حامد کرزى: له دښمنانو سره به قاطع مبارزه وکړو.

ولسمشر حامد کرزي نن شپه ( د تلې ١١مه ) له ملي راډيو ټلوېزيون څخه په خپله اونيزه وينا کې وويل، چې د سياسي مشرانو او دولتي چارواکو پرله پسې ترور دا راښيي، چې د سولې غږ تراوسه مثبت ځواب نه دى موندلى.
 ولسمشر کرزي له طالبانو سره سوله بې معنا وبلله او ويې ويل، چې د دوى ځواب ترور او وژنه وه او ده.
هغه زياته کړه: ((  يو جانبه سوله غوښتنه، سوله نه راولي، سوله له هغه مقابل لوري سره معنا او مفهوم لري، چې پر سوله باور ولري، له همدې امله د افغانستان دولت مسؤليت لري، چې د افغانستان د استقلال او سولې له دښمنانو سره قاطع مبارزه وكړي.))
ولسمشر کرزي په خپله وينا کې وويل، چې ده له پاکستان سره هر وخت د يو ورور ګاونډي په څېر چلند کړى، خو پاکستان تل د افغانستان پر وړاندې دوه ګونى سياست پر مخ بيولى.
هغه وويل، چې د پاکستان حکومت په افغانستان کې د سولې په راوستو کې هېڅ مرسته نه ده کړې.
نوموړي د سولې پروسې په اړه وويل، چې سوله د افغان ملت هيله ده او په دې برخه کې به موږ خپلې هڅې دوامداره وساتو، خو دا بايد تعريف شي، چې له چا سره سوله وکړو.
ولسمشر زياته : (( موږ په واقعيت کې له دولتونو سره يو اړخ يو، نه په هغوى پورې د تړلو ځواکونو سره، له همدې امله موږ بايد د اصلي اړخ او د واک څښتن سره خبرې اترې وکړو او يو اړخ شو.))
کرزي همداراز وويل، سږ کال د افغانانو لپاره ډېر مهم او له خطرونو ډک کال دى.
نوموړي په پاى کې وويل، چې د بهرنيو د پرله پسې تېريو او د سولې پروسې په اړه به په راتلونکې لويه جرګه کې، چې په نېږدې راتلونکې کې جوړيږي، له ګډونوالو مشورې واخلو.