د خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعیمي د خواشینۍ پیغام

 
بسم الله الرحمن الرحیم
 
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې بېګاه شپه د خوست ولایت قومي مشر او د ځاځي میدان ولسوالۍ د سیمه ایزې شورا فعال غړی حسن خان د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړي دي .
 
د خوست ولایت مقام رهبري د نوموړي په مړینه سخته خواشیني شوي او د خوست په ځانګړي ډول د ځاځي میدان ولسوالۍ د خلکو لپاره یې لویه تشه بولي .
همداراز نوموړي قومي مشر چې تل یې د خپلو ولسونو لپاره په بېلابېلو برخو کې خدمت کړی ، د خوست ولایتي اداره  د ده فعالیتونه ستایي او په درنه سترګه ورته ګوري .
 
د ولایتي ادارې مشرتابه مرحوم حسن خان ته دلوی خدای ج له دربار څخه د جنت الفردوس او وارثاوو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوي  او له کورنۍ یې غوښتنه کړي،چې دمرحوم حسن خان ولسي خدمتګاره لاره خپله کړي  او د یادې ولسوالۍ خلکو ته د نوموړي په شان خدمتګار واوسي .
انالله وانا الیه راجعون
په درنښت
عبدالجبارنعیمي
د خوست والي
ورځ :شنبه
نېټه :۱۳۹۰/۶/۲۶