
د
جميعت اسلامي ګوند غړى او د بلخ والي عطا محمد نور وايي، چې كه چېرې اړتيا وه، نو چمتو دى، چې د دغه ګوند مشري پر غاړه واخلي.
عطامحمد
نور نن په مزارشريف كې، په افغانستان كې د امريكا سفير راين كراكر سره په ګډه خبري ناسته كې د جميعت ګوند د رهبرۍ د تشې د ډكېدو په موخه
وويل، چې تصميم نيول شوى، چې دم ګړۍ يې د دوه مياشتو لپاره، سرپرستي د استاد برهان
الدين رباني زوى، صلاح الدين رباني ته وركړل شي.
عطا
محمد نور وويل: ((ماته د جمعيت ګوند د رهبرۍ د اخيستو په موخه له بېلا بېلو خواوو
وړانديزونه شوي دي، خو تراوسه مې د هو او نه ځواب نه دى وركړى.))
خو
نوموړي زياته كړه، چې كه چېرې يې اړتيا شوه او د ده رهبري د جمعيت اسلامي ګوند په
ګټه وي، نو دغه کار ته به غاړه کيږدي.
د
هغه په وينا، جمعيت د جهاد او مقاومت له سترو ګوندونو څخه دى، چې په ټول افغانستان
كې زيات پلويان لري.
نور
وويل، چې د دغه ګوند ژوندي ساتل د هېواد لپاره ارزښت لري او بايد هڅې ورته وشي.
نوموړي
زياته كړه، په پام كې ده، چې په نږدې موده كې د جمعيت ګوند کنګره جوړه شي او د دغه ګوند د مشرۍ په اړه پرېکړه
وكړي.
په
دغه خبري ناسته کې په افغانستان کې د امريکا متحده ايالاتو سفير راين کراکر د
جمعيت اسلامي ګوند په اړه څه ونه ويل او د ولسمشر حامد کرزي له وروستيو څرګندونو
يې ملاتړ څرګند کړ.
نوموړي
د حامد کرزي هغه خبرې چې څو ورځې وړاندې يې کړې وې او د طالبانو پر ځاى يې له
پاکستان سره د سولې په موخه خبرې غوښتې وې تاييد کړې.