د ماغزو د سکېن لوستلو آله جوړه شوه

د ( کارنګي ملون ) پوهنتون د يوې اعلاميې په ترڅ کې خبر ورکړی ، چې د کمپيوټر پوه تام ميچل او داعصابو متخصص مارسل جاست په مرسته يې داسې کمپيوټري آله جوړه کړې ، چې کولی شي د ماغزو د سکېن په لوستو سره د پنځګونو حواسو فعاليتونه درک او د هغوی په اړه وړاندوينې وکړي . اوسنۍ آله داسې جوړه شوې ، چې کولی شي د 60 جنسونو په اړه د ماغزو فعاليتونه ولولي . د دغه اعلاميې پر بنسټ ، دوی به دې هڅه کې دي چې څنګه دې آلې  ته داسې وده ورکړي ، چې په راتلونکې کې د فکر د لوستو وړتيا پيدا کړي .