بی خونده خبری(۲۳): دلال يا ميډل مين!!!

\"\"

وسیم سجاد، کابل
سپټمبر۲۰۱۱،۲۴
نن سبا دی که چا ته وویل چی باشي یی؛ د باشي ځوی یی نو خوله دی ماتوي. که ورته ودی ویل چی سوپرویزر صاب؛ پلار دی سوپروایزر! وو نو خوله جینګه کړي!!!
پیښور کی به دی که اوږه له جینکو سره و لګیده او بخښنه به دی و غوښته نو چپلکه به یی درپسی راویستله که ساري به دی ورته وویل خبره حل وه. هغی به هم خپلو خورلڼو ته ویل چی هلک راته ساري وویل؛ ځان یی راته سپی، سپی کړ!!!
که جلکی چاته ووایی چی فلانکی می لونډ دی نو امکان یی شته چی قتل شي که ووایی چی بوای فرینډ می دی نو خلک بیا دا دنن سبا اړتیا بولي؛ که چاته ووایی چی کوم دی!!! کړی می یی نو خوله درماتوي که ورته ووایی چی فک یو!!! ای فکډ یو نو خاندي.بس د وخت په تیریدو سره الفاظ، کلیمات، اکټونه،حرکات او ساټ و باټ ټول بدلیدونکي دي خو دلال هر وخت خپل ځان ساتلی!!!
سیی دی چی د کوزی پختونخوا د لیکوالو په خبره اپروچ یی بدل شوی؛ کاري سییتم کی یی پرمختګ راغلی او داسی نور خو خر هماغه خر دی؛ کته یی بدله شویدی!!!
مخکی به لوفری انجونی په ارباب روډ، ګوره قبرستان، اشنغری (د پنجابیانو خبره هشتنګري)، افغان کالونی، او باغ ناران کی ولاړی وی. بس د سترګو په اشاره به دی ډیل سمبالاوه. یو وخت بی بی حاجيانی پیدا شوی. د جینکو لښکر به ورسره وو!!! د بی بی حاجی سره به دی رابطه وکړه نور نو کیسه جوړه وه. د رابطی پول بی بی حاجي وه. وروسته،وروسته دغه نیټ وُرک بیخی پراخ شو. بس برانچونه یی پرانیستل. دوی به یو کور نیوه؛ څو ورځی به هلته وو؛ بیا به یی هغه بدلاوه؛ بل چیرته به تلل. هلکان یی په دندو ګومارل. د ځینو دلالانو به خو سخت شخ بروت وو لکه د پاکستان د پټرولیم وزیر شوکت ترین او یا د کاردان پوهنتون استاد انعام مسعود او یا د پیښور پرسټن پوهنتون کی د مدیریت (منیجمنټ) استاد فاضل. قانع خو هسی د خلقیانو پیری کوي!!! د خلقیانو د بروتونو!!! مثال خو ځکه نه ورکوم چی کویړي وو او یا یی موډ تیر شوی!!!
اسلام په ټولو ماناوو کی د خیر او برکت دین دی. د بروتونو!!! کلول یی ځکه لازمي بللي چی لیپ کیسنګ کی ستونزی پیښوي!!!
بره تشریح شوو دلالانو ته په انګریزی کی پِمپ ویل کیږي؛ د اسهامو د مارکټ هغه ته بروکر ویل کیږي؛ د مارکټنګ په اصطلاح کی ورته میډل من ویل کیږي؛ په فروټ منډیی (فروټ مارکټ)؛ په ګمرک او د موټرو د پلیټونو په اخیستلو کی کار اسانونکی ته  کمیشن کار وایی؛ جومات کی ورته موذن، چڼی ویل کیږي ځکه دیی هم د مقتدیانو صدقات،زکات مُلا ته چینل کوي؛ یوی بلی ډلی یی ته رویبار ویل کیږي؛ دغه پدر وکیل هم په همدی کتار کی دی!!! د طالب او حکمتیار لیکونه او خطونه، د ای ایس ایی پیغامات او سلام کلام چی وړي راوړي دی ډول ته یی رابط، واقف، واسط ویل کیږي. د روسیی هغی ته یی کی جی بی ویل. د خلقیانو او پرچمیانو هغو ته یی اګسا (دافغانستان د ګټو ساتونکی اداره) او خاد(خدمات اطلاعات دولت) ویل. حزب اسلامی کی یی ورته اطلاعات ویل. دغو ته په سټریټ لنګویچ کی مُرده ګاو ویل کیږي. او د مُرده ګاو بیا خپلی ځانګړنی وي؛ خپل عادات او خویونه وي؛ د بدن ډول یی هم له نورو سره توپیر لري! په دوی ټولو بره یاد شوو کی د لومړني او اخري سخت بزنس وي او ښه په درز کی عاید لري!!! نه اعلان
په اطلاعاتو کی مقرر مامور خدای هم نه پیژنده. په پیښور کی که د ځینو کورونو تل وکینل شي د ډیرو کورنو تل کی به د مړو جمجمی وموندل شي. د حزب اطلاعاتو به کور ونیو. هر څوک به چی د حزب ، حکمتیار، پاکستان بد راتلل نو دوی به یی واقف کړل. هغوی به کس د سکر بیست په نوم ونیو. او بیا به یی دلته د شپی ګوته ورسره وکړه!!!  کور به چی ډک شو نو بیا به یی د مُرده ګاوانو غوندی هغه بدل کړل.
پِمپانو یا دښځو کاروباریانو دغه د امریکی په راتګ کی سخته ګټه وکړه. په ریټونو کی یی پوره تغيیر راغی. له کلدارو یی ډیل په ډالرو پیل کړ. دوی سره د ډاکټرانو کاروبار په ځانګړي ډول دغاښونو د ډاکټرانو کاروبار نور هم وده وکړه. سقط الجنین خو مسله جداګانه است!!!
اخري یی هم په درز کی مصروف دي. ما یو ځل لیکلي وو چی طالب جان تل له نوو طریقو کار اخلي نو یو چا انتقاد کړی وو که دومر ایفیشنټ (موثره) وای نو خپل حکومت به یی ساتلای وای؛ نن سهار چی پوهنتون ته راتلم ترڅو ((روهی ويب پاڼې ))ته مضمون ولیږم نو د کوم  سرک په سر بنر یی لیکلي وو: د سولی د ښمنان به هیڅکله خپلو شومو اهدافو ته ونه رسیږي!!!
نو سړی حیران دی ته شي چی اهداف دغه د فریډریک ټیلر زامن څنګه تعریفوي؟؟؟
دغو رابطو او واقفو کسانو یو ځل د حکمتیار او بی نظیر بهټو ترمنځ ستونزی راولاړی کړی. کوم جعلی لیک موندل شوی وو چی بی نظیری ته حکمتیار لخوا د مرګ دړکه ورکړل شوی وه او بیا همدی ته ورته لیک چی دبی نظیری لخوا پیغام وبلل شو چی په نتیجه کی یی  حکمتیار د بی نظیری د حکومت په تخریب تورن شو او سپینی شګی ته وتښتید. خو په پای کی چی خبره مالومه شوه نو هیڅ هم نه وو.
د مجددی تر ریاست لاندی کمیسون ته هم بلا دا ډول لیکونه راغلل او لاړل. چا خو لکه د منګلو د فیض محمد(د مجاهدینو د فواید عامی وزیر چی په شمشتو کی د خپل کور مخ ته ووژل شو) د رمضان (رمضان ځاځی دی؛ پوره لیونی دی خو په حکمتیار ډیر ګران وو تر دی چی ډیرو به د خپل کار لپاره واسطه کاوه؛ اوس هم کله، کله په کابل کی ګرځي) څخه هم چا د حکمتیار لوی قوماندان جوړ کړی وو. مخکی به په کلو کی خلک د ″قوماندان″ په نامه خوښیدل خو چی طالبان راغلل نو بیا د ″اخُند او ملاصاب″ په نامه خوښیدل. خو اوس دی که ځان ته قوماندان وویل نو په دلال به واوړی او وچ به یی درباندی لکونه اخیستی وي.
په شمشتو کی یی د اوبو د ټانکر ډریور افسر هم پاکستان ځکه نیولی وو چی پلار ورباندی افسر نوم ایښی وو. برطانویانو هم د کوټی کوم دوکاندار په تکنوکراتانو د کوټی دشوری د مشر په حیث تیر کړ!!! په ارګ کی یی کیناوه او غوړی خبری ورسره وشوی؛ په مقابل کی یی نقود هم ورکړل خو اخر خبره داشوه چی سړی د اوښ والا وو.
دا ځل هم د کوټی شورا سی ډی لیږلی. ولسمشر چی زړه سواند دی شی!!! یی لیدلی او دایی لویه لاسته راوړنه بللی. ربانی استاد ته یی هم ټیلیفون کړی چی استاد ځان رسوه چی بس د بون له کانفرانسه مخکی د مسلی نکاح وتړو!!! او استاد هم بیله دی چی په دوبی کی ډاکټر ته د معاینی لپاره لاړ شي چی اودس یی زر نه وچیږي تیر شوی او ځان یی کابل ته رسولی!!!
عصمت خان هم لکه څلور میاشتی لاړ و راغلی وو. پوره اعتبار یی جوړ کړی وو. څومره پیسی به یی اخیستي وي؟!!!
څومره به یی خپل اعتبار ترلاسه کړی وي؟!!! څومره به یی مهمانی خوړلی وي؟!!! څومره به د کابل په شیش محلونو کی اوسیدلی وي؟!!! بولِټ پروف کی به څومره ګرځیدلی وي؟!!! د رباني کور ته چی هم له ستانکزی سره ورته تلاشي شوی نه وو. ستانکزي به هم سترګی راویستلی وي چی تلاشی نه کنید چی هسی نه جوړه لوبه خرابه شي!
دسولی خبری منحل نشي!!! دغه لاس ته راوړنه له لاسه ورنکړو!!! موبایل بم!!!
ستانکزی به ان شاالله دی نه پس په خوب کی هم ډاریږي!!! له بم سره یو ځای!!! له خودکش سره په یو موټر کی سپور!!! له غم سره یو ځای یی څو واری ډوډی خوړلی وه!!!
دوی خو دغه دغم، درد او ویر صحنی د تلویزون په پرده لیدلي. عملاً یی هیڅ هم نه وو لیدلي!!!
اوس به دوی له خپلو ښځو هم ډاریږي!!! چی هسی نه دوی طالب نه وي تربیه کړي!!!
دیموکراتان یو ځل بیا دوکه شول!!! خو حیران دی ته یم چی دلال څنګه دلال غلطه وي؟؟؟
leekwal@yahoo.com