د جمعيت اسلامي د مشرۍ لپاره سيالي زياته شوې

د شمال ټلوالې او په ځانګړې توګه د نظار شورا يو زيات شمېر پخوانيو غړو، د جمعيت د مشرتوب لپاره پراخې هلې ځلې پيل کړي دي. دوی هم اوس په ډلو ويشل شوي او د سر سړی يې نه دی مالوم.
ويل کيږي، چې په دغه هلو ځلو کې د بلخ والي او جنګساﻻر قوماندان عطا محمد نور چانس ځکه ښه دی، چې دی اوس په دولتي موقف کې دی او په خپله ګټه يې کاروي.
نن ورځ هم د ده لخوا د بلخ په مرکز مزار شريف کې يو پراخ ﻻريون رابلل شوی. مخکې تر ده په کابل کې امرالله صالح هم د يوه پراخ ﻻريون رايستلو هڅه کړې وه، چې د خلکو د ونډې له امله بې پايلې پاتې شو.
د شمال ټلوالې مشران اوس زيات دي، چې هر يو يې ځان ته من وايي لکه: قوماندان عطا، امرالله صالح، عبدالله عبدالله، قانوني، بسم الله خان، مارشال (!) فهيم، ضيا مسعود او نور ....
د يادونې وړ ده، چې په دوی کې اوس داسې څوک نشته، چې دا ټول دې د هغه مشرۍ ته غاړه کيږدي او له همدې امله اوس له سياسي پلوه يو کمزوري شخص ته دا مشري  موقته ورکړل شوې، چې هغه د بهرهان الدين رباني زوی صلاح الدين رباني دي.