
د دولس سوه فامیلو یا د آزادۍ مېنې پروژه چې د تېرو څو کالونو راپدېخوا د یو شمېر کسانو له خوا غصب شوي وه او په دې وروستیو کې د خوست ولایتي ادارې د بې درېغه هلو ځلو او قربانیو وروسته د ښاروالۍ ریاست د تعین شوي هیت له خوا مستحقینو ته د اسنادو له مخې ورکړل شوي نومرې مالومې شوې او ولایتي ادارې په خپل دې جراءت سره د قانون د حاکمیت لپاره لار هواره کړه .
دا چې د دولس سوه فامیلو دځمکې د وېش پرمهال دنمرو مالکینو ته یو شرط پاڼه ورکړل شوي وه .چې
د دې شرط پاڼې له مخې د هرې نومرې څښتن مکلف دی ، چې خپله نومره د پلان او نقشې مطابق جوړه او په ټاکل شوي موده کې یې بشپړه کړي . ترڅو د دغې پروژې په تکمیلولو سره د خلکو د سرپنا ستونزه هواره شي او ترڅنګ یې سیمې ته د ښایسته ښارګوټي په جوړولو سره ښکلا ور په برخه شي . خو له بده مرغه داسې ونه شول ،د ولایت مقام څخه د خپارې شوي اعلامیې سره ، سره اوس هم لیدل کیږي ،چې دیو زیات شمېر نومرو څلوردېوالۍ راتاؤ شوي او د ځينو خو یوازې د تهداب ډبرې لګول شوي ، چې له امله یې په نوموړي پروژه کې ټول ښاري خدمات لکه سړکونه ، پلچکونه ، ښوونځي ، روغتیایي مرکز او نور عامه تاسیسات له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوي دي .
دخوست ولایت مقام د آزادۍ مېنې پروژې د نومرو ټولو خاوندانو ته یو ځل بیا جدي خبر ورکوي، چې په لنډه موده کې د خپلو نومرو کارونه د شرط پاڼې مطابق پيل او بشپړ کړي .که چېرې د دې اعلامیې له خپرېدو وروسته بیا هم په نوموړي پروژه کې نیمګړي نومرې ولیدل شوې ، ورکړل شوي نومرې بېرته مسترد او د یوې شفافې پچې اچونې له لارې به د خوست نورو بې وزله خلکو ته ورکول کیږي .
همداشان په دولس سوه فامیلیو کې د ټولو نومرو مالکینو ته خبر ورکول کیږي، چې په دې رهایشي یا د استوګنې په ځایونو کې دوکانونه او په ورته بڼه سوداګریز مارکېټونه جوړ نه کړي. که چېرې کوم څوک په دې رهایشي یا د استوګنې په پروژه کې دوکان او مارکېټ جوړولو کوښښ وکړي، د سخت قانوني چلند سره به مخامخ شي او بیا به د هېڅ ډول سپارش او شکایت حق ونه لري .
په درنښت
عبدالجبارنعیمي
د خوست والي
نېټه ۱۳۹۰/۶/۲۶
ورځ :شنبه