او نابودولو لپاره په رياکارانه او منافقانه توګه ګټه پورته کړې ده.
دا پروسه لا اوس هم دوام لري.
مارک کرټيس د "مرموزې چارې" تر سرليک لاندې کتاب [په ٢٠١٠ کال د سرپينټ ټېل خپرونه، لندن] په ٣١٣ مخ کې ليکي چې: "په منځني ختيځ کې د برتانيا اوسنۍ کړنلاره هم د هغې اقتضا پر بنسټ ولاړه ده لکه کومه چې د تېرې پيړۍ په بهير کې وه. له طالبانو او په اسلام اباد کې دهغوى له ملاتړو سره معامله؛ د اخوان المسلمين او "پروفيسرانو" څخه مزورانه ګټه پورته کول هغه پاليسۍ دي چې د برتانوي پلانوونکو د پخوانيو نسلونو لپاره به د پېژندنې وړ وي ... د برتانيا حکومت، په واقعيت کې اوس بيا له اسلامي اکټرانو سره لاس-لستوڼى، غواړي په افغانستان کې  کوم څه چې د ژغورلو وړوي، وژغوري او هلته د خپلې بهرنۍ پاليسۍ موخې تر لاسه کاندي. دا له يوې خوا، د يوې ډلې طالبانو سره معامله وکړي ترڅو په هغه هيواد [افغانستان] کې ترې د "بيل يې کړه، ايل يې کړه" ستراتيژي مخ پر وړاندې بوځي، او له بلې خوا له پاکستان سره په تباني کې واقعاً د هغه ملاتړ د بيا نوي کولو ملاتړ وکړي چې په ١٩٩٠ کلونو کې يې طالبانوته رساوه. طالبان تر ډيره حده د دې لپاره زيږول شوي وو ترڅو اسلام اباد پر افغانستان حکومت وکاندي."
د برتانيا له خوا د همدې "مردارې لوبې" د لوبولو له کبله ده چې په افغانستان کې جګړې شدت موندلى دى. د دې لپاره چې پر سيمه خپله ښکيلاکي ولکه خوندي وساتي، برتانيا په عمدي توګه دا وضع پُنځولې ده. "په سهيلي ولايت، هلمند، کې جګړې - هغه ځاى ته د ٢٠٠٦ کال په ميې مياشت کې د برتانوي ځواکونو له استولو څخه وروسته - په تدريجي توګه شدت موندلى دى." د دې دوه مخۍ يوه بيلګه اټکل دوه کاله د مخه له هلمند څخه د دوه تنو هغوبرتانوي څارګر "د يپلوماتانو"  شړل دي چې پخپل سر له طالبانوسره "په سوله کولو" بوخت وو. پدې توګه "د برتانيا حکومت په بشپړه مانا توقع لرله چې په لويه کچه به جګړه وپاروي. د افغانستان جمهور رئيس، حامد کرزى، د ٢٠٠٨ کال په جنورۍ کې يوې مطبوعاتي مرکې ته د وينا په موکه پر برتانيا نيوکه وکړه چې "کله هغوى [برتانويان] راغلل، طالبان هم راغلل." نوموړي په ساده توګه هغه خبره لوڅوله چې برتانوي مامورين پرې مخکې د مخه خبر وو. له دې سره-سره برتانويانو د کرزي د تبصرې په اړه شديده غوسه څرګنده کړه." دا يو بربنډ راز دى چې برتانيا له پاکستان سره په انډيوالۍ کې غواړي په افغانستان کې جګړه دوام ومومي چې قربانيان يي افغان ملت دى. په يوه استخباراتي رپوټ کې، بارنيټ روبين، دا واقعيت "تائيد کړى او  په يوه برخه کې يې ليکي چې: دا خبره چې ګوندې د جګړې د دوام لامل د پاکستان ملاتړ نا، بلکې بيوزلي او ناپرمختيا ده، د کره کتنې پر وړاندې اتبار نه لري."
          د شوروي امپراتورۍ له نړيدو سره، لويديځ په سړه جګړه کې ځان سوبمن وګاڼه. د دې سوبې ادعا د ضيا پر لاس د افغانانو د وژلو، معيوبولو، بېکوره کولو په ژوند او مرګ ورکو تنکيو ماشومانو د قربانيو په نتيجه کې وشوه. د مليونونو افغان لوڼو زامنو اوښکې او وينې وبهېدلې؛ افغان هيواد اود افغانانو اور او نغري په بشپړه توګه تالا او نابود شول. ګرد "فاتحان" لاړل. اسامه بن لادن هم د هغوى په ډله کې و. خو يو څه وروسته، کله چې يې د خپلو غربي او غرب-مشربه لاسپوڅو پر وړاندې نافرماني وکړه، پر بن لادن ځمکه اور وګرځول شوه او له يوه ځايه بل ځاى ته په تېښته مجبور کړل شو. په نتيجه کې نوموړى د امريکا تر فشار لاندې له سودان څخه، چيرې چې د سعودي شهزادګانو له خوا شړل شوى و، وتلو ته وتړل شو. "له خپلې ډلې سره يوځاى، بن لادن د کډه کولولپاره محدود انتخاب درلود: پاکستان يا افغانستان. افغانستان يې خوښ کړ او د ١٩٩٦ کال د ميې په مياشت کې هلته لاړ." ايا ولې بن لادن د پاکستان پر ځاى، افغانستان غوره وباله؟ دا ځکه چې د پاکستان پوځي-بيروکراسۍ او د هغه برتانوي او امريکايي بادارانو دا مهال پريکړه کړې وه چې هر خطر او هر خطرناک عمل افغانستان ته ولږدوي او پر افغانانو يې و تپي. دا واقعيت د مخدراتو د کر؛ د افغانانو د نابودولو د پروژې د دوام اود کشمير "جهاد" لپاره د روزنې او روزنيزو کمپونو په شمول هم رښتيا و.
روهان ګونارتنا ليکي چې د "کيني-ميني-خدمات" تر پوښ لاندې، د اسامه ځواکمن او اتباري انډيوال، ابو زبيده، په پاکستان کې د القاعده عمليات اداره کول اود هغو په اړه يې ده ته معلومات ورکول. کله چې اسامه – د خپلو دريو ښځو اوګڼ شمير کوچنيانو سره يو ځاى – افغانستان ته ورسېد، نو له زبيده سره يې اړېکي لا نور هم نږدې شول. ابو زبيده دا مهال، له اسلامي نادولتي سازمانونو سره پر اړيکو سربيره، د هغو استخدام شويو وګړيو د لارښوونې دنده هم پر غاړه درلودله چې افغانستان ته استول کيدل. په اسيا کې له اسلامي ترهګرو ډلو او سياسي احزابو سره يې هم اړېکي ساتل."  (٩٣ مخ( 
د استاد کانديد اکادميسن سيستانى له شخصيت اوليکنو سره دا ليکوال (غلام محمد زرملوال) په بشپړه توګه اشنا دى. نوموړي استاد د هيواد له سترو ګټو څخه د دفاع په لار کې په خورا  ميړانه او صداقت دفاع کړې،  له همدې کبله د هغه نظر خورا ستر وزن لري. استاد ليکي: "طرح چنين يک موضوع حساسيت برانګيز در يک چنين شرايطى که افغانستان دچار بحران نا امنى و گسترش ترورها و عمليات بمب گذارى و انتحارى طالبان صادر شده از سوى سازمان استخبارات نظامى پاکستان (آى اس آى) به داخل افغانستان است، ذهن و افکار انسان را بسوى غير از سمت منافع علياى افغانستان مى برد نکند که در زير نام داعيه الحاق سرزمين هاى آنسوى خط ديورند به افغانستان تلاش صورت بګيرد تا بخش هاى ديګر ازولايات شرقى افغانستان زير نفوذ پاکستان برده شود و يا زمينه سازى براى برسميت شناختن اين خط منحوس بدون بديل مناسبى باشد و دل اربابان پنجابى را شادمان کند."
په باوري توګه د استاد ليکنه، تشويش او بدګماني په جوتو ټکيو کې په خورا احتياط وړاندې شوي. پدې دسيسه بازه نړۍ کې په ظواهرو ځان غولول د خپل ملت غولول دي. خو په خپل وار دا ليکوال، د ډيورند جرګې د شورا د يوه غړي په توګه، استاد سيستاني ته وعده ورکوي چې پخپله اويا د ډيورند جرګې هغه صادق مشران چې پدې هڅه يې لاس پورې کړى دى،  نه د آى اس آى نوکران دي او نه د ځمکې پرمخ د بل مادي قوت. د هغوى هوډ له افغان وژنې څخه د مخنيوي پر لور په خپله د ننګيالي ٧٥ مليوني افغان ملت پر مټو ډاډ او پر رب الجلال توکل دى.
پدې برخه کې پاس د شورا يادونه وشوه. د دې لپاره چې پر رياستونو د جګړې موضوع له منځه ولاړه شي، د ډيورند جرګې څو مياشتې د مخه په هالنډ کې فيصله وکړه د ځانګړو رياستونو پر ځاى دې يوه واکمنه لويه شورا جوړه شي چې د بشپړ تشکيلاتي او اجرائيوي صلاحيت خاونده وي. اوس همدا شورى د ټولو دندو په برخه کې تصميم نيسي. د هغې متن په ويبپاڼو کې خپور شوى دى اوکه استاد وغواړي، نو متن به ورته  واستول شي.
پدې توګه د ډيورند جرګې لويه شورى پدې عقيده ده چې افغان وژنې ته يواځې هغه وخت د پاى ټکى ايښودل کيداى شي چې افغانان د خپلوحقه حقوقو د پر لاس ته راوړلو په لار کې قربانيو ته چمتو شي. زموږ مبارزه پر عدم تشدد ولاړه ده. پدې لار کې نه د چا خونه ورانول غواړو او نه ترې نه پوښتنې ته ضرورت لرو. دې ملت د "ډيورند لاين" کرغيړنه او خيالي کرښه، چې په نتيجه کې يې ١١٧ کاله په مليونونه افغان لوڼې زامن په خپلو وينو کې لمبول شوي اولمبول کيږي، نه منلي، نه يې مني او نه به يې ومني.
يا ربه توفيق!
غلام محمد زرملوال
 

 |   |   |