بی خونده خبری(۲۱): يک قهرمان ديګر!!!


برهان الدين رباني په مصر کې

وسیم سجاد،کابل
سپټمبر۲۰۱۱،۲۰
نن می طبیعت نیم ښه او نیم بیخونده وو. د یو غټ پوست پیشکش راته شوی؛ خبره ترمعینه پاتی دی؛ که الله(ج) یی وکړي نو د معین لخوا معرفي او د نړیوال بانک منظوري. بس نور نو خبره خلاصه بولۍ ان شاالله.
او نیم بی خونده ځکه چی سهار می له ښځی سره لفظي شخړه شویوه. هغه هم د خدای(ج) یو خاص ایټم ده. په خبره یی پوهیدل لږ ګران دي. خو نور څه هم وو چی اوس لپاره  همدومره مالومات ستاسو لپاره کافي بولم.
همکار می ناڅاپي راغی؛ په دروازه کی ودرید او ویی ویل چی وزیر اکبر خان کی جګړه روانه ده. حالات خراب دي ځان تیاره وه چی کور ته ځان ورسوو؛ رباني یی وواژه. خوښ هم شوم خو خپه ډیر زیات!!!
اِنا لِله واِنا اِلیه راجعون. اوس نو مظلوم شو. خوښه ستاسو چی دعا ورته کوی او کنه؟


رباني له ظاهر خان، پخواني پادشاه وروسته هغه کس وو چی اوږده دوره حکومت یی ترسره کړیدی. مجاهدینو په پیښور کی توافق کړی وو چی مجددی به د څو میاشتو لپاره ولسمشر وي بیا به وروسته ربانی مرحوم!!! د انتقالی دوری مشر وي او په پای کی به ټاکنی کیږي. خو ربانی بیا د اهل حل و العقد شوری منځ ته راوړه او خپله دوره یی نوره هم وغځوله.  نور مجاهدین په دی کار را وتوریدل او جګړی پیل شوی. د جګړو بهیر کلونه، کلونه دوام وکړ او طالب جان وزیږید. ربانی طالب جان ته د همکاری ټټر وغرباوه او د حکمتیار خلاف یی د هر ډول مرستی وعدی وکړی. خو طالب د کابل له نیولو وروسته نور نو په خپل اس سپور وو. د جګړی قیضه یی په لاس کی وه. نور نو د مسعود کبیر او امیر کبیر ربانی وعدی او خبری د منلو او اوریدلو نه وی.
بس د ربانی ټول حکومت فیض اباد بدخشان ته منتقل شوی وو. وزارتونه په خیمو بدل شوي وو. په بیلابیلو خیمو لیکل شوي وو:
وزارت معارف، خیمه وزارت معادن، خیمه وزارت دفاع...
وروسته د کارمل غوندی دده حکومت هم له کولابه او تاجکستانه غږیده. په ملګرو ملتونو کی یی هم چوکی په پوره ډول نیولی وه. فرهاد چی تخلص یی رانه هیر دی دده د حکومت نماینده ګي کوله. بس په ټول افغانستان یی ۱۰٪ کنترول درلود خو د ټول افغانستان په نماینده ګی یی خبری کولی.
دده ښځه سوداګره ده چیری مخکی یی هم په امریکی کی د ډالرو بکسونه نیول شوي وو. خو هر څه چی وو پاړسک باید له خروټی حکمتیار توپیر ولري!!!
ما لا تراوسه د پیښور په ارباب روډ کی د ربانی او مجددی د کوڅی ترمنځ توپیر ونشو کولای. ربانی صیب هوري کور درلود او پوره کوڅه یی په نامه شوی ده.
ربانی معتدل جهادي رهبر وو او د کابل حکومت له نیولو سره سم یی له روسانو سره ډیل وکړ؛ د کرزي تر راتګه پوری ښاغلی مرحوم  ولسمشر وو او حکومت هم له ده کرزي ته انتقال شو.
کرزي ورته د اکاډیمسن لقب ورکړ او مسعود کبیر یی ملی رهبر کړ. ته وا چی د پلار لقبونه یی دي چی ویی ویشل.
دیی د جهاد پرمهال له حکمتیار وروسته قوي جهادي رهبر وو. جمعیت یی حزب وو. واقف حکیمی چی ناکام پارلماني وکیل هم دی یی د ګوند ویاند دی.
ده ټول عمر په جهاد، پښتون، حکمتیار سره تیر کړ خو ۴۵ دقیقی یی په پښتو خبری ونه کړی. او د خبرو دغه دری ټکي خو یی تل زما په ذهن کی وي: اګر، مګر، لیکن. ده ته یوه ورځ قاضی حسین احمد ویلي وو چی پروفیسور صیب دری داسی جملی جوړی کړه چی اګر، مګر، لیکن پکی نه وي خو ده ونشو کولای. ده څو ارمانه له ځان سره ویوړل:
-دیی ولسمشر وو خو امر د امر صیب مسعود چلید؛
-اکاډیمسن دیی وو خو کتابونه حکمتیار زیات لیکلي دي
-ددریو هیوادونو(تاجکستان،ایران، افغانستان) پاړسک تلویزون یی ونه لید
-جهاد ده وکړ؛ تور په ده پوری شو خو نوم د قهرمانی د عبدالله (امر مسعود) لاړ
ربانی بلا کارخانی لري؛ په بیلابیلو هیوادونو کی یی ځای پرځای کړی دي. وینه په قلم کی—تاسو ته به یاد وي او کنه—د شهرت ننګیال کتاب دی د جهاد په مهال لیکل شوی او د هر جهادي شخصیت ځانګړنی په کی راغلي دي. هوری دده پټ بانکی حسابونه د طفیل احمد په نامه معرفی شويدي.
ربانی مرحوم ولسمشر وو خو ددفاع وزیر مسعود خبره له ده ‌ډیره چلیده. خلکو ډیرپیژنده. اروپایی اتحادیی مسعود ورغوښتی وو نه دیی.
بس څه به کوی؟ کله، کله دا ستر سر خوږی شي چی مشر ته وی خو خبره دی څوک نه اوري زه خو بیخی خودکشی ته اماده کیږم.
ربانی مظلوم چی دا مهال د سولی د شوری مشري هم کوله او له مرګ وړاندی په طالبانو هم قهر شوی وو—مخکی کله چی امریکی په طالبانو حملی کولی فرمایلی ول چی بمونه واړه دي له غټو هغو دی استفاده وشي چی هیڅکله به له ذهنه ونه وځي؛ هیر به نه شي؛ زما دتره غټ انتقاد په رباني دا وو چی د ښځو په شان غږیده او غږ یی بل چا نه اوریده.
شیطان ته نږدی وو ځکه چی عالم هم وو او لانجی یی هم کولی. خو یو د کمال کار یی وکړ چی خپل یوځوی وړوکی رباني یی چیری ځای پرځای کړ. په کرزي به تل خپل احسان باره وي چی پدرم را طالبان کُشته باید برایم یک مقام ارشد دولتی داده شود.
حکمتیار خو دا کار هم ونه کړ. د حکمتیار ځوی خو په پاسپورټ کی دخپل پلار په نوم شرمیږي. وس یی نه کیږي چی له پلاره ځان یو ډول لری کړي او د نوم له شره یی خلاص شي. نه یی ملت ته څه وکړل او نه هم ځان ته!!! د ملا صاب؛ مشر ملا صاب یادوم چی دهغه به څه حال وي؟ ای ایس ای ته به یی کوم ځوی ورسپارلی وي چی ویی روزي او کنه؟
له مرحوم زغروال موټر؛ سیاست مداره او سوداګره کونډه او د کابل هیټل هوټل؛ د سولی جرګی مشري او نور ډیر څه چی دلته نه ځایږي په میراث پاتی شول.
مجددی صاب که له کورنیو حضراتو نه ډاریږي نو کولای شي چی خپله درخواستي څلور میاشتی—ترڅو دعدت موده پوره شي وروسپاري. دوه ګټی څه چی بلا ګټی به وکړي.
که دغه چاودنی دوام وکړي لکه د سیمنټی دیوالونو د کاروباریانو کاروبار هم څه نا څه سقوط وکړي ځکه چی نور د کار نه دي. طالب جان یی اوس د سوری کولو او ورڅخه د تیریدلو چل زده کړیدی.
او لکه نور خلک؛ ددفاع وزیر د امنیتي شرکت په کیسه کی هم نشي. انظباط ولاړ او وژل کیږي. قدم راواخله!!!
خو لږ دی طالب جان ته وینا کوو د پاکستاني دوستانو په خبره چی لږ دی مقدساتو ته ګوره په لونګی کی بم مه وړه. الله دی درته هدایت وکړي ته خو پخپله موبایل بم یی خو دنورو پښتنو سپین ږیرو بی عزتي به پری وکړی. نور به خلک لونګی نه په سر کوي؛ نور به یی خلک غم بولي نو د شر په زمانه کی دی مسلمانان له بل سنته هم خلاص کړل.
تاسو ټولو ته دا وایم چی؛ بس جی مشوره ده که منی ویی منی او که نه یی منی مشوری فري دي او خوند تری اخلی:
طالب جان رباني له منځه نه دی وړی. خو الله (ج) دی ددوی خونه ړنګه کړي چی سپی هم څوک بلاربه کړي دوی وایی چی اخوند د کندوز وو. پچه مړو؛ تاسی خو لږ وړاندی وروسته ګوری!
دا د امریکی یوه اوږد مهال پروژه ده چی د ستراتیژیک تړون څخه مخکی یی پلي کوي. او ډیره منظمه یی پرمخ بیایی ځکه نور نو دغه لوبغاړي د کار نه دي فلم کی یی رول د ویلن(بدمعاش) پرځای ښه نه ښکاري: ځای یی باید بل چاته؛ رول یی باید بل چاته وسپارل شي. کوم څه چی له دوی لاس ته راتلل ترلاسه شول او بل دا چی امریکا له ښه بلانس سره مخکی ځي: یو پښتون یو پاړسک وژني. د هزاره برادری هیڅ درک په دی لیست کی نشته. د هزاره برادری تراوسه دوه کسه په دا ډول پیښو کی له منځه تللي دي:
یو د بامیانو د ولایتي شوری مشر ضحاک او بل د غزنی معاون والي او نور نو په دی ډول دي:
-په کندز کی یی سیدخیلی مړ کړ په کندهار کی یی خان محمد مجاهد لړه کړ
-په تخار کی یی داوود داوود له منځه ویوړ او په کندهار کی یی ولی کرزی او په کابل کی جان محمد
-په تخار کی یی مولانا شاه جهان له منځه ویوړ او په کونړ کی یی ملک زرین
-په کابل کی یی هغه دی ربانی صیب مرحوم کړ او وار د سیاف صیب دی: ښه یی غواړو
-بیا به نو همداسی اسماعیل خان وي؛ عطا استاد به وي او نور
 
دوی که هر څوک دي خو بیا هم په خلکو کی د منلو دي؛ سیی دی چی ته به یی نه منی؛ زه به یی نه منم خو خپلو ولسونو ته اوس هم ښاغلی او اغلی دي.
ما دا مضمون لیکه او پلار می را څخه ناڅاپی وپوښتل چی چیرته به یی خښوي؟ زما ځواب د مرنجان تپه وه. خو ده ویل هوری خو کمونیستان خښ دي؟ زه هم چوپ شوم؛ ما خوارکي به څه ویل؟ که قبرونه کی دوی ټول سره ملاقی شول چی ربانی صیب ته هم مونږ سره دوزخ کی ږیره اچوی نو بیا؟
 
خبره دا دی چی فکر نه کوم ربانی مرحوم به د مسعود شهید په اندازه پس له مرګه نوم او نښان پیدا کړي. نه به یی عکسونه دومره په درز کی ولګول شي او نه به یی اونی تجلیل شي ځکه چی نوموړي په ژوند کی هم له مسعود کبیره ښه خاطره نه درلوده. حتی ربانی مرحوم د داود داود په اندازه هم تقبیح نشو. تاسو خاوران ته مراجعه وکړی اوس هم د مسعود کبیر فاتحه خواني ادامه دارد.
خو قلبي مینه یی له مسعود سره حتمي نږدی وه. میاشت یی سره شریکه کړه. سپټمبر کی مسعود کبیر هم ترور شوی وو او ربانی مرحوم هم. که په مرګ یی دری ورځی نور ماتم اعلان شي نو څه نا څه موقع به پیدا شي چی خوب پوره کړو؛ غوصه نشی ځکه چی اقتصادي ضربه ډیره جدي نه ده ځکه چی پنجشنبه او جمعه خو هسی چوټي وي؛ پاتی شوه د شنبی ورځ له هغی سره به ګورو!!!
 leekwal@yahoo.com