ديروز قهرمانان کجا تشريف داشتند؟؟؟

 \"\"
وسیم سجاد، د مولا علی له ښکلي ښاره
سپټمبر۲۰۱۱،۱۴
زما د ځوی کلیزه په ۹/۱۱ باندی وه. دا چې پاړسک (د استاد شپون په قول) ورته سالګره وایی نو بیل کیفیت لري. ما دخپل ځوی د زوکړی  دورځی د لمانځلو په خاطر قلم ته زور ورکړ. ما ویل ملنګه دوه ګټی به وکړی یو طرف ته به د ځوی مور به می خوښه شي او بله خوا به د ګوانتنامو په ژبه پښتو!!! کی هم څو لیکنی اضافه شي. نه پوهیږم چې ملا عمر ته به هم د خپلو زامنو او لوڼو د پیدایښت ورځ مالومه وي!!!؟
زمونږ په هیواد کی هسی هم عمومي فارموله دادی چې د ځوی د زوکړی، د واده او د کوم چا د مرګ ورځ له یوی پیښی سره تړي. سپین ږیري وایی چې دسقاو په وخت کی ۱۵ کلن وم. نادر خان چې واک په لاس کی اخیسته نو د ږیری خط می راغلی وو.
او څه او څه...
ما ته هم خپله د تولُد ورځ نه ده مالومه. دغه راز می درته افشا کړ اوس دا تاسو پوری تړلی چې هوښیار می بولی؛ که نه ذهين می بولی او که...
والله که می ورځ چا لمانځلی وي!!!
و الله که می څوک لیدلی وي چې کیک یی راته راوړی وي؛ په کیک باندی زما نوم لیکل خو بیخي داسی دی لکه د طالب د سولی خبری!!!
طالب جان هم ۹/۱۱ په جدیت سره ولمانځله!!! په میدان وردګو کی یی ۹ ټنه چاودیدونکي مواد وورځول. مخکی به خلکو په کومه خاصه موقع کی ټایر ته اور اچاوه. غورنډی به یی جوړولی. اور اچونه یعنی د خوشحالی لمانځلو لپاره تر ټولو ښه چاره!!!
له طالب جانه هم منندوی یم چې کلتور ساتي!!! دوی هم نهه ټنو موادو ته اور ورته کړ!!!
خو دا چې اوس نړی پرمختللی دی. نو بخار دیګ پر ځای له موټرو، ګاډیو څخه ګټه پورته کوي. او سرباري یی پری انسان. د جنت تږی!!! هغه هم پښتون انسان!!!
پرون زه هم د عبدالحق په څلور لاري کی له پیښی نیم ساعت وړاندی حاضر وم. خو بس لکه د مور هغه نغن چې کله کله مازدیګر یی خیراتوي کار کړی وي. تری بال،بال بچ ګیا!!!
ما تل ویلي چې طالب جان له نوو میتودونو استفاده کړی او داځلی یی هم له همدغی فارمولی کار اخیستی دی. په یو وخت کی یی په څو ځایونو کی حملی کړیدي. امیریکا!!! د شمالي ټلوالی قهرمانان(از مارشال فهیم تا محمدي ، تا سالنګي) دوی ټول یی لکه په کونه کینول.
دوی هم د بلا زامن دي. له خپل موږکه یی چېګورا جوړ کړی. دوی کی چې هر یو مړ شي نو بیا قهرمان شي. چې ژوندی وي نو:
الف: د مخدره موادو قاچاقبر
ب: د جګړو اصلي عامل
ج: د جاسوسی اصلی جرړه
د: د فساد وجود
به وي
خو چې مړ شي نو قهرمان شي!!! قهرمان مسعود، قهرمان داوود داوود، قهرمان کارمل، قهرمان اناهیتا راتب زاد، قهرمان سیدخیلی، قهرمان جیهون که محصل را کُشت!!!
یره طالبه بلا کله داري!!! پرون یی د شهیدانو په مزار د شمعونو، ګلانو او زرورقو پرځای وینی نذرانه کړی او وشیندلی. ګوری تاسی اوس هم شک لری چې په ګران وطن افغانستان کی نابغه نشته!!! د سه شنبی (سپټمبر۱۳) خو یی عجیب کار وکړ. د شهیدانو اونی یی هم ولمانځله څومره ښه تصادف، څومره ښکلی ترکیب!!! پاړسک=پښتون!!! واو د مژده جمال زاده خبره!!! د متن چکرورتی خبره کیا بات هی!!! د دوو فلمی شهیدانو په څلور لارو کی یی مستقیم خط رسم کړ. او د مستقیم خط تعریف به تاسو په هندسی کی لوستی وي. ددوو ټکو ترمنځ لنډی فاصلی ته مستقیم خط ویل کیږي. د خط یو ټکی عبدالحق او بل یی مسعود. د ژبو تناسب وګوری څومره ښه برابر!!!
د نظریاتو تنګاتنګي وګوری!!!
کله، کله خو دا نیکتایی دار په طالب جان ټوکی کوي چې طالب دی. چڼی دی!!! د خلکو په دسترخوان لوی شوی!!! دری وخته ورته په عمر کی پوره ډوډی او قطغ نه دی رسیدلی!!!
خو ددی باوجود، طالب جان وکولای شول ارکان حرب په کونه کینوي!!!
د ټلوالی بدمعاشان او فلمی اکټران یی په خواجه بهاوالدین باندی ننویستل.
سیاسی پنډتانو دغه حملی د طالبانو کمزوري وبلله!!!
د حیرانی وړ!!! یو خو دغه سیاسي پنډتان هم عجیب خلک دي!!! نه به یی سیاست لوستی وي؛ نه به ملت پیژني او نه به هم خپل شاوخوا!!! د تلویزونونو والاوو ته دی الله هدایت وکړي!!! څو نفره دي چې ټول  تلویزونونه یی په ټیکه کړيدي. کله دی چې هم تلویزون ان کړ نو یا به پکی مژده ناست وي؛ یا به پکی سنچارکی؛ یا به پکی حاجي فرید او یا به هم!!!
راوي کیسه کا: کله چې ګلبدګۍ په کابل کی لومړی وزیر وو نو د اسلام د فروغ لپاره به یی د مکروریان خیلو او بچه های ممی و ډیډي و ... ته مسلی کولی. ددی پرځای چې دملک په اساساتو کار وکړي نو په فروعاتو مصروف شوی وو. نو هماغه وو چې تلویزون نه کته. فکر کاوه چې تور پټکی به بیا پکی ناست وي. دلته همدا ټوکه شویده. چې کله هم تلویزون ان کړی نو تکراري څیری او زړی خبری به پکی اوری. داسی پنډتان هم پکی شته چې سبا په خپلی خبری پښیمان وي چې پرون می څه ویلي وو.
پنځو طالبانو وکولای شول چې دستاورد های ده ساله را ضرب ۰ کند.
په یواځی یو څو ساعتونو کی یی وکولای شول چې په ملیونونو اقتصادي ضربه ورسوي؛ ټرفیک جم او یا یی هم ورک کړي؛ ښار خالي کړي؛ وحشت خو لا دا چې نیکتایی دار د شپی تر ۷:۰۰ په وزارتونو کی د سیکیورټي له وجی بند وو.
نیکتایی دارو ته ، نن چاودنو یو ځل بیا کلیمی ورسمی کړی. د لطیفه اجسامو به څه حال وو. دوی خو لږی بل ډول دي. په ژړا به یی خو ځان مړ کړی وي که نور څه نه وي ور پیښ شوي!!! نور نو کامیابی څه ته وایی؟ کامیابي لکۍ لري که بل څه؟
پنځو نفرو وکولای شول چې نړیواله ټولنه په ځانګړی ډول امریکا، لندن او په خاصه توګه شمالي تلواله او په بل قطار کی  افغان حکومت تر ساعتونو بوخت وساتي.
ما دی خدای له  شیطانی وساتي هسی نه چې فرنګ ددی چاونی تر شا وي چې هغه ددوی په سفارت باندی د شوی حملی انتقام یی اخیستی وي نو په دی کار یی لاس پوری کړی.
صدیقی، چې د کورنیو چارو وزیر ویاند او دوحید جان عمر چڼی دی وایی چې حمله دشمن بزدلانه بود! حکومت به جرات فوق العاده دفاع کرد، پولیس ما شجاعت فوق العاده را به نمایش ګذشت!!!
ښه وو چې دا یی ونه ویل چې در دیګر کشور ها هم همینطور رویداد ها صورت میګرد؛ مثل بسیار نزدیک و تازه ش هم واقعه ناروی بود!!!
مور در باندی بوره شه!
اور واخلی! داځل ته طالب ته وربرابر شی!!! د... ځویه!!! هلته خو له ۳۰ زیاتو هیوادونو انډو خر نه دی جوړ کړی؟ هلته خو ناټو د شپی بمباری او خپل سري چاودنی نه کوي. هلته خو د ټاکنو کمیسون خو ستاسو د معنوي غوندی کرپټ نه دی!!!
تاسو څه وایاست کله چې تاسو خبری کوی نو فکر کوی چې یواځی تاسو په خبره پوهیږی نور څوک نه!!!
محصلان مقاومت کجا تشریف دارد که بګوید وزیر داخله ما کجاست؟
یک کسی که باید به مرګ محکمه شود، ګفته میشد که داوود ما کجاست؟ ملت له منځه ځي؛ بسم الله خان ورک دی!! د حیرانی ځای خو دادی چې دوی خو وایی چې مونږ خو هیواد له پاکستانه وساته؛ مونږ خو طالب سره مقاومت وکړ. مونږ هم همدا وایو چې هلکه ستاسو تجربی خو یک برسه دي. هم دروس سره د جهاد تجربه!!!
هم له طالب سره د مقاومت تجربه!!!
هم له امریکا سره د دُوشا دُوش جګړی تجربه!!!
نو اوس مو ملا ولی ماته دی؟
څه وشول چې پرون مو له دوست های بین المللی سره ګُم بودین؟
کسی است که به این سوالات پاسخ ارایه نماید؟
leekwal@yahoo.com