پنتاګون دلومړی ځل لپاره په وروستيو20کلونوکې، دياغيانوسره دمبارزې په هکله تدريسي کتاب خپروي . پدې کتاب کې له هغوتجربوڅخه ګټه اخستل شوې، چې په افغانستان اوعراق کې يې ترلاسه کړي .کتاب کې پدې ټکي ټينګارشوی ،چې دسرتيرودنده يوازې وسلواله جګړه نده .
پرامريکايي ځواکونودانيوکې شته ، چې نشي کولی دولسي خلکو ملاتړ ترلاسه کړي . دوی په خپلوعملياتو سره دياغيانوليکې نوره هم پياوړي کړي دي . دوی له بيځايه ظلم څخه کاراخلي، دياغيانواوولسي خلکوتر منځ توپير نشي کولی . پدې کتاب کې چې 282 مخونه لري، داستخباراتي فعاليتونو څخه نيولي ترستراتيژۍ اوهمدارازدولسي خلکودخوندي ساتلوپه لارو چاروباندې په تقصيل سره ليکل شوي دي .
غربيان دناخول يا کنايې له مخې وايي : چې زورلرې عقل ته اړتيانشته . داسې مالوميږ ي چې زورپه کافي اندازه نه ؤ،اويا هم له زور څخه يې نشه زياته وه .
وروستي