د واک لېږدونې پروسه او د افغانانو مسؤوليتونه

 رفيع الله زيار
څو کاله وړاندې، چې هر کله په هېواد کې د نوي نظام د بنسټ ډبره کېښودل شوه او په دغه هېواد کې يې رسماْ په کار پيل وکړ، نو په هغو لومړيو وختونو کې ياد نظام د زياتو کورنيو ستونزو او ننګونو سره مخامخ و، ځکه چې موږ افغانان دېرش کلنې جګړې ځپلي وو او هر څه مو له صفر نه پيل کړل، چې په دې برخه کې ملي اردو، ملي پوليس او ملي امنيت د نشت برابر وو او هغه ظرفيتونه، چې ياد ځواکونه يې بايد ولري، په دوى کې نه يوازې نه تر سترګو کېدل، بلکې په لومړيو وختونو کې يې د ولس او خلکو پر وړاندې زياتې ستونزې هم راولاړولې.له بلې خوا زموږ ملکي ادارې هم ډېرې کمزورې وې او دوى نه شول کولاى، چې د ولس او عامو خلکو ستونزو ته په وخت ځواب ووايي او ددوى مشکلات بې له کوم ځنډ او خنډ څخه ورحل او فصل کړي، نو په دې خاطر يو شمېر عامو خلکو د دولت سره فاصله نيولې وه او دوى له کارونو څخه راضي نه ښکارېدل.اوس هم دا منو، چې زموږ ادارې په هغه معيار برابرې نه دي، لکه د نورې نړۍ ادارې او منجمنټ چې دى، خو بيا هم په ډاډ سره ويلى شو، چې اوس په هغه بد حالت کې نه دي، لکه څو کاله وړاندې، چې ورسره مخامخ وې، يادې ادارې اوس په داسې يوه ښه حالت کې کرار لري، چې په وخت او زمان سره د خلکو ستونزو او مشکلاتو ته په خپل وخت سره ځواب ويلى شي او د دوى اړتياوې کومې ، چې امکان ولري، په خپل وخت پوره کوي.همداراز زموږ ګډ امنيتي ځواکونه اوس د نورو زده کړو تر څنګ جنګي تجربه او ځانګړي مهارتونه هم لري او دوى اوس کولاى، چې په هېواد کې د هر ډول عملياتو مشري پر غاړه ولري او هر ډول عمليات په برياليتوب سره سرته ورسوي.اوس نړيوال او په ځانګړې ډول امريکا پر افغان ځواکونو پوره باور لري، چې ياد ځواکونه د خپلو سرحدي پولو او د ننه په هېواد کې ټولې امنيتي چارې په خپله سمبالولاى شي او په مخ کې يې کوم خنډ نه واقع کېږي.نو امريکا ځکه د يوې نوې تګلارې سره سم د خپلو پوځونو په ايستلو پيل وکړ او د خاريجي ځواکونو د وتلو سره سم د ګران هېواد افغانستان په تاريخ کې يو نوى سياسي پړاو پيليږي ، افغان دولت بايد دغه نوى سياسي پړاو په پوره برياليتوب سره سر ته ورسوي، تر څو نور افغانستان له دغه کړکېچ څخه د تل لپاره راووځي او د بيا ځل لپاره په داسې يوه لومه کې ونه لويږي، لکه دا نن، چې په کې ښکېل دى او په را ايستلو يې هېڅوک هم نه پوهيږي. افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو سپارل او دوى ته د پوره واک پروسې لېږدونه افغان ولس ته يو بل تاريخي ازمون مخکې کوي، نو اوس دا په دوى پورې اړه لري، چې څه ډول له دې ازمون څخه تېريږي او څه ډول د خپل دولت مټې مضبوطوي.د يوه افغان په توګه زموږ هيله او ارزو هم د افغان ولس څخه داده، چې د خپل دولت تر شا په ټينګ عزم سره ودريږي او د خپل دولت نه کلک ملاتړ وکړي، تر څو موږ په افغانستان کې رښتينى، ملي او مرکزي دولت رامنځ ته کړو او   نور له دې نه خلاص شو، چې په پرديو ملکونو کې د بل چا د لاس لاندې د ستم نه ډک ژوند وکړو او يا مو هم خويندې او ميندې په نورو هېوادونو کې يوه بهرني چاته د سوال لمنه وغړوي او  خپلو وږو بچيانو ته ورڅخه د خيرات غوښتنه وکړي، ځکه هغه بس و، چې د دېرش کلنې بدمرغې جګړې له لاسه په موږ باندې تېر شول او موږ يې په ټوله دنيا کې د يوه عزتمن ژوند څخه بې برخې کړو. د همدې جګړې له لاسه موږ په ټوله نړۍ کې د جنګسالارانو په توګه پېژندل شوي يو، خو په اصل کې دا جګړه د يوې جوړې شوې دسيسې له خوا د بهرنيانو له لوري پر موږ باندې تپل شوې او افغانان بايد نور د خپلو مټو په زور له دې ناوړه او بدمرغه جګړې څخه په خپله ځان خلاص کړي او نور بايد د تل لپاره ورته د پاى ټکى کېښېږدي، ځکه چې نور موږ نه دې جګړې توان لرو او نه مو نور په هدېرو کې خالي ځاى پاتې شوى، چې موږ خپل شهيدان خاورو ته په کې وسپارو، همدارنګه نور زموږ د ميندو په سترګو کې د اوښکو پر ځاى وينې راځي او ځوانان مو هم بې وخته د مرګونو کندې ته ورټېل وهل کېږي.نو له دې نه دا ښه ده، چې د بهرنيانو له وتلو وروسته د خپل دولت تر شا ودرېږو او خپل برخليک په خپل لاس وټاکو او نور د پرديو په اشاره خپل هېواد وران نه کړو او نه هم نور دا خوار او غريب ولس له دې ځورولو زيات وځورو وو.په همدې هيله