دافغانستان ملي راډيو تلويزيون څومره ملي دی ؟

په يوه تازه خبر کې دافغانستان دملي!؟ راډيو تلويزيون رئيس نجيب اله روشن د اطلاعاتو او کلتور پروزير عبدالکريم خرم باندې تور لګولی ، چې دراډيو درئيس په توګه دغني مدقق په ټاکلو سره دده په چارو کې لاسوهنه کوي او غواړي پدې توګه دی استعفا ته اړکړي . داسې ښکاري چې ښاغلی روشن غواړي پدې توګه دراډيو تلويزيون له وياړلي ملي !؟ لقب څخه په زغرده دفاع وکړي . يقينأ چې دی به له دې څخه اندېښمن وي ، چې د يکي يوازې او لومړڼي پښتانه رئيس له ټاکل کېدو سره به بيا راډيو تلويزيون دفاشېستانو پر ځاله واوړي او دی خپل حزبي رسالت ګڼي ، په هره بيه چې وي راډيو تلويزيون ته دپښتنو له ننوتوڅخه مخنيوی وکړي .
ښاغلي نجيب روشن دروان کال په سپرلي کې جرمني ته ديو سفر په ترڅ کې د« دوېچ وېلې » راډيو ته ويلي و ، چې دافغانستان لپاره د فوټبال دنړيوالو لوبو راپورتاژدې يوازې په دري ژبه ځکه خپور کړي چې دافغانستان ټول خلک په دري ژبه پوهېږي .کله چې دده دغه وينا دپښتنوروڼ اندو تر پراخو نيوکو راغله ، نو دځان دسپيناوي لپاره يې دافغان ادبي بهير په يوه غونډه کې ګډون وکړ او له ځينو کړيو څخه يې سر وټکاوه چې دی نه پرېږدي په راډيو تلويزون کې ملي او ژبنی انډول راولي . ده له پښتو او پښتنو سره ډېره خواخوږي وښوده او ځان يې دملي يووالي کلک پلوي وباله . نه پوهېږم چې اوس ولې دښاغلي غني مدقق له ټاکلو سره دومره حساسيت څرګندوي .
له بده مرغه بايد ووايم ، چې دولس مشر حامد کرزي دنورو ناکاميو تر څنګ يوه هم داده ، چې تر نن ورځې پورې يې ونه شو کړای او يا يې ونه غوښتل ملي راډيو تلويزيون په رښتيا ملي وګرځوي . لومړی يې دا جرئت نه درلود ، چې دراډيو تلويزيون جميعتی او ستمي رئيس حفيظ منصورله ځايه وښوروي او دهغه نشرات ديوې ډلې له تبليغاتو څخه ديوه دولت کچې ته راپورته کړي . خو کله چې دراډيو تلويزيون درئيس اواطلاعاتو او کلتور دوزارت معين عبدالحميد مبارز اوورپسې له وزير سيد مخدوم رهين تر منځ ډغرې درسوايۍ تر بريده ورسېدې نو کرزی اړ شو چې يو بل جميعتي راولي . تر هغې وروسته کله چې دشعله يانو دستمي اړخ يو مشر ډاکتر سپنتا دکرزي اړخ ته دمشاوراو ورپسې دبهرنيو چارو وزير په توګه ورننوت، نو هغه خپل حزبي ملګری نجيب اله روشن له جرمني څخه راوست او دملي راډيو تلويزيون درئيس په توګه يې وګوماره او دهغه لپاره يې ځيني ځانګړي امتيازات هم واخېستل . روشن هم دسپنتا په څېر دخپلې ادارې پر ملي ناانډولټيا نيوکې وکړې او دسمونونو ژمنې يې وکړې . خودروشن سمونونه هم دډاکتر سپنتا سمونونو ته ورته وو . ډاکتر سپنتا له ولسي جرګې سره ژمنه کړې وه چې دبهرنيو چارو په وزارت کې به ملي انډول ته پاملرنه کوي ، خو دده پاملرنه داوه چې ملګرو ملتونو ته يې په بي بي سي کې دنظار شورا ډنډورچي ظاهر طنين او دهند غوندې مهم هېواد ته دامېد په ملي ضد خپرونه کې دستميانو ډنډورچي سيد مخدوم رهين وټاکل . نجيب روشن هم دخپل مشر پرپله ګام کېښود. دده پخپله وينا ، په راډيوتلوېزيون کې له 1700 کارکوونکو څخه يوازې سل تنه يې پښتانه دي . خو ده په لنډه موده کې پردغو 1600 کسانو، دبالمقطع همکارانو او افتخاري مشاورينو په نامه خپل سل تنه ملګري نور هم ورزيات کړل اوهغوی ته يې ډېر لوړ ډالري معاشونه وټاکل . کله چې له روشن څخه دراډيو تلويزيون دعوايدو حساب وغوښتل شو، دی په حسابۍ کې ځکه پاتې راغی چې هغه يې خپلو ملګرو ته بې له سنده بخشش کړي وو . خوکله چې لويې څارنوالۍ دده دګوښه کېدو غوښتنه وکړه ، نو ښاغلي ډاکتر سپنتا هم داستعفا ګواښ وکړ . دنجيب روشن له خولې دراډيو تلويزيون درياستونو يو مشر هم پښتون نه دی ، خو اوس چې دلومړي ځل لپاره داطلاعاتو او کلتور دنوي وزير له خوا يو پښتون رئيس معرفي کيږي داسې غبرګون څرګندوي لکه دده دسر دښمن چې ورځي .
داولې ؟ زه ښاغلی غني مدقق نه پېژنم او پدې هم نه پوهېږم ، چې هغه به دملي او ژبني انډول لپاره څومره ژمن وي . خو خبره داده چې د نجيب روشن په څېر کسان هر پښتون ته دسرددښمن په سترګه ګوري . داځکه چې دشعله يانو ستمي اړخ خپل هژمونېستي سياستونو ته په کلکه ژمن دي . دوی ته دافغانستان له دښمنانو سره د خندا او له پښتنو سيالانو سره دتمساح داوښکو ورولو چل ډېر ښه ورځي .
همدااوس دملي !؟ راډيو تلوېزيون خپرونې داسې دي ، که چېرې يو بهرنی يې وګوري ، نو يقينأ له ده سره به داتصور پيداشي چې په افغانستان کې يو قوم ژوند کوي او دا هېواد يوازې يوه رسمي ژبه لري چې هغه دري ده . ښايي هغه فکر وکړي ، چې د دري تر څنګ ځيني محلي ژبې لکه پښتو ، ازبکي او بلوڅي هم شته .
پوښتنه داده ، چې آيا ولس مشر حامد کرزی دملي راډيو تلويزيون خپرونې ګوري نه ! داخپرونې په همدې بڼه طبيعي او عادلانه ورته ښکاري ! او که هسې ستر ګې پرې پټوي . آيا په تېرو پنځو کلو کې يو مستعد پښتون هم پيدا نه شو چې راډيو تلويزيون ته درئيس په تو ګه ورمعرفي شي ، آيا ده دحفيظ منصور ، حضرتي او روشن په کچه استعدادهم په پښتنو کې ونه مونده ، پښتانه خو لا پرېږده آيا دی په تاجېکو او نورو غير پښتنو کې يو دملي درک او احساس څښتن هم نه شي موندلی ؟ خبره دانه ده چې کرزی نه پوهېږي ، بلکې خبره داده چې دی هم دکابينې دډېرو نورو وزيرانو په څېر دستميانو او هژمونېستانو تر طلسم لاندې راغلی او له دې وېرې چې څوک فاشېست ورته ونه وايي دغه ملي اوژبني بې عدالتي په غړولو ستر ګو ګوري او زغمي يې .
دی څه ملامت دی ، داخو زموږ ددوديزو سياستمدارانوعالي صفت دی ، چې مخالفين خوشحاله وساته خپل خو هسې هم غږ نه کوي . ددوی په وړاندې ملي وحدت يعنې د خپلو حقونو په بيه دنورو خوشحاله ساتل ، چې له بده مرغه هېڅکله هم خوشحاله نه شول .