دنړۍ دبدلون غوښتنې مشاعره!

فرهادالله حسيب
دتېرې شنبې پرورځ چې دروانې سپتمبرمياشتې ٢٤مه کېده،جلالکوټ ادبي خوځښت دافغانستان په کچه ديوازيني ادبي بنسټ په توګه دنړۍ دبدلون غوښتنې نړيوالې مشاعرې سره له جلال اباد ښاره يوځاى شو.
دامشاعره چې دهېواد دختيځ شاوخوا سلوشاعرانوپکې برخه لرله،په ننګرهارټولنيزمرکزمېديوتېک کې(چېرته چې دهرې جمعې ورځې پرسهاردخوځښت اونيزه غونډه وي)ګهيځ مهال دمحمودخزان لخوا دقرآنکريم دڅوسپېڅلو اياتونو په لوستوسره پيل شوه.


وروسته دجلالکوټ ادبي خوځښت مشرارشادرغانددپرانېستې اوهرکلي ويناته وبلل شو.
دخوځښت مشرخوښي وښوده چې خوځښت دخپلوهڅوپه لړکې داځل دلوى ننګرهاردشاعرانو اودافغانستان په کچه ديوې نړيوالې مشاعرې کوربه دى.
رغاند(سل زره شاعران دنړۍ دبدلون لپاره!)نړيوالې مشاعرې سره دخوځښت ديوځاى کېدو پرلاملونورڼاواچوله او ويې ويل:موږداسلام دسپېڅلي دين دلارويانوپه توګه چې دټول بشريت سوکالي غواړي او همداشان دافغان شاعرانو په توګه چې ټولنه يې دنړۍ دنننيو ناخوالوڅخه ترنورو ډېره قرباني شوې،مسوليت لروچې په نړۍ کې دروانو ناورينونو دختميدو غوښتونکي شوو.
دجلالکوټ ادبي خوځښت مشرپرنورو افغان شاعرانو هم غږوکړ چې نوربايد دځانمرګوبريدونو،هوايي بمباريو،چاودنو او نورو دسيسو له لارې دافغان وژنې دروانې لوبې خلاف غږپورته کړي اونړۍ ته ووايي چې دوى د دوى په ويناترهګر اوشرغوښتونکي نه دي،بلکې غواړي نورد دې پديدو پرضد ترزياتوقربانيو وروسته ارام اوسوکاله ژوند ولري.
بيا ښه شاعراوليکوال هجرت الله اختيارچې ددې مشاعرې له مفکرسره يې دخوځښت اړيکه برابره کړې وه،دمشاعرې په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل:نن سل زره شاعران په نېږدې پينځه سوه ښارونو کې د دې لپاره شعرونه وايي چې دنړۍ روانې بدمرغۍ پاى ته ورسيږي.


اختياردمشاعرې له امريکايي مفکرسره دفېسبوک له لارې دخپلې پېژندنې کيسه وکړه او ويې ويل،د دې مشاعرې لپاره دجوړې شوې وېبپاڼې په نوملړکې دافغانستان نوم لومړى ليکل شوى و او ده د دې لپاره په ننګرهارکې د دې مشاعرې دجوړيدو هڅې وکړې چې دافغانانو او په ځانګړې توګه دپښتنو استازولي شوې او دحمزه بابا دې بيت سره يې همغږي ښودلې وي چې:
ځنځير چې د انسان د اخوت جوړېده
ما غږ کړه د پښتون په کې کړۍ کومه ده
ښاغلي اختيارداهم وويل چې د دې مشاعرې ځينې شعرونه به انګليسي ژبې ته ژباړل کېږي اوپه اړونده وېبپاڼه کې به يې خپاره شي.
دننګرهارټولنيزمرکزنوي مشرعبدالبصيرسباوون هم دلنډوخبرو په ترڅ کې يې دجلالکوټ ادبي خوځښت داهڅه وستايله او د داسې نورو هڅوپه ترڅ کې يې هم خوځښت سره دخپلې ادارې دهمکارۍ ژمنه وکړه.
په مشاعره کې دکونړ ولايت دشاعرانو په استازيتوب خوږژبي شاعراوښه ژورنالېست سيدعبدالله نظامي اودلغمان ولايت دشاعرانو په استازيتوب ليکوال اوښه ژورنالېست عبدالمعيدهاشمي لنډې ويناوې وکړې.


وروسته ازاده مشاعره پيل شوه چې:رحيم الله ارماني،شيرين آغاجهانګير،نجيب الله نايل،شفيع الله تاند،طاهرساپي،سعدالله فطرت،فريدنوښت،ميرويس رحماني،محمودخزان،يحيى سيمه ييز،جانان زمري،افکارمجرب،ايمل خان غيور،هجرت الله اختيار،فېروزخاموش،نادردانش،احمدجمال جمال،خوشال دراني،انورالحق يرغل،صابرشاه صافي،فصيح الله ارماني،الله محمدحسنزي،اکمل ظاهر،محب الله الله يار،سيدمحمودواکمن،صفت الله هدايت،عبدالمعيدهاشمي،سيدعبدالله نظامي،ارشادرغاند،سيرت،دوست محمد دوست،زيارخان ياد،صيام الدين پسرلي،افکارمجرب،امېدخان يار،فرهادالله حسيب اويوشمېر نورو پکې خپل شعرونه واورول.


دمشاعرې په زياتوشعرونو کې پرافغانستان روانه جګړه،په نړۍ کې روان تاوتريخوالى غندل شوى اوهمدا شان دسولې دراوستولپاره دپراخو هڅو غوښتنه وشوه.
دمشاعرې په وروستۍ برخه کې دننګرهارپوهنتون استاد اوپه ختيځ زون کې دازادۍ راډيوخبريال محمد داودوفادارزونې ويناته وبلل شو.
استادوفادجلالکوټ ادبي خوځښت د دې او نورو هڅو دستاينې ترڅنګ مشاعره دکميت اوکيفيت دواړو له پلوه ښه وارزوله.
ده وويل:جلالکوټ ادبي خوځښت دهېواد په ختيځ کې يوازينى ادبي بنسټ دى چې منظمې هڅې لري اوپه لږه موده کې د ډېروځوانانو پريوځاى کېدو بريالى شوى.
داستادوفاپه مثبتې ارزونې سره دغه مشاعره پاى ورسېده.
دامشاعره په ننګرهارکې دهمېشه بهار اونن په نومونو دوو سيمه ييزو راډيوګانو په ژوندۍ بڼه خپروله.
ننګرهارملي راډيوټلويزون اوشرق راډيوټلويزون دخپلو ادبي خپرونو لپاره ثبته کړه.
دمشاعرې رپوټ له شمشاد،افغان نيوز،ننګرهارملي ټلويزون،شرق ټلويزون،ازادۍ،مشال،انعکاس راډيو او خبريال او ننني افغانستان وېبپاڼو  او يو شمېر نورو رسنيو څخه په هماغه ورځ خپورشو.
جلالکوټ ادبي خوځښت تردې وړاندې دننګرهارپه کامې ولسوالۍ کې يوه ځانګړې لويه مشاعره اوهمداشان په جلال ابادکې دکوچني اخترپرلومړۍ شپه ځانګړې مشاعره کړې وه.
پردې سربېره دغه خوځښت اته څلوېښت اونيزې ادبي غونډې اوپرکتابونو دمخکتنو څوغونډې هم کړي.
جلالکوټ ادبي خوځښت چې  په نېږدې ورځو کې يوکلن اوددويم کال دکړنلارې په جوړيدو سره يې هڅې لاپراخې شي،غړي يې دخپل بري راز له چاڅخه دکومې مرستې له ترلاسه کولو پرته پرخپلو امکاناتوادبي هڅې اوخپلمنځى يووالى ګڼي.