بې خونده خبرې(۲۰): سخت خوند کا!!!

 وسیم سجاد، کابل
سپټمبر۲۰۱۱،۱۷
د مولا علی په ښکلي ښار کی رسمي میلمه وم. زه هم کال دوو کی یو ځل دی ښار ته تشریف راوړم!!!
خسرګنی او تره زامن می هم دلته دي. خو دا ځل می دلته د پاتی کیدو بیل خوند درلود.
پولیس می موټر چلاوه. هر چیری راسره پولیس وو. خو اخري ورځ چی بیرته کابل ته راتلم بیخی بیل ډول خوند یی درلود.
سهار څلور نیمی بجی می موظف پولیس موټروان راغی؛ زه هم تیار وم؛ اودس می کړی وو؛ راسره تحایف می د ملایانو خبره له ځان سره راوخیستل؛ د هوټل د فتري کسان هم ویده وو؛ کیلی می د هوټل مسول پولیس ته وسپارلی؛ بیل او د هوټل کرایه پاتی شوه؛ د مولاعلي په ښار کی چی زمونږ د دفتر کوم اداري دی هغه ته می وویل چی بیل بیا تری راوخلي او پیسی می ورته وسپارلی. تر هوایی ډګره هم پوره لاره دی. بس زما موټروان هم په طبیعت روان وو. د هوایی ډګر په دروازه کی چی کله موظف انظباط د تلاشی وویل زما موټروان ورته وویل چی د ولایت موټر دی. له ټولو کمربندو بی له تلاشی تیر شوو. سخت خوند یی کاوه!!! خلک په یو ځای کی لاین ولاړ وو. خپل بکسونه یی د تلاشۍ لپاره ایښي وو له هغوی هم تیر شوو. اخري ځل می د تلاشی په ماشین کی خپل راسره سامان الات د تلاشی لپاره کیښودل او پس له هغه مستقیم د هوایی ډګر د ریس ارکان دفتر ته لاړو. ریس دومره په سرعت خبری کولی چی عادی غوږونه یی له جذب او اخیستو څخه عاجز وو. یو عسکر چی د کایناتو خپل ډول وو چوکی پاکولی. سهار وختي وو!!! وروسته کس راغی چی د وي. ای. پی خونی ته تشریف ویسی. وي.ای.پی مانا ویری ایمپورټنټ پیپل/پرسن خو زیات خلک بیا دریشخد لپاره وایی ویری ایډیټ پیپل او پرسن: ډیر احمق خلک/کس!!!
مخکی له کیناستو می موظف کس ته د لمانځه وویل او هغه هم راته جاینماز اوار کړ. لمونځ می په داسی حال کی که قلب ما هم پاک است ادا کردیم!!!
وروسته د زعفرانو ځانګړی چای راغی. وچی میوی هم پریمانه وی. نفر خدمت هم حضور درلود؛ بس که نر وی نو خوره یی.
تاسو به هم حیران شوي یاست چی سهار کی خو داشتها هم خوند نه وي نو بیا؟ خو ما خو از دیګران فرق داریم!!!
وروسته دی خونی ته سید منصور نادري د سید کیان ځوی هم سره له ګڼو سکرترانو تشریف راوړ!!! ما هم ورته خوله جینګه کړه. کیناسته!!! خو درز مو ورکړ. نفر خدمت ده ته عادي چای راوړ. نادري مشهوره څيره دی. کارنامی یی له هیچا پټی نه دي. ما سره ناست کس ویل که څوک جناب ووژني نو باروبار جنت ته ځي!!!
۵:۴۵ سهار کس راغی چی الوتکه تیاره دی نو ورځی. له دی ځایه تر مخکی پوری هم بی له تلاشی لاړو او په هوایی ډګر کی ولاړ ریس ارکان خپل اخري سلام وکړ. خو مخکی له سلامه د یو کس او د موظف کس ترمنځ د بدن د سپری پر سر لانجه وه. موظف کس سپری نه پریښودله خو د سپری مالک ویل چی ته ما نه پیژنی؟ زه د ولایت کس یم! در سره ګورم به!!! خو وروسته چی کله د موظف کس بل انډیوال راغی او جدیت یی وښود نو د ولایت کس هوا ووته. هسی کدو وو. هیڅ څوک هم نه وو. هسی یی د دهوایی ډګر په مامورینو پورته، پورته تللی.
له کمربندونو بی له تلاشی تیریدلو سخت خوند کاوه!!! ما ویل چی ملاعمر به ولی په شمال کی خلک نه وژل چی فرمان یی له کندهاره په بدخشان کی پلي کیده!!!
عطا به ولی د کرزي خبره مني چی جان کیری ورسره مخامخ ګوري؛ روسیه یی په شا ټپوي؛
اوس هم شیرزي ته سلوټ کوو چی اوباما ورسره مخکی له کرزي ورسره ولیدل خو بیا یی هم وزرونه و نه کړل. ظاهر قدیر یی ونه واژه؛ فرید مومند یی بندي نه کړ!!!
معنوي به ولی توطیی نه کولی چی د ټولو پیرانو دعاووی ورسره وی او دي!!!
پاړسک به په مونږ ولی نه تازیږي چی کرزی مو یی ترشا دی!!!
پاکستان به مو ولی نه ورانوي چی طالب جان مو یی په چوپړ کی دی!!!
حکمتیار به ولی خلک تورو اوبو کی تورو کندو ته نه اچول چی د نړی ۶۰٪مرستی یی خپلولی!!!
\"\"
نوټ: د مولا علی ښکلی ښار د استاد عطا یو ښکلی،وړوکی پادشاهي ده. پښتنو پکی سر خوړلی او په ډار خبری کوي. ټول کاروبار تر ډیره حده د عطا په لاس کی دی. خالد نور سوداګریز شرکت!!! میترا نور ساختماني شرکت!!! طارق نور ګاز!!! او... ټول کاروبار د ظالم ځوی د خپلو لوڼو، زامنو په نوم ثبت کړیدی!!! جدي امکان لري چی دده سرمایه به له اوباما زیاته وي!!! دا چی څومره نور یی په نورو نومونو ثبت دي؛ بیله خبره دی!!! یو پښتون ژورنالیست پیدا نشو چی په ده تحلیلی راپور جوړ کړي؛ ورسره مرکه وکړي؛ د کرزي د نافرمانیو څخه ورڅخه و پوښتي!!! که دا پښتون وای نو تاسو به وخته لیدلی وو چی زنګ خطر، ګفتمان او نورو به ورباندی برنامی جوړولی!!!
خو زمونږ ملا ماته دی!!!
leekwal@yahoo.com