د هېواد د روانو حالاتو د بدلون لپاره یو څو ټکي:

له شک پرته د هېواد ټولیزه وضعه ورځ تر بلې په داسې یو لوري روانه ده، چې لوری او تګلوری بیخي له خلکو ورک دی، دا چې په دې وروستیو کې په امنیتي، اقتصادي، سیاسي او ټولیز حالت کې څومره بدلون راغلی حالات یې بیانولی شي، تاسو ګورئ چې په کابل  ښار پلازمینه ارګ ته نیږدې هم مخالفین اسانه لاسرسی لرلی شي. او دا هم معلومه شوه چې پلازمینه کې په یوه ورځ او یو آن ګڼې چاودونې او جنګونه او امنیتي پېښې رامنځ ته شوې، مخالفین کولای شي په همدې پلازمینه کې د خپلې موخې سره سم چې څوک وغواړي له منځه یې وړی شي.  دا ددې مانا ورکوي چې خپله دولتي لوړپوړي چارواکي او په هېواد کې پراته نړیوال قوتونه هم ددې جوګه نه دي چې د پایتخت لا څه د خپل ځان ساتنه وکړي.
له بلې خوا سیاسي، اقتصادي او ټولیز حالت دومره له ګواښ سره مخ دی، چې انځورول یې شوني نه دي، دا ټولې هغه ستونزې او مشکلات چې د هېواد په ټولیز بدلون کې به پراخ رول ولوبوي.
پوښتنه دا ده چې ایا دا حالت به بدلون مومي او کنه؟
لومړی زمونږ هېواد به په روان کال او روان حالت کې د لویو پېښو شاهد وي، افغان امنیتي ځواکونو ته د قدرت د انتقال بهیر، له امریکې سره د ستراتیژیک تړون لاسلیکول، له امریکې سره د دایمي اډو منل( چې ستراتیژیک تړون کې راځي)، په را روانو دوو میاشتو کې د افغانستان په اړه د بن د دویم کنفرانس دایرېدل، د کرزي د حکومت د ختمېدو راراوان کال د سیاستوالو د سیاسي مبارزې پیلېدل، د پارلمان سیاسي جنجال معلق پاتې کېدل، په خپله د امریکا په متحده ایالتونو کې د سیاسي بدلون د تړاو رارسېدل او د القاعدې د نړیوالې شبکې د مشروژل کېدل چې له امله یې افغانستان تر پوښښ لاندې راغی، دا هغه لوی تصمیمونه او پېښې  دي چې هېواد به ورسره مخ کیږي او هم ورسره مخ شوی او دا بهیر دوام لري. له یوه لوري خو دا سې ښکاري چې دا لوبه په خپله د امریکایانو لخوا روانه ده، له بلې خوا داسې ښکاري چې په هېواد کې پراته نړیوال قوتونه سره همغږي نه بلکې دلته یې د جنګ میدان جوړ کړی او یو له بله سره خپل زور ازمويي............................
د ملت او دولت تر منځ فاصله ورځ تر بلې زیاتیږي او مخالفین هم په داسې زور او ځواکمن حالت  کې دي چې په ډېره اسانۍ کولای شي هرج مرج رامنځ ته کړي، دې حالت هېوادوال له زیاتو پوښتنو او ګرویږنو سره مخ کړي.
دا چې څنګه ددې بهراني حالت څخه ووزو او دا روانې ستونزې څنګه حل کړو، څو د وضعې د لا خرابوالی مخه ونیول شي او د بدلون لپاره یې کومه لاره لرو؟ غواړم د خپل نظر په توګه یې څرګند کړم:
دولت ته په کار ده چې له را روانې عنعنوي لویې جرګې چې کېدای شي په راتلونکي کې د بن له کنفرانس مخکې دایره شي پراخه ګټه پورته کړي:
لومړی دا چې باید بیړنی حالت اعلان شي، د ملي منافعو د لا خوندیتوب په موخه پوره پوره اقدام وشي. کوم پارلمان چې اوس یې یو بل ناورین رامنځ ته کړی لغوه اعلان کړل شي، عنعنوي لویه جرګه په پراخ کمپاین په واقعي مانا دایره شي، د اوسني پارلمان مهم غړي چې د رایو په اکثریت په قانوني توګه راغلي ددې حق ورکړل شي چې په عنعنوي لویه جرګه کې ګډون وکړي، او دا جرګه باید د هر ډول پریکړې واک ولري، او دا جرګه چې له د هېواد له ګوټ ګوټ څخه پکې استازي راټولیږي به وکولای شي په سمه مانا د پارلمان چارې مخ ته بوځي.
دا جرګه به د بن کنفرانس په اړه هم پرېکړه وکړي، او هم د امریکا د متحده ایالاتو سره د ستراتیژیک تړون د لاسلیک کولو او فیصلې حق ولري، چې ټول ملت به یې ملاتړ وکړي، عنعوي لویه جرګه به د بن په کنفرانس کې د طالبانو او حزب اسلامي مخالفو ډلو د ګډون او ونډې پرېکړه هم وکړي، چې شونې ده ریښتیني هېوادوال یې مخالفت ونه کړي. دا جرګه به ددې واک هم ولري چې څوک د زعیم په توګه ټاکي.
څو هم فکره تغیر شي او هم په سیاسي وضعه کې بدلون رامنځ ته شوې او دا کار به د خلکو په زړونو کې نوې هیلې وغوړوي.
روح الله وفا