په مصر کې د فرعونانو يونوی هرم رابرسېره شو

دپنجشنبې په ورځ لرغونپوهانو په مصر کې د يوه فرعون څلور زره کلن ورک شوی هرم رابرسېره کړ . د مصر د لرغونپوهنې د موسسې مشر وايي ، چې دا هرم د پاچا ( مېنکاو هور ) له خوا چې يوازې اته کاله يې پاچاهي وکړه ، جوړ شوی دی .د ده په وينا دا هرم د لومړي ځل لپاره الماني لرغونپوه ( کارل رېچارډ لېپسيوس ) موندلی و . لېپسيوس دغه هرم ته د نهه ويشتم او بې سره هرم په توګه اشاره کړې وه ، ځکه يوازې لاندېنۍ برخه يې پاتې وه . وروسته  دا هرم شګو لاندې کړی و او تر دې مهال څوک نه و بريالي شوي چې هغه بيا موومي .