د بري لار

ډیر کلک مین وم، شپه، ورځ، ټولې شېبې به مې په غم او اوښکو تیرولې. د ورکې لیلا کور مې چا راوښود، زموږ له ځایه دومره لرې نه و، خو خلکو ډیر وېرولی وم، دوی ویل، چې لاره یې ډیره خطرناکه او مرګونې ده. هرڅوک چې پرې تللي بیرته نه دي راغلي، مري. کله به چې غم پسې راواخستم، نو د لیلا د کور په لوري به روان شوم، خو کله به چې هغه راښودل شوي اسطوریي(داستاني) ځای ته ورسیدم، نو وبه تره هېدم، مانا دا چې وبه ډار شوم. مرګ به مې سترګو ته شو، لیلا به مې هېره شوه، بیرته به ناهیلی را وخوځېدم. بس وسوسو به مې په زړه منګولې لګولې، له یوې خوا د تنهایۍ غمونه، له بلې خوا د زړه غوښتنې... او پر وړاندې یې د مرګ وېره. حیران کړی یې وم. نه پوهېدم څه وکړم او څنږه یې وکړم. رښتیا ده، چې وای (وایي) : په ستونزو او کړاونو کې ذهن ویښېږي، سړی فکر ته مجبورېږي او فکر د بدلون پیل دی. ډیر فکرونه می وکړل، ډیر ځلي مې پښې تر هماغه ځایه ستړې کړې چې د مرګ کنده یې بلله او د بلا د مور کور یې ورته ویل. دا ځای یوازې لږ ټیټ ، په غټو او قوي ونو پوښل شوی او څه ناڅه تیاره په کې خوره وه. یوه ورځ چې بیا هم تر همغه ځایه لاړم او د تل په څیر مې له لرې یوازې د لیلا کورته کتل، نور مې نو د لیلا د فراق زغم له لاسه ور کړ، د ژوند ستونزې مې را یادې شوې، فکر مې بدلون وکړ، د تجربې په فکر کې شوم، خولې ته مې دا جمله راغله، له دې ناکامه او ځورونکي ژونده، خو نه ژوند ښه دی. د بغاوت زغره مې په تن کړه. له بلا سره د مقابلې او جګړې تیاری مې ونېو. د ببر ځنګله په لور روان شوم. کلک هوډ مې وکړ، چې یابه له مخې ټول خنډونه لرې کوم او خپله لیلا به تر لاسه کوم او یابه نو له ډیرو غمونه ځان خلاصوم او مرګ ته به ور غاړه وځم.
په هر صورت، ځنګله ته ور کښېوتم، په هر پل کې مې د بلا د راتلو انتظار اېست. په ځنګله کې له لږ واټن وهلو وروسته مې یوې څنډې ته پام شو. يو څوک را ته ښکاره شوو. وېرې پر سر واخستم، خو هوډ مې را یاد کړ، ستونزې او د ژوند مجبورۍ مې سترګو ته شوې. خدای مې یاد کړ او له شانه پرې غلی غلی ورغلم. زموږ په شان وو.لاسونه یې پر وینو سره وه، څه یې مخ ته پراته او په هنغو کې چنګاو وه خو چې لږ مخ ته ورغلم پام مې شو، چې انسانان دي.اوریدلي مې وو چې بلا په هر رنګ ځان اړولی شي، کله پیشو شي، کله موږک شي، کله مار او کله هم انسان. او بل وای د وینو له هرې قطرې څخه یې یوه بله غټه بلا جوړیږي. نو ماهم فکر وکړ، چې ښایي دې به هم ځان د انسان په بڼه جوړ کړی وي. کلیمه مې تېره کړه، ځان سره مې غلي وویل، مرې خو مرې ، خو را ځه ! په دې هم یو وار وکړه، چې څه کېږي. د مرګ هغه وسیله چې راسره وه، کلکه مې په دې سر ور پورې کړه، وینې یې له هغو وینو سره یو شوې، چې ده وژلې او څېرلي وه.سړی ‌ډډ را واوښت . اووووووووو داخو................. !!!!!!!!!!!
 بلا؛؛؛ بلاخره زموږ د کلي مشر قوماندان.... وه. ډیر خفه شوم ماویل د بلا پر ځای مې ملا وواژه. خو د ده خوراک ته مې چې وکتل نو دا فکر مې هم بدل شو(( ځه ښایي بلا به د همدې ملا قوماندان په بڼه ځان اړولی وي. هسې هم وای، شیطان د ښو خلکو په جامه کې انسانانو ته ځان ور ښیي.)) د هدف په لور مې تګ ته دوام ورکړ. له ځنګله چې ور تیر شوم نو د ټولو ژوند مې یو شان ولید، عدالت ته مې پام شو او ژوند ته مې هېله پیدا شوه. د لیلا کورته ورغلم لیلا مې خپله کړه او خپل حق مې تر لاسه کړ. د دې ځای له څو نښو سره بیرته په ځنګله خپل پخواني ځای (ټاټوبي) ته ور پورې وتلم. خلک له دې پېښې په خبرېدو حیران شول. ډیر راسره را وخوځیدل په ځنګله کې پورې را وورې شول. له پورې غاړې یې راپورې غاړې ته نوي نوي ځېزونه راوړل، د مشر وېش یې بې انصافه وبوله او د مشر ټول شته او جایداد یې بېرته خپلو صاحبانو ته ورکړ. د ټولو په شونډو مې د خوشالۍ موسکا ولیده، هغو خوارو ماشومانو چې په ډوډۍ پسې به یې تل سترګې له ژړا ډکې وې او مور به یې له مجبوریه په وږي نس د بلا له ویري ویده کول. اوس یې د کلي له مړو ماشومانو سره ماشومانه لوبې کولې. نور نو زموږ د کلي خلکو هم خپل حق پېژاندلی وه او دا یې هم زده کړي و، چې حق څنږه اخستل کېږي.
که موږ وېره له زړه نه وباسو او په پوره جرت  هدفمن  پر مخ ولاړ شو. نو هېڅ کله به یو فرد( کس )  زموږ خوشالي له موږ څخه لرې نکړای شي او زموږ په حق به خېټه وانه چوي.
(سیف الله سایل )