
د تل
په څېر په افغانستان کې بیا څو کستان ووژل شول چې له ډلې څخه یې یو د اسلامی جمعیت
مشر مرحوم ښاغلی برهان الدین رباني هم وو چې د افغانستان په روان کړکیچ کې یې کابو
له څلوېښتو کلونو راهېسی چارمنه برخه درلوده ۰
مرحوم
ښاغلي رباني چې له یو نیم کال راهیسې یې د سولې د عالي شورا مشري کوله، د ځینو
کسانو په اند یوازې د روپیو او واک لپاره دا دنده پر مخ وړه، خو ځینو هغوی ته بیا
د یوه مشر په توګه منل شوی وو چې د سولې لپاره یې ریښتینې هلې ځلې کولې ۰ که لمړی
نظر ومنل شي یا دویم هغه، څرګنده دا ده چې مرحوم رباني سر بېره په ډېر واک او
ځواک، مالي او معنوي وړتیاوو د سولې په راوستولو کې کومه لاسته راوړنه نه درلوده ۰
د مرحوم رباني د وژن پړه که څه هم چې د نظار
شورا په طالبانو ور واچوله، خو طالبانو رد کړه ۰ که ژور فکر وشي، نو سړي ته داسې
فکر پیدا کېږي چې ښاغلی رباني طالبانو نه، بلکې یا د دوی پنجابي بادارانو یا ایراني
اخوندانو او یا نظار شورا په خپله مړ کړ،
ځکه چې دوی ټول ان له پیله له طالبانو او اسلامي ګوند، په تېره له افغان ولس سره د
سولې مخالف ول او دي ۰ بلخوا دوی خپله ګټه په سوله کې نه، بلکې په جګړه کې ویني او
تر سوله من افغانستان او پتمن ولس څخه ورته جګړو ځپلی افغانستان او څیرلی او بې
وزله افغان ولس ښه ترا ښکاري ۰
مرحوم
رباني ومړ، خو دا چې افغان ولس ته یې کومې ښېګڼې ور پر برخه کړې او یا یې دغه
مظلوم ملت څومره وځوروه، د هغه په اړه به نیاوي پرېکړه په دې نړۍ کې د تاریخ کار
وي او په آخرت کې د الله ج، خو دا چې ځانمرګي په لونګۍ کې بم اېښوولی وو، نه یوازې
یې اسلام بدنامه کړ، بلکې د لوېدیځو ملکونو اسلام ضد تبلیغاتو ته یې ښه موکه ور
برابره کړه ۰ کله چې په 2005 کال کې په دنمارکي ورځپاڼه (Morgenavisen Jyllands-Posten) کې د رسول
الله ص څېره د کارتونونو په بڼه چاپ شوه
چې په لونګۍ کې یې بم اېښوولی وو، په ټوله اسلامي نړۍ کې لاریونونه وشول، ان تر دې
پورې چې کابو دوه سوه پنځوس کسان مړه شول ۰ خو نن چې په کړن کې د رسول الله ص د سنتو
او د افغانستان مظلوم او مومنو اسلامي علما او پښتني کلتور ته سپکاوی کېږي، هېڅ
څوک خپل مخالف غږ نه اوچتوي او نه هم په خپله طالبان دغه سپکاوی غندي، بلکې د
مرحوم ولي کرزي په فاتحه هم ناتار جوړوي ۰ دغه ډول وحشت او ځناوري باید ان د مقتول
تر وژنې وړاندې وغندل شي ۰