د خلاصې ملایان او زموږ ټولنه

که څه هم هرې ټولنې تر یو وخته د ژوند له ناخوالو سره ډغرې وهلي ، قربانۍ یې ورکړي او په پایله کې، یې ژر یا په ځنډ ځان هوساینې او بریا پوړیو ته رسولی دی.خو زموږ ټولنه،د اوږده عمر له قربانیو سره سره لاهم د ژوند د ناخوالو په ګردابونو کې ډوبه او د وتلو هیڅ څرک یې نه تر سترګو کېږي. د هرې ورځې په تیریدو سره چې د نړۍ نور خلک نوي نوي ځیزونه تجربه کوي زموږ د ټولنې خلک لاهم د ورونو او اولادونو د وژلو او د وینې تویولو په تجربو بوخت دي. په دغسې ټولنه کې چې د وګړیو د پوهې کچه یې ټیټه، سیاسي پوهه خو یا په کې بیخي نشته او که وي هم ډیره کمه، نو دغلته هر چالاک او د شیطان ملګری په ډیره اسانه توګه کولای شي، چې د دغو خلکو ټولې خوښۍ ترې واخلي او د دوی په حق باندې خپله مزې او چړچې تر ستوني تیرې کړي.دغه چالاکان یا رندان آخرت ( بله دنیا ) د ډار د وسلې په توګه کاروي او روایتي ژوند ته د خلکو مخه کوي. د ژوند هره هغه ستونزه، چې د دوی له خوا پر دوی راځي، په الهیاتو پورې تړي او پرې  زغمي یي. د دې لپاره چې خلک یې هره خبره الهي پیغام وګني او پرې پوره پوره باور وکړي، نو خپلو اصلي څیرو ته د خلکو مقدس او سپیڅلي کالي ور اغوندي. په دې توګه خپلې پرېکړې او فتواوې دهمدې وګړیو پر مټ په همدې وګړیو علمي او جاري کوي. خلک د ژوند له اصلي موخې او لارې را ګرځوي، حقونه یې خوري لوڼې او خوندې یې د خپلو هوسونو ښکار ګرځوي او له ډیرو بلاګانو سره یې لاس او ګریوان کوي. که داسې څوک په دې ټولنې کې پیدا شي،چې د دې لاره غلته وګڼي او ټول عملونه او افسانوي ویناوې یې چلینج کړي نو پر هغه باندې ډیر ژر د تکفیر ټاپه لګوي او د مرګ پړی یې ور په غاړه کوي. په دغسې ټولنه کې چې ټول واک یوازې د یو شمېر محدودو کسانو په لاس کې وي نو د خوځښت درک په کې نه لیدل کېږي، ورو ورو د ځړښت بیوسۍ ته ور لوېږي او په پایله کې د مرګ لاسونو ته ځان  تسلیموي .په دغو ټولنو کې عمومآ ټولنېزې ناخوالې، بیځایه دودونه، روایتي ژوند او طبقاتي جوړښتونه ډیر، او د وګړیو پر ذهنونو یې پاچاهي کوي. په دغسې ټولنو کې نوښټونو ته په ډیره بده سترګه کتل کېږي او نوښتګر هم د خلاصې د ملایانو په فتواوو د مرګ کندې ته ور لوېږي. یوه کېسه مې را یاده شوه یو وخت تصادف زموږ د کلي د جومات له ملا سره ناست وم. زما عادت دی،چې ډیرې پوښتنې کوم. له ملا سره چې نوم یې(حلیم الله )و او د هېواد د ختیځې سیمې ننګرهار اصلي اوسیدونکی وو په خبرو سر شوم. په تلو تلو کې ملا راته هېواد ته د شوروي اتحاد د راتلو او پر وړاندې یې د افغانانو د پاڅون د وخت یوه ډیره دردونکي خو په زړه پورې کېسه پیل کړه.
هغه وویل:
د جهاد په وخت کې زموږ په سیمه کې یو بې پلاره او بې موره ماشوم اوسېده. کورنۍ ( مور پلار) یې په د همدې جهاد په پیل کې له لاسه ور کړي وو. ده به مجاهدینو ته احوال وړ او راوړ په اصطلاح (جاسوس) و. دغه ماشوم چې په کلي کې ډیر ګرځیدلی وو او د خپل کور د نه شتون له وجهې په هر کور کې ښه بلد شوی وو ښایي، د نه پوهېدو له امله د چرګانو د هګیو په غلا روږدی شوی و. یوه ورځ دغه ټولنې بدبخته کړی ماشوم د مجاهدینو د کوم ګروپ له خوا د هګیو د غلا په تور ونیول شو. له کشمکشونو او څه وکړو څنږه یې کړو، وروسته د مجاهدینو دغه ګروپ پرېکړه وکړه، چې دا هلک باید (فلاني)ملا ته چې دوی ته یې لمونځ ورکاوه ، بوځو، تر څو د دې جزا وټاکي.
ماشوم هلک یې ملا ته راوست، ملا ته یې کېسه تېره کړه او د ملا د پرېکړې غوښتونکي شول.ملا هم نېغ په نېغه خپله فتوا صادره کړه، وویل: دا خو ډیر بد کار دی، د دې ګنا هم ډیره ده او جزا یې هم درنه. د دې په اړه په خلاصه شریفه کې راغلي، خلافه وایي، چې دا هلک دې ژوندی تر خارو لاندې شې!!!
همداسې وشوو. مجاهدین لاړل، پرته له دې چې د دې په اړه فکر وکړي چې په خلاصه کې څه لیکل شوي، د خلاصې بابونه په څه اړه دي او هغه خو څه دارالفتوا نه ده، خیر هغوی به څه پوهېده او بیا د ملا خبرې خو زموږ په ټولنه کې د پوره اعتبار وړ دي. مجاهدینو د خلاصې د ملا په فتوا او د خندا د پړکا په بدرګې سره بې پلاه او بې موره ماشوم ژوندی تر خاورو لاندې کړ. د دې په مثال زموږ د ټولنې تاریخ په ډیرو داسې ناخوالو او بدبختیو شاهدي ورکوي. ډیرو خلکو ته په ډیرو وړو او اصلاحکېدونکو ګناوو ډیرې غټې او بې انصافه جزاګانې ورکړل شوي دي. زموږ په ټولنه کې له تېره ان تر ننه پورې دغه شان بې علمه، یا په بل ډول د (خلاصې ملایان ) چلېږي او په فتواوو یې د ډېرو بیچاره کسانو سرونه په خاورو کې کرل شوي او کرل کېږي. که موږ په رېښتنې توګه خپلو ډیرو کړنو ته، چې هغه راته ډېرې لوړې او له الهي اوامرو سره سمې ښکاري عقلاني او وجداني ځیر شو، نو په یقین سره به، په کې الهي عذاب حس او د وجدان قضا ته به محکوم شو.