
رفيع الله زيار
په ټول افغانستان کې خوست ولايت هغه ولايت دى، چې په نورو هېوادونو کې يې مساپرين ډېر زيات دي او هلته د خپلې کورنۍ لپاره حلاله روزي پيدا کوي، څو بل چاته له لاس نيولو او اختياجۍ څخه خلاص وي.همدا د دوى برکت دى، چې نن د خوست اوسېدونکي له ډېرو اسانتياوو برخمن او پخوانۍ خوست يې په يوه ښکلي خوست بدل کړى دى، په خوست کې ډېرې ښکلي ودانۍ، ښه موټر او يو پياوړى اقتصاد که ددې ښکاروندويي کوي، چې دادې همدې مساپرينو د خولو د تويولو برکت دى، خو ددې تر څنګ دولت تر اوسه پورې د دوى لپاره داسې اسانتياوې نه دي برابر کړې، چې دغه مساپرو ته يو څه سهولت ورکړي، خو برعکس اوس په دې څو ورځو کې خوست ولايت ته ، چې دا هم د ولايتي ادارې هڅې بولو مکتوب راغلى، چې بهرنيو چارو وزارت په خوست ولايت کې خپله نماينده ګۍ او يا څانګه پرانيزي.دا يو ښه زيرى دى، ځکه که دلته زموږ لپاره د بهرنيو چارو وزارت نمايينده ګۍ پرانېستل شي، نو موږ له دې لارې نه يوازې د خپلو مساپرينو لپاره، بلکې د نورو ډېرو اړو کسانو لپاره ډېرې اسانتياوې برابرولى شو.موږ کولاى شو له دې لارې خپلې ستونزې په ډېره اسانۍ سره د بهرنيو چارو وزارت ته ورسوو ،موږ کولاى شو، چې ددې نماينده ګۍ په مټ له نورې دنيا سره له دې نه نور هم نږدې شو او د ګلالي خوست لپاره ګټه ورڅخه راوړو.هر هغه ولايت، چې په مرکز کې ښې اړيکې او مرکز يې له کار څخه راضي وي، نو په هغه ولايت کې د بيارغونې او نورو مادي ګټو تر څنګ معنوي ګټې هم لاسته راوړلى شي، چې له دې معنوي ګټو يوه هم نورو هېوادونو ته زموږ د کلتور او ټولنيز ژوند ورپېژندل دي، همدا ډول به د يادې نماينده ګۍ په پرانيستلو سره د بهرنيو هېوادونو د اثارو لپاره به دلته په دې ولايت کې نندارتونونه پرانيستل کيږي او ددې اثارو ليدو ته به نه يوازې خوستيان راځي، بلکې د نورو ولايتونو خلک به هم دلته راځي او له جوړو نندارتونو څخه به ليدنه کوي.د يادې نماينده ګۍ په پرانيستلو سره به په خوست کې تجارت او راکړه ورکړه نوره هم پراخه شي، دلته په دې سيمه کې به تجارت زيات شي او د نورو هېوادونو تجاران او سوداګر به د خوست له نوم او د خوست له اوسېدونکو سره اشنا شي، نو چې هر کله دوى دا خلک او دا سيمه وپېژني وروسته بيا ګوره، چې دوى به د خپل تجارت لمن تر دې ولايت پورې هم راغځوي.دلته په دې ولايت کې د بهرنيو چارو وزارت د نماينده ګۍ پرانيستل کولاى شي، چې دلته زموږ د مساپرينو پاسپورټونه او وېزې له نږدې ټاپه او دوى ته خروج او دوخول ووهي.همدارنګه موږ ته ددې نماينده ګۍ پرانيستل دا زيرى هم راکوي، چې خوست ولايت به ډېر ژر دوهمې درجې ته پورته شي او کله، چې خوست ولايت په ټول افغانستان دوهمه درجه ولايت اعلان شي.نو داد خوستيانو لپاره ډېر د خوشالۍ او نېکمرغۍ ځاى دى، ځکه په دې سره به د خوست په ادارو او ولسواليو کې د مامورينو او کارکوونکو شمېر زيات شي، دلته به د ملي اردو، ملي پوليسو او ملي امنيت شمېر هم دوه برابره شي.په خوست کې ددې نماينده ګۍ پرانيستل دلته د ملکي هوايي ډګر د جوړولو او همدارنګه د خوست او کابل تر منځ د لويې لارې د ترانزېټ سره هم ډېره مرسته کوي،نو که چېرې موږ په خوست کې دا درې واړه لاسته راوړنې په راتلونکې کې ولرو، نو په پوره يقين او ډاډ سره ويلى شو، چې خوست به بيا داسې خوست نه وي لکه اوس چې دى. دغه خوست به له هرې برخې نه ډېر پياوړى شي، چې په راتلونکې کې به يې اوسېدونکې يو ښه ژوند ولري او له ډېرو ستونزو نه به خلاص او په امن کې شي.