مه کوه په چا چې وبه شي په تا!

طنز
 پولیسو د یو سړک  په غاړه یو مین وموند؛ کومندان یې ناتو ته مخابره وکړه.   هلو سر ، راسئ مین  شنډ کړئ.    (د ناتوچې همدا ورځ دوه سپاهیان مړه سوې وه غوښتل یې دا وار افغاني سپاهیان چپه نعل کړي )  په مخابره کې يې ویل : تاسو یې خپله شنډ کړئ !  دپولیسوکومندان په اریانتیا وپوښتل: سر،زموږ سپاهیان  په دې شیانو  بوی لا نه وړي!  دناتو کومندان ویل :
 سمه ده  زه یې درته وایم چې څرنګه شنډ کیږي: لومړی  د هغه سر لوڅ کړئ بیا هم  که ژوندي پاته واست  بیا مخابره را وکړه.   کومندان  چې غوښت ګلمیر د تورو نخودو پسې واستوي  خپله پټ سو او ګلمیر ته يې ویل :  ګلمیره! ددې مین سر په برچه لوڅ که!  ژبون وهلي ګلمیر  په غټو سترګو رډ رډ مین  ته وکتله. کومندان بیا نارې کړه:  ګلمیره ! امر دی په برچه د مین سر پاک که!  ګلمیر په برچه  د مین سر او اړخونه پاک کړه کومندان بیا د سیمې  ناتو کومندان  ته مخابره وکړه   سر!موږ د مین سر لوڅ کړ.اوس څه وکړو؟ دهاخوا ورته وویل سول :تاسو څوک خبرې کوئ؟  کومندا ن ورته وویل :    سر!زه د سیمي د محلي  پولیسوکومندان یم چې مخکې مې درسره خبرې  وکړې. دناتو کومندان: ته له کوم ځایه خبرې کوې؟ کومندان :سر!د غره له لمني.  دناتو کومندان: په  اریاني وپوښتل: تاسو را ژوندي یاست! کومندان ورته وویل :  هو،سر الحمدالله هغه له ځانه سره وویل : شیت  ګلمیر : صیب دلته درې لینه ښکاري.   د پولیسوکومندان :  هلو سر!، دلته درې لینه ښکارې. دناتو کومندان:کوم رنګونه دي؟ د پولیسوکومندان :ګلمیره: کوم رنګونه دي؟  ګلمیر: یو سور لین . یو تور لین او یو زرغون لین د پولیسوکومندان : تور،سور اوشین  د ناتو کومندان په  دوو زړو ورته وویل : اوس یوله هغو  پرې کړه تور یا، یا ،سور یې پرې کړه ! د پولیسوکومندان : پوه نسوم کوم یو  تور که سور؟  هغه په ډاډ ورته وویل : زرغون يې پرې کړه! د پولیسوکومندان : ګلمیره ! یو یې پرې کړه! د ناتو کومندان  مخابرې غوږۍ  له غوږه لیري ونیوله او سترګې يې پټي او غوږونه نه يي نیغ کړه  ګلمیر: هغه مې پرې کړ صیب د پولیسوکومندان : په مخابره کې وویل :  سر!هغه مو پرې کړ. د ناتو کومندان :کوم یو؟ د پولیسوکومندان : ګلمېره ! کوم یو؟ ګلمیر: تور صیب د پولیسوکومندان : : سر  تور  د ناتو کومندان په اریاني وپوښتل: تاسو لا ژوندي یاست؟!  د پولیسوکومندان : ګلمیره ! ته لا ژوندی يې؟ - هو، صیب! د پولیسوکومندان : بلی سر د ناتو آسمان لویدلی کومندان :نور هغه ته لاس مه وروړئ؛زموږ دمین شنډونکی ټېم درځې . د مین شنډونکي د ټېم  له رسیدو سره سم دپولیسو کومندان  مین خواته ورغلل او مین  پر هغوی پټاو سو.  د اووم خط ګلمیر پټ پټ په بریتو کې خندل.  کنايي: ( په بهانه څوک ختا ایستل)