د فردى او ټولنيز مسؤوليت حس بايد پياوړي كړو

په دې خبره هر څوك پوه دي چې انسان آزاد او خپلواك پيدا شوي، مګر له آزادي سره سره مسؤول هم دي، كه چيري د مسؤوليت پوښتنه په منځ كې نه واي، نو انسان به له خپلي آزادي څخه سمه او معقوله ګټه نه واي اخيستي، نن ورځ چې بشر كومو مراتبو ته رسيدلي او د هغه د پام وړ علمي او فكري څرګندونو چې كومي نتيجې منځ ته راوړي د هماغه مسؤوليت احساس محصول دي.
د انسان په ژوند كې دوه عمده مسؤوليتونه نغښتي دي چې يو يې معنوي مسؤوليت او بل يې مادي مسؤوليت دي.
د بشر معنوي مسؤوليت، په ديني او مذهبي مباديو باندي له ايمان او باور نه سر بيره د هغه د فطري عواطفو په كار اچول دي، چې دا خاصه انسانان يو له بل سره نژدي كوي او يو له بل سره د مرستي وفا داري او زړه خوږي دانګيرني باعث ګرځي چې په نتيجه كې د بشر د بقا غريزه له همدې ځايه سرچينه نيسي.
بل د انسان مادي مسؤوليت دي ، چې انسان مجبور دي تر څو خپله ګېډه مړه وساتي او خپل بدن پټ كړي. دا مسؤوليت دي چې انسان دي ته راكاږي تر څو د علم او پوهې د لاسته راستو په وسيله خپل فكر روښانه او عمل پياوړي كړي او په هر شغل كې چې وي د خپل كار محصول لوړ بوزي تر څو خپل صحت او روغتيا لا نوره هم ښه وساتي، خپل اولاد پر سمه توګه وروزي ، تر څو د هغوي له نتيجې نه يوه سالمه ټولنه منځ ته راشي.
مسؤوليت د بشر د علمي حيات د درجي، مدني او فكري او حتىٰ د عمر د مراتبو سره سم ډيريږي. تر څو چې ماشوم دي مسؤوليت يې د ماشوم توب په اندازه دي او كله چې ځلميتوب ته رسيږي د هغه مسؤوليت لانور هم زياتيږي.
بې علمو خلكو او پوهانو مسؤوليت هم د ماشوم او ځوان د مسؤوليت په اندازه توپير كوي، په مترقي او پرمختللو او په بيرته پاتي ټولنو كې هماغه توپير او اختلاف موجود دي په هغو ټولنو او وګړو كې چې د مسؤوليت پيژندنه يې زياته وي په نړي كې د هغوي برياليتوب ډېر ښه او زيان دي، او د هغو چې د مسؤوليت احساس يې لږ وي برياليتوب يې هم لږوي.
په ټولنو او افرادو كې د روزنې ډېر لوړ رول همدا د مسؤوليت پيژندني د روزلو درك ښيي.
كله چې په فرد ياو اجتماعي چارو كې د خلكو مسؤوليت پراختيا پيدا كړي هغه وخت په هغو خلكو او د هغوي په راتلونكي نيكمرغۍ باندي باور او اعتقاد كيدلاي شي، او هغه كسان چې د مسؤوليت احساس نه لري په هغوي باندي ايمان او يقين درلودل څه مانا نلري.
مونږ چې نن ورځ يو نوي افغانستان په درشل كې د پراختيا او تحول په نوي مرحله كې ګام ايښي او د هغو وظايفو او كارونو په جريان كې واقع يو كوم چې د حديت، صداقت او پاكوالي ايجاب او غوښتنه كوي.
نو ښايي چې زيار وباسو تر څو زمونږ د وګړو د مسؤ،ليت درك په كلكه سره تقويه شي په داسې ډول چې له هر څه نه د مخه بايد وپوهيږو چې د يوه انګړ په جوړولو بوخت يو چې هغه د هېواد انګړ دي زموږ نيكمرغۍ سر لوړي او افتخار په هغه كې دي چې تر څو دا كور ښه ښايسته او كلك جوړ او آباد شي.
دوهم دا چې كوم وګړي چې د افغان ټولنه جوړوي ټول د يوه ځانګړي وجود په څيره دي، څرنګه چې د بدن د يوه غړي درد ټول غړي نا آرامه كوي همدارنګه د وطنوالو د يوي ډلي د پريشاني او بد مرغي درد ټول هېوادوال متاْثره كوي. او لازمه ده چې كوښښ وكړو تر څو دا د پريشاني او عوصي درد او د صعيفو او ناتوانو طبقاتو غم او تكليف د مادي او معنوي مرستو له لياري ليري كړو. دريم د يوه ډير لوي مسؤوليت ادراك چې زمونږ پام ځانته اړوي هغه د نا پوهۍ او بيسوادۍ ډګر دي، تر هغه وخته چې د هېواد ټول بچيان د يوهنې او سواد له رڼا بشپړه برخه ونه لري د وطن د خدمت قدرت او د خصوصي او رسمي وظايفو سرته رسول څرنګه چې ښايي نشي تر سره كيدلاي او دا ادراك له ټولو نه زيات بايد د وطن د اولاد په خټه او د استادانو، ښوونكو او معلمانو په ضمير كې تقويه شي.
څلورم زمونږ معنوي مسؤوليتونه هغه دي تر څو پوه شو او په كلكه سره يقين ولرو چې مسلمان يو او پاك خداي(ج( له مونږ نه د قرآن كريم له احكامو سره سم دعمل صحت، د وينا سموالي، د وجدان پاكوالي د نيت صفايي، له مناهيو نه ليري والي غواړي په معاملاتو او وركړو دركړو كې بايد صميمي واوسو، په اخيستنو او پيرېدو كې بايد شرعي احكام په نظر كې ولرو او له چل او غولوني نه ځان وژغورو.
دا كار يعني يو له بل سره د نظر ښه والي، د همنوعو د حقوقو رعايت، او له چلول نه ځان ساتل له معنوي ګټو نه سر بيره د انسان مادي ګتي هم توقيه كوي او په ټ،لنه كې د يووالي او وحدت روح، د نيك فكر او خير غوښتني احساسات زياتوي، چې دا هم د مطبوعاتو، پوهانو، علماؤ او منورينو وظيفه ده تر څو د خپلو مثبتو او ګټورو تبليغاتو او نشراتو په وسيله د خلكو ذهنيتونه روښانه او ټولنه ددې مسؤوليت په ګټو او ښېګڼو باندي آشنا كړي.
هو! د پوهانو او منورينو وظيفه ده چ د وطن ماشومان د عصر له ايجاباتو او ديني احكامو سره سم وروزي په هغوي كې د قوي ايمان او وطن پالني حس تقويه كړي تر څو د عمر تر پايه خپل ايماني او ټولنيز مسؤوليت  وپيژني هيڅ وخت له سمي او مستقيمي لياري نه ګوږ نشي خپل ځان او نور د بد مرغي په ګنده ګي ونه غورځوي ، ځوان ټبر خپل ملي مسؤوليت ته متوجه كړي، د ملي كلتور د ساتلو اوهېواد ته په پراخه پيمانه د خدمت كولو حس په هغوي كې ويښ كړي او ويې پوهوي چې د وطن ځوان طاقت تاسې ياست، وطن ستاسو د قوي مټو قدرت ته اړه لري د وطن د آبادي او د وطنوالو د هوساينې په لاره كې تاسې له هر چانه زيات مسؤوليت، لري ، سپين ږيري او د پاخه عمر خلك هم د هغوي دور سپارل شوو مكلفيتو باندي ثابت وساتي او له ځواني طبقي سره د هغوي د فكر يووالي ټينګ وساتي.
 
بريال ناياب، لوګر پل علم