ولس مشر ته ګیله

ولس مشر ته ګیله
عاليمقامه سلامي ومنه
ستا مرتبې ته احترام کومه
ستا له دې ټولې پاچاهۍ نه قربان
زه مې پوښتنه د خپل قام کومه
*******
لکه پرون د ې چې تکیه وه پر ما
سبا دې هم داسې په کار یمه
د خیانت په تور مې ونه نیسې
زه نه خاین یم نه غدار یمه
******
هغه ولس چې تا پرې فخر کاوه
هغه چاودنو اوس پرسر اخیستی
هره ورځ مري څوک یې پوښتنه نکړي
یو څو شتمنو دی پر سر اخیستی
*******
پرون یې ته تر هر چا خپل بللې
اوس خپل پاچا ته ضرورت لري
پرون چې تا ورته ځولۍ ونیوه
هغوی نن تاته ضرورت لري
********
پاچا دې خلکو تاته رایه درکړه
لږ به در یادې ستا وعدې کړمه
تا په دې خلکو باندې غږ کړی و
( خوستوالو ارګ ته مو نږدې کړمه)
*******
پاچا دا خلک ګیله من ښکاري ډیر
وایي اخر یې هم وفا ونکړه
پرون په وینو کې لت پت پراته وو
تا د دوی مړو ته دعا ونکړه
*******
خلک هوښیار دي خلک ښه پوهیږي
له هر چا کار غواړي خدمت غواړي
زما او ستا چې پکې ځای نلري
دوی دلته داسې عدالت غواړي
*******
لکه د دې او یا د هغو خلکو
د دوی هم وچ داسې زامن مړه وو
پاچا قربان عجیبه کار دې وکړ
ښکلي مشران یې د وطن مړه وو
*******
د پاچاهۍ نه لږ ورها خوا مشره
موږ تاسو غم لرو ښادي هم لرو
یو بل به ډیر له پامه نه غورځوو
ځکه په منځ کې مو پردي هم لرو
*******
ښه مو په یاد دي چې راغلی وې ته
ستا د خبرو په مانا پوهیدو
راغلې او لاړې خپل کمپاین دې وکړ
بیا مو نوم نه اخلې په دا پوهیدو
******
خو موږ بیا هم په تا باور درلوده
په ټول قوت مو تاته رای درکړه
پدې خبره خو ته هم پوهیږې
پاچاهي موږ درکړه او خدای درکړه
******
دا هغه خلک دي ستا یاد دي کنه
فشار په تا باندې جوت ډیر و
د ( شهزادګۍ) مړی یې پټ ایښی و
تا ته د رایو ضرورت ډیر و
******
هغه چې تاته یې غنا درکړله
روح یې اوس هم په دغه ښار ګرځي
لږ یې د ژڼي ورور پوښتنه وکه
حقوق یې لوستي دي وزګار ګرځي
*******
ولې خفه یې او تغیر یې پاچا
ولس بیا هم د ستا په ننګ ولاړ دی
ته یې خپل اوګوره ته غږ خو وکه
هر یو وګړی دې تر څنګ ولاړ دی
******
موږ چې له تا او ته له موږ سره یې
زړه دې د بل چا په وسواس مه نیسه
خپله بې غمه پاچاهي دې کوه
د نورو پښې مه نیسه لاس مه نیسه
*******
ارګ ته ورتګ داسې نېشه لري چې
هر څوک چې ورشي ترینه ځان ورک شي
زه خو باور وکه ویریږمه ډیر
دا ځل به ټول افغانستان ورک شي
******
ته مو طبیب د زخم وټاکلې
ته زموږ زخم ته دوا ولیکه
که ځان له لومې خلاصولی نشې
بیا نو سپېڅلي استعفا ولیکه.