
انسا ن با يد ووﮊل شي . انسان با يد د ځمكې له مخ څخه وﺷړل شي . هر ډول سخته سزاﭼﻪ د مخلو قا تو ﻟﭙﺎره جواز لري ، انسان ته بايد ور ﮐړل شي . كه ﭼﯧﺮﯤ د انسان ړوند ځواك اوﺑﯥ مفهومه وا ك دځمكې ﭘﺮ مخ ختم شي اوله ځمكې څخه د انسان وحشي منګوﻟﯥ وﺧﯿﮋ ي د انسانيت رﯾښتيني څېره به ر و ښانه شي اوټول مخلو قات به انسانيت وﭘﯧﮋني .
د ﻫﻐﯥ لوړ والى ،تقدس،او عظمت به ورڅرګندشي . دخداى (ج) د تخليق رﯾښتينى كمال به وويني . سرونه به ورته ټيټ كړي . تعظيم به ﻳﯥ و ﮐړي او وه به ﻳﯥ لما نځي .
خو انسان نه غواړي ﭼﻪ د ځمكې ﭘﺮ مخ او ﺳﯧﺪونكي مخلوقا ت د انسانيت روښا نه څېره وويني .
(دى) ياﻧﯥ انسان هڅه كوي ﭼﻪ د انسانيت ﭘﺮ مخ د جبر ، ستم ، وحشت ، او جها لت توره ﭘﺮده وغوړوي . ځكه كه داﺳﯥ وشول او د ځمكې ﭘﺮ مخ
اوﺳﯧﺪونكو مخلوقاتو ر ﻳښتيا هم د انسانيت رﯾښتينى څېره وليده . نو ټول به دده ﭘﺮ بدرنګه څېر ه لاړﯤ ور تو ﮐړ ي ،
ور ﭘﻮرﯤ وه به خاندي او له واكه به ﯾﯥ ليرﯤ ﮐړ ي انسان له اوله بدر نګ نه وو . (دى) چې كله د مخلوقاتو ستر خالق په ښه تناسب سره هست ﮐړ نو فر ﯾښتو ته ﻳﯥ امر وﮐړ چې تعظيم ﯾﯥ وﮐړ ي او تندي ورته ولګوي .
له دﯤ ﭘﺮ ته ﻳﯥ آشرف المخلوقات ورته ووﯤ او د ځا ن لخوا ﯾﯥ دځمكې ﭘﺮ مخ د استازيتوب لوړه څوكۍ وروﺳﭙﺎرله . عقل ﻳﯥ ورﮐړ . هوش ﻳﯥ ورﮐړ ، ﻏښتلاي زړه ،
او غوره دماغي قدرت ﻳﯥ وروباښه .
د ښو آو بدو تر منځ ﻳﯥ حد ورته وټا كه . خو ده هېڅ ته غا ړه كېنښوده . شيطان په مخه ﮐړ دومره ﯾﯥ ګمرا اوﺑﯥ لار ﯤ ﮐړ چې اوس شيطان د خير ﭘه غونډ ۍ ناست دى .
ده ( انسان) ﭘه ﺧﭙﻠﻪ مټې راﺑډ وهلي تر څو د انسانيت ﭘﺮ سپېڅلي څېره د بدرنګۍ
تور داغونه ولګوي . نو ځكه زه له ټو لو مخلوقاتو څخه هيله كوم چې يو موټى شي د ځنا وروحمايت وكړي او ځنا ور بايد وهڅول شي چې د نړۍ واك له دﯤ تش په نامه
انسانانو څخه تر لاسه كړ ي .
ځكه چې دوي د انسانيت د بقا او ﭘﺎﯾښت ﻟﭙﺎ ره ﺑﯥ ساري قر با نۍ ور كړ ي انسانيت ﯾﯥ له ډ ېر و بد بختيو او نا خوا لو څخه ژغورﻟﺊ دى .
دبېلګې ﭘه توګه :
انسا ن د انسان ﻟﭙﺎ ره بم أ يښى دى .
خو ځنا ور د سپېڅلي انسانيت په خا طر ميدان ته رادا نګلي او دخپل ځا نګړي ځوا ك ﭘﺮ مټ ﯾﯥ بم خنثى ﻛړى او دانسانيت له لار ﯤ څخه ﯾﯥ ايسته ﻛړ ى دى،همداراز انسان له انسانه حق غلا ﻛړ ى ، خوځنا ور را غلى هغه ﯾﯥ مجرم ثابت ﻛړ ى او د سپېڅلي
انسانيت ﻟﭙﺎره ﯾﯥ د انسان حق ساتلى دى .
دا چې انسان دانسانيت ﻟﭙﺎره څه ﻛړي دي . قلم ﯾﯥ ﭘه ليكلو باندﯤ شرميږي . وژلاي ﯾﯥ دى ، بدرنګي ﯾﯥ ور رسولي ، او رسوا ﻛړ ى ﯾﯥ دى .
د انسانيت ﭘﺮ هسكه شمله با ندﯤ ﯾﯥ د تمت تور دا غو نه ايښي دي . نن لكه ﭼﻪ له لو مړ ي سهاره په كيڼه ﭘښه راپا څېد لى وم .
يو وار ﻣﯥ د ﯤ ځورونكي فكر په مغزو ﮐﯥ ځاي نيولى و.
چې زه بايد د انسان ﭘﺮ خلاف د يوﯤ ﻧړيواﻟﯥ جګړﯤ اعلان وكړ م زه بايد هم دا نن جګړهﭘﯿﻞ كړ م .
زه بايد د ځنا ورو حمايت وكړ م . زه بايد له ځنا ورو سره په يوه غاښ انسان څيرې كړم . وينې يې وڅښم .
خو دا چې له كومه ځايه اوڅه ډول ﯾﯥ را ﭘﯿﻞ كړم ،په هر حساب ګرا نه تما ﻣﯧﺪه .
بالاخره ﻣﯥ فكر وكړ چې زه لو ﻣړ ى هغه انسان بايد ووژ نم . چې زه ﯾﯥ د د وزخ دلمبو و ړګر ځو لى يم . هغه انسان چې په ډﯦﺮو وحشتونو ، جها لتو نو ، او بد رنګيو ﮐﯥ ﯾﯥ زما له وجود څخه د يوه فعا ل كركټر په توګه كار اخيستى دى . بريد ﻣﯥ
ور باندﯤ و كړ . ښكنځلې ﻣﯥ ورته وكړﯤ . د ﭼړو ګذارونه ﻣﯥ ور باندﯤ و كړ ل . خو هغه ظالم او ﺑﯥ ﭘﺮوا انسان زما ﭘﺮ وجود واكمن وو . زما له ګذار څخه ﯾﯥ ستر ګې هم نه ځمبلې .
مګر ده ﻣﯥ ډﯦﺮ په اسانه سره په ز ړه او ضمير با ندﯤ كاري ګذارونه كول . ډﯦﺮ وس ﻣﯥ وكړ چې ﺳﯿﻨﯥ ته ﯾﯥ را لاندﯤ كړم ، د ﺧﭙﻞ غضب په توره ﯾﯥ ټوټې ټوټې كړم .خو لاس ﻣﯥ نه ور رﺳﯧﺪه .
تر څو سا عتونو پورﯤ ﻣﯥ ﺑﯥ موﺧﯥ ګذار ونه ور باندﯤ كول . اخرﯾﯥ مړ وند په لاس راغى . په سر باندﯤ ﻣﯥ هم څو ګذار ونه ور باندﯤ ولګﯧﺪل . وار خطا ﻣﯥ كړ . ﭘﺮ مړ وند باندﯤ ﻣﯥ سخته خوله ور باندﯤ ولګوله .
غو ښتل ﻣﯥ چې غوښې ﯾﯥ ورځينې را وشكوم او د وحشت تورﯤ ﭘﯿﺸﻮ ته ﯾﯥ
ور وا ﭼﻮم چې ښه خېټه يې ورباندﯤ ډكه شي .
جنګ ﻣﯥ لا ﭘﺎي ته نه و ر ﺳﯧﺪلى ، چې دروازه خلاصه شوه يو ملګر ى ﻣﯥ كوټې ته را ننوت . په حيرانتيا سره ﯾﯥ راته وويل !
دا خوله !!
دا غاښونه !!!
مخامخ هندارﯤ ته ﻣﯥ وكتل رﯾښتيا هم خوله ﻣﯥ دځنا ور غوندﯤ په وينو سره وه او له مړ وند څخه ﻣﯥ وﯾﻨﯥ ﺑﻬﯧﺪﯤ .