بې خونده خبرې(۲۲): شوم مثلث !

\"\"
\"\"
 
وسیم سجاد،کابل
سپټمبر۲۰۱۱،۲۱
یادښت: زما دغه مضمون د استاد شهید په ختمانه او فاتحه کی ومنی!!!
خپله خواخوږي له عصمت قانع چی یو وخت په بنګله دیش کی د استاد مرحوم سفیر و ؛ دلیلی چی زمونږ د قوم لوخه (خدای دی وکړي چی سپیلینګ یی سیی وي) دی؛ له صدیق چکړي سره چی د اختلاس د دوسیی دلال یی ومړ؛ شریکوم.
وړوکي بُش ایران، عراق او شمالي کوریا ته د شیطانی محور خطاب کړی وو. زه هم خپلی وړی خور ته چی ډیره شوخه ده د شیطان د مور خطاب کوم ځکه کور کی د هری لانجی پیل دا کوي!!! مسعود،رباني او سیاف د شوم مثلث دری ضلعی وی چی اوس یی یو پاتی ده. د مجددی او ګیلانی خیلو نر توب چا ندی لیدلی. هغه د پاکستان مشهور ټوکي شریف چی په جیو کوم پروګرام هم چلوي دی ډول خلکو ته ممی،ډډي زامن وایی هغه ځکه چی ددوی ټول عمر له ښځو سره تیر شوی وي. مشره خور یی خو تر مکتبه هم رسوي. بیرون یی له هلکانو سره لوبو ته نه پریږدي چی هسی نه کوم غم رانه وړي.
سیاف ددی لړی یوه کړی ده. نور چهوټی موټی هم پکی شته خو دا دری ډیر زیات د باور وړ او... دي.
مسعود رهبر کبیر شو! ربانی مالوم نه دی چی ده ته به د شهید بابا لقب ورکړل شي او که بل څه؟!!!
کرزی صاب به نن شپه ورباندی فکر کوي او یا به یی له واشنګټنه ورته په تحفه کی راوړی وي. برهان الدین ربانی ته زما یو دوست بحران الدین شیطاني وایي. قریب الرحمان سعید ته بعید الرحمان شقي وایی؛ عزیز مراد چی د نظار شورا ویاند وو ورته عزیز نا مُراد وایی او داسی نورو باندی یی هم نومونه ایښي دي.
خلک د رباني په مرګ بیلابیل غبرګونونه لري؛ څوک خفه؛ څوک نورو ته مبارکي وایی؛ څوک یی د یوی بلی فاجعی د راتلو د خبرداري په څير اخلي؛ څوک یی بیا د جهاد او مقاومت پلار او رهبر بولي؛ څوک څه او څوک څه!!!
زه خو وایم چی دغه خلک په ۹۰ لسیزه کی چیری وو؟ ده چی خپل څلور میاشتنی حکومت څلورو کلونو او له هغه لسګونو کلونو ته غځاوه دوی چیرته وو؟ هغه وخت چی کابل کی خلک وژل کیدل، ښځی کونډیدی؛ د حکومت اډانه له منځه تله دوی چیرته وو؟
فکر کوم دوی برین واش(شستوشوی مغزي) شوي دي. برهان الدین ربانی د ددی اوږدی جګړی بنسټ ایښودونکی وو. دده پلویان به هغو کونډو، یتیمانو او فاحشو ته چی اصلی مسبب یی دی وو څه ځواب وایی؟ سړی په خپلی چرګی هم خفه کیږي چی ووژل شي او یا مړه شي؛ په خره خو سړی لا ډیر خفه کیږي ځکه خر خو له چرګی ‌ډیر قیمت دی. نو په ربانی به سړی ولی نه خفه کیږي؟ دیی خو پروفیسور هم وو!!!
سیی ده چی ډیر دوستان او همکاران به په دی خفه وي چی رباني ووژل شو خو خبره داده چی دا نور له فلسطینه راغلي و؟؟؟ هغوی خدای نه وو پیدا کړي. له لوټو جوړ وو؟
مونږ هم عجیب ژوندی قوم یو!!! ټول ظلمونه چی مونږ سره شوي؛ له دی تمدنه چی څومره وروسته پاتي شوي یو اصلی جرړه یی ربانی پروفیسور وو. ربانی مرحوم باید په مرګ محاکمه شي!!! حقوق العباد چی خدای نه بخښي نو ملا فرید څه شی دی؟
دغه درباري کشافان څه شی دي؟ ګوری که نن له تاسو سره تور اوباما دی خو مونږ سره خدای دی او هغه له هر چا ډیر اوچت او ډیر غښتلی دی. ان بطش ربک لشدید!!! دخدای نیول د اوباما نیول نه دي؛ دملا دادالله حلالول نه دي.
یو چا د فیس بوک په پاڼه لیکلي وو چی باید د رباني په مرګ خوښي څرګنده نه کړو هغه بشر وو!!!
زمونږ د عربی استاد د ملک فیصل او که د سعودی له ام القری څخه فارغ التحصیل وو. نوم یی ضیاالدین باور وو. ویل به یی چی په سعودی کی یی د اوسنی حاکم ملک عبدالله ماشومان دده ترسیوری لاندی تربیه شویدي او بلا نوره کیسی به یی کولی. په عربی کی یی په مونږ ډیره سخته راخیستی وه. ما په اول نومرګی کی رقابت کاوه نه می غوښتل چی په عربی کی له لسو کمی نومری واخلم.
استاد باور کورس پیل کړ او لناشین یی تدریساوه. زه یی هوری هم شاګرد شوم. ۱۰۰ کلداری یی راڅخه غونډی کړی.
کومه ورځ ما کومه شوخي وکړه؛ ده واوریده او له ټولګیوالو یی وپوښتل چی دغه کار چا وکړ ما ویل ما. زه په دی باور وم چی نه به می وهي ځکه ده مخکی ویلي ول چی هر چا رښتیا وویل نو څه نه ورته وایم. وی ولاړ سه!!!
ودریدم. ښه عسکري څپیړه یی راکړه. غوږ می اوس هم چُنګیږي. بله ورځ چی ټولګی ته راغلم استاد ته می ویل چی استاد په مخ وار کول خو حرام دي نو تاسو ولی زه ووهلم؟
ده ویل چی په مخ!!!وار کول حرام دي. هغه وخت ښکلی هم وم نه پوهیږم چی زما مخ ورته څه شی ښکاره شوی وو؟؟؟
نو زه هم وایم چی د بشر!!! وژل حرام دي. دوی خو په هیڅ هم باور نه درلود. هیڅ شي ته معتقد نه وو!!!
ږیره سیاف چی زیاتر پښتانه یی له سیاسي درایته ‌ډک بولي خو د خپل وخت غټ حرامي (هغه حرامي نه چی تاسو یی فکر کوی) تیر شوی.
دی د حزبونو د اتحاد مشر شو. اتحاد مات شو او په نتیجه کی سیاف ته خدای اتحاد ورکړ. طوطي او بچه باز یاسر(شین ګل زمرک) ویاند(بچه بازي باندی څوک غوصه نشي؛ انسان له عادته کمزوری وي؛ که هرڅوک پوره شي نو له صحابه کرامو سره یی بیا توپیر په څه شي کی راتلای شي؟) نصواري احمد شاه احمدزی مرستیال او عربان بیا نو مرستندویان!!!
د سپینی شګی جومات د عمرثالث د ګټی وټی مرکز!!!
هغه وخت خو دی ثاني بلل کیده خو زه ځکه ورته ثالث وایم چی عمر ثاني خو حضرت عمر بن عبدالعزیز وو!!!
که تاسو د افغان جهاد دوروستیو شیبو په اړه د حُریت او نورو مجلو راپورونه وګوری نو سیاف تل دیو منافق رول ادا کړی!!!
په پیښور کی به یی یو څه ویل خو چی له لغمانه به راتیر شو بیا بل څه؟ ده هیڅکله د جهاد پرمهال مهمو او جدي غونډو کی خپله برخه نه دی اخیستی. تل یی نماینده ګان او استازي ورلیږلي دي. خو یو ښه یی اوس هم د خلکو په یاد کی دي چی په تنظیمي مرکزونو کی به یی تل غوښی پیداکیدی بمقابله یی دال او لوبیا چی حکمتیار له کاروانی راوتل.
ښه کیرمچ بوټ؛ پلنګی جمپر او جیږه ډاټسن د سیاف له مجاهدینو سره وی؛ بس د عربانو کمکونه وو چی ورشړت وو!!!
دیاسر ویناګانی وی چی عربی غټ سترګی؛ لوړ قدی او سپینی بیبیانی یی دی ته مجبورولی چی خپل بنګړي خلاص، پیزوان صدقه او پایزیب د الله په لار کی هدیه کړي!!!
یاسر، سیاف ته د طالبانو د حاکمیت پرمهال ویلي ول چی هلکه تسلیم شه!!! راځه!!! د مسعود کبیر ... مه تله خو ده ویل چی یاسره، جهاد خلک ددی لپاره کوي چی په مال یی تجاوز شوی وي او یا ورڅخه په زور اخیستل کیږي!!! طالبان زما څخه زما مال په زور اخلي!!!(ته وا د پلار میراث یی وو). خو اوس چی یی امریکایان په کور ورخیژي هیڅ فتوا نه ورکوي!!! که دی هم ووژل شي نو بیا به هم دری ورځی ملی ماتم اعلانیږي؟!!! دوی په ژوند هم شر او په مرګ هم!!!
شاوخوا قبرونه به له دوی څومره په عذاب وي!!! د ګور غصی همدی ته وایی!!! اوس هم سیاف صاب د ‌ډیرو بدمعاشانو سرپرستي کوي چی مُشت نمونه یی خروار یی حاجی احمد د اریانا واټر کمپنی د مالک دی. حاجی احمد د امنیت په ځانګړي نمبر پلیټ باندی کابل کی لاندی باندی کیږي!!! د ای ایس ای نږدی رابط او واقف دی. خو ټینګ بچه باز هم دی. د مکروریانو یو هلک تل له ځان سره لوبوي. هلک ته یی ټوډي هم اخیستی!!!
سیاف صاب به هم که څیړنه وشي له ورته مشابهاتو سره کیدای شي مل وي!!! طالبان، سیاف صاب ته پاپ وایی!!! پاپ سره یی هم په دی لواطت کی مشابهت شته. پښتون به نه وي چی ... یی خوښه نه وي!!! د استاد شهید جنازه هم ده ترسره کړه او پروتوکول یی په ښه توګه ادا کړ. ځکه بل چا د استاد مرحوم!!! جنازه د حکومتي پروتوکول له مخی نشوای کولای!!!
سیاف هم پروفیسور او ربانی هم
سیاف هم د خپل وخت شر او رباني هم. د حکومت لوړ پوړو چارواکو ته لازمی دی چی د جنازی لمونځ له کوم مُلا سره ګردان کړي. ځکه سبا بلا ورځ به د کوم بل وار وي او د پروتوکول له مخی یی باید وړ کس ادا کړي.
leekwal@yahoo.com