
په هېواد کې د نوي نظام په راتلو رسنيو دومره پرمختګ وکړ ،چې د هېواد په تاريخ کې داشمېره نادره او بې نظيره ګڼلى شو. پخوا په ټول هېواد کې يوې رسنۍ هغه هم ددولت په چوکاټ کې کار کولو او هر ډول پاليسي او هدف به ،چې دملت او دولت په خير تماميدو له هغه به يې ننګه او ملاتړ کاو .
د رسنيو په ډګر کې کله،چې راډيو هېواد ته راغله نودتاريخي اسنادو پربنياديوازې په پلازمينه کې به يې محدودې خپرونې کولې اوخلک به ورته راټولېدل، چې وارکوه نن راډيو څه خپروي . له هغې به که خبر او يا تبصره وه نو هغه به په داسې انداز خپريده، چې دخلکوذهنونه به يې تنويرول اوداسې څه به يې نه درلودل، چې هغه دې يا ددولت پرضدوي او يا دې ملت بې ځايه مشوش کړي.
په اوسني عصرکې په سلګونو رسنۍ په هره برخه کې کار کوي . هغه که چاپي برخه ده ،هغه که غږيزه برخه ده اوکه انځوريزه برخه دوى پکې فعالې دي. رسنۍ هم په دې خاطر،چې يوڅه توليد کړي نو زيار باسي ترڅو داسې څه خپاره کړي ،چې يوازې ددوى وخت پرې ډک شي او څپې يې بندې نه شي . نوددې لپاره په هر ډول خپرونو صرفه نه کوي . هرڅه، چې په لاس ورځي نو دخپراوي هڅه يې کوي . دې سره خوا کې يو بل نوى دود دورځې په ګرمه موضوع او يا همداسې په کومه ملي ياسياسي موضوعاتو بحثونه دي . نو دې مباحثو هم د فرمايشي سندرو په شان جوړېدل ډېر اسان او ساده ګرځيدلي دي؛ ځکه ،چې کومه رسنۍ،چې وغواړي بحث جوړکړي نو دانه ورته ګوري ،چې داڅوک دى کومه علمي درجه لري او په کومه څانګه کې پوهېږي خوپه غوږ يې رانيسي اود مېز ترشاورته موقع برابروي . بحث کوونکى هم، چې کله د هغه خپرونې مقدمه واوري او دځان د معرفت په اړه له خبريال څخه يادشوي القاب اواوصاف واوري نو يو دم ځان ورته جامع الکمالات ښکاره شي او په خبرو پيل وکړي . ښاغلي کار پوه صاحب څخه ،چې څه پوښتنه کېږي نو دى داسې ځواب ورته ورکوي ،چې ته به وايي په همدې رشته کې يې ډاکټري کړې ده . ښاغلى کارپوه يودم په دولت نيوکه، په خلکونيوکه ، په نظام نيوکه او په نړيواله ټولنه نيوکه پيل کړي . اوس پوښتنه داده ،چې کارپوه صاحب لومړۍ، چې ته دا نيوکه کوې ايا ته په خپل ذهن کې کومه بله معقوله دحل لاره لرې ترڅو داستونزه ستا په طرحه حل شي؟ او که يوازې نيوکه کوې او دحل څه تدبيردرسره نه شته که له دې هم راتېر شو ډېرى داسې کسان وي ،چې هغه په خپله په يو سيستم کې کارکوي او دهماغه دولت څخه ځان تغذيه کوي خو، چې کله يې څوک کومې ميډيا ته وبولي نودخپلې ناپوهۍ پرده په نظام باندې د نيوکو او د پټو رازونو په خپرولو کوي ،چې دا چاره هم يوه ستره او نه جبرانيدونکي تېروتنه ده . ښاغلي ميلمه نه يوازې خپل ځان خام ښکاره کړ ،بلکې له خپل ملت، له خپل هېواد سره يې ستر خيانت وکړ . په ده باندې د شوي اعتماد راز يې ټولې نړۍ ته ښکاره کړ.اوس خبره داده زه دا،چې ترکاڼي د بېزو کار نه دى .لومړۍ له خپلو رسنيو غواړم ،چې دوى دې داسې بحثونه جوړکړي ،چې هغه د ولس،د خلکو او دخپل حکومت په ګټه وي له خپلې رسنۍ څخه دې داسې چا ته اجازه ورنه کړي ، چې هغه يوازې نيوکې کوي او نورکوم څه په ذهن کې نه لري. راځئ ملي ارزښتونه مقدم وبولو،نه خپل شخصي غرضونه . هغه څوک رادعوت نه کړو، چې يوازې خپلې چوکۍ ورباندې ډکې کړو نورنوددوى خبرې لکه د زهروباران په ملت او ولس باندې ورووروو، بيا په خپل وار له کارپوه صاحب څخه داهيله کوم،چې د شهرت په خاطرخپل هېواداو د هېواد د خلکو اذهان مه ککړه وه . که چېرې په کومه چاره کې نه پوهېدې بحث مه پرې کوه او که پوهيدې نوبياداسې څه پرې ووايه، چې هغه واقعاً رغونکي او اغېزمن وي . په اوسنيو شرايطو کې موږ ملي يووالي،سولې او امنيت ته ستر ضرورت لرو؛ ولې په بې ځايه خبرو دې اصلونوته زيان واړوه. بايد هغه څوک راوبلل شي او بحث دې وکړي ،چې هغه واقعاً په هغه رشته کې کار پوه وي او رغوونکى نظر ولري .
لیکنه :سپين روان نورزى