د افغانستان ملی ګوندد اروپايي شورا له خواد مبارکۍ پيغام

 د ناروې د ښکلی هيواد په لرغونې پلازمېنه بارګېن کې ، چې د اروپا د زړه وړونکو ښارونو په کتار کې وړ ځای لری ، د افغان ولس مېړنی بچی
اتل امير محمد د افغانستان ملی ګوند غړی، د کاری او اخلاقی وړتياؤ له مخې د هغه ايالت د خلکو زړونه تسخير کړی او ددې ايالت د خلکو ايالتی شورا ته  يې لاره موندلی ده .
اتل امير محمد په هيواد کې د سرحدی ځواکونو په سرښندونکو ليکو کې د تدبير او ميړانې ، زړورتيا او سرښندنې بېلګه وه . په هيواد کې د سؤلې او امن د تأمين په لاره کې ، دده د زړه له کومې او رښتينو هڅو او هاند، خاکسارۍ او تواضع امير محمد، د اتلوالۍ پوړۍ ته ور پورته کړ . ډېرکی افغانان په دې نه پوهيږی چې د ده اصلی نوم امير محمد دی . خو د (( اتل )) نوم يې د شخصيت بهترين معرف دی . اتل امير محمد نه يواځې د خپل هيواد د دفاع د مورچل اتل وو ، بلکې دادی له مورنی ټاټوبي ( ګران افغانستان ) نه ، په ليرې پراته هيواد ناروې کې يې د سياست په ډګر کې هم خپله وړتيا او اتلوالی په اثبات ورسوله .
پرېږده چې د اتلانو هيواد، ګران افغانستان د خپلو سرښندونکو بچيانو په اتلواليو ووياړی !
د افغان ولس اصيل بچيان به د هيواد د ننه او د باندې ، پرې نږدی چې د شمله ورو اتلانو تاريخی هيواد ، پر مونږ ګران افغانستان ،د دښمنانو د کرغېړنو هيلو سره سم په ګونډو شی . داسې هيوادونه چې اوسيدونکی يې بيله توپيره ، د هيواد د دفاع  او سرلوړۍ په لاره کې مالونه او سرونه قربانوی ، هيڅکله هم په ګونډو کيدای نه شی  .
د افغانستان ملی ګوند وياړی چې په خپلو ليکو او سنګر کې يې د اتل اميرمحمد په څېر اتلان را ټول کړی دی تر څو د خپل مظلوم هيواد او کړيدلی اولس د شېرازۍ او نېکمرغۍ لپاره د مبارزې پرانيستۍ محاذ
د برياليتوب پړاؤ ته ورسوی .
د افغانستان ملی ګوند ټول غړی د هيواد د ننه او د هيواد څخه د باندې د خپلې ګرانې مور (  افغانستان ) د خدمت د فريضې د اداء کولو د پاره تل تيار دی او په دې لاره کې د ژوند په ګډون ټول شته قربانوی .
 په اروپا کې د اتل امير محمد د مورچل ټول ملګری ، په داسې حال کې چې خپل همسنګر ملګری ته ددې برياليتوب له امله د زړه له کومې مبارکی وايي ، ده او دده کورنۍ ته د ژوند په ټولو برخو کې د لا سترو برياؤ هيله کوی .
 
د افغانستان ملی ګوند اروپايي شورا