دجلالکوټ ادبي خوځښت ٣٨مه اونيزه غونډه!

فرهادالله حسيب
جلالکوټ ادبي خوځښت دتېرې جمعې پرسهارخپله ٣٨مه اونيزه غونډه هم په جلال ابادښارکې وکړه،چې مشري يې دخالدسنګرپرغاړه وه.
ځاى يې هماغه دننګرهارټولنيزمرکز(مېديوتېک)و،پيل يې دزيارصميم په وياندويۍ اود محمودخزان لخوادقرآنکريم دڅومبارکو ايتونو په تلاوت سره وشو.
په تلاوت پسې دننګرهار پوهنتون داستاد او ښه ادبي شخصيت پوهاند ډاکټرزېورالدين زېور پرمړينې خواشيني وښودل شوه او خوځښتوالو دارواښاد مړينه يوه لويه ضايع وګڼله.
بيادتېرې غونډې رپوټ فرهادالله حسيب ولوست چې ګډونوالو يې ستاينه وکړه،وروسته د فريدملاتړپرغزل کره کتنه وشوه چې:خالدسنګر،ارشادرغاند،ايمل غيور،محمودخزان،الله محمدحسنزي،رحيم الله همرازاويو شمېر نورو پرې خپل نظرونه څرګند کړل.
په وروستۍ برخه کې ازاده مشاعره دحضرت يوسف يوسفزي په وياندويۍ ترسره شوه چې:رحيم الله همراز،ايمل خان غيور،جانان زمري،الله محمدحسنزي،محمودخزان،سمندرساحل،نورآغانوراني،اميديار،امرالله څپاند،انورالحق يرغل،لعل وزير وزيري،زيارصميم،فرهادالله حسيب ،خالدسنګر،ارشادرغاند اويوشمېر نورو شعرونه اوترنمونه واورول.
دغونډې مشرخالدسنګرغونډه ښه وارزوله اوراتلونکې غونډې ته پريکړه وشوه چې ارشادرغاندبه دمقاله ليکنې په اړه ادبي درس اوسميع الله تندربه کره کتنې ته خپل شعروړاندې کوي.