
دخوست اوسني موقعيت او ارزښت ته په کتو د نړۍ ترډيرو مشهورو او پرمختللو هېوادونو هم دلته د ځمکې ارزښت ډير لوړاو بيه يې ګرانه ده ځکه ،چې له يوې خوا دلته اباده ځمکه کمه ده او له بلې خوا په خوست کې ورځ تربلې خلک هڅه کوي ،چې ښار پراختيا پيداکړي .د خوست هوا اواوبه د خوست دومره مينوال پيداکړي ،چې دنړۍ له هر کونج څخه خلک داهڅه کوي ،چې په خوست کې د ځان لپاره يوه لوېشت ځمکه پيداکړي خو ځينې خلک داهڅه دقانون او يوه چوکاټ په دننه کې کوي اوځينې خلک بيا داهڅه له قانون څخه دباندې په يوه داسې لارکوي ،چې هم د ولس سترګوته خاورې وشيندې او هم غواړي ،چې په ترټولو ښه سيمه کې ځمکه ونيسي .چې داکارنه يوازې زموږ د خوست ځمکه ضايع کوي بلکې د راتلونکي نسل لپاره يوه ستره اونه بخښونکې ضربه ده هغه په دې مانا ټول خلک په دې خبردي ،چې د ملک خيال بدين په نوم کوم کس غواړي ،چې د خوست (٤٢٠) جريبه اباده ځمکه د مزار شريف په شاړو ساراګانو بدله کړي او په همدې خاطر يې هڅې پيل کړي او په جعلې او نقلي ډول يې بېل بېل اسناد اومدارک ځانته تيارکړي دي ترڅو دخوست د ښار مهمه ځمکه ونيسي . دې خبرې د خوست ولايتي اداره ښه کلک مخالفت کړى او نه غواړي ،چې داجعلي معامله ترسره شي ، نوداچې دخوست وګړي څه وايي په دې اړه مو په دې ګڼه کې د خلکو نظرونه راټول کړي دي .
ځوان ژورناليست احمد شاه : لکه څرنګه ،چې داخبره ډېره ياديږي ،چې افغانستان يو غرنى هېواد دى نو په دې خبره ښه صدق هله کېداې شي ،چې د خوست ځمکې وکتل شي . خوست هغه ولايت دى ،چې اکثره وګړي يې دکرهڼې او بزګرۍ په کسب روزي ګټي .خوله بده مرغه ،چې دلته ځمکه څومره ،چې لازمه ده دومره زياته او پراخه نه ده اکثره سيمې غرونه او خوړې دي ،چې نه په هغه کې استوګنه امکان لري او نه په هغه کې کرکيله او داهم ټولو خلکو ته معلومه شوې ده ،چې خوست په دې وروستيو کې څومره انکشاف کړى او په ځانګړي ډول ښاري انکشاف ته څومره اړتيا لري او بايد ښۀ په سم ډول انکشاف تقويه شي ،ځکه ،چې دا د خوست په راتلونکي پورې اړه لري .نودا،چې خوست ولايت هم د ښاري انکشاف لپاره او د کرهڼې لپاره ځمکې ته زياته اړتيا لري بايد د خو ست ځمکې د کوم بل ولايت له ساراګانو سره تبادله نه شي . په دې وروستيوکې کوم کس نيت کړي ،چې د خوست (٤٢٠) جريبه ځمکه د مزار شريف د ځمکې په بدل کې ونيسي او په جعلي ډول يې اسناد ورته تيارکړي بايد په کلکه محکوم شي . رښتيا هم دخوست ولايتي ادارې ددې کس په مقابل کې مبارزه پيل کړې خو دا ،چې دا يوازې د دولت يا ولايتي ادارې مسوليت نه دى ، بايد ټول ددې په مقابل کې راپورته شي او دداسې خلکو لاس ونيسي ترڅو په راتلونکې کې هم څوک داسې جرائت ونه کړي او دخوست قيمتي ځمکې په شنډو ساراګانو بدلې نه کړي .
زه د يوه ځوان افغان او ديوه خوستي په توګه لومړى له هغه کس ، چې دلته يې ځمکه نيولې ده هيله کوم ،چې دا ځمکه راته خوشې کړي ترڅو په دې ځمکه کې ښوونځي ،کلينکونه اونورعامه ځايونه جوړشي . که چېرې دى داهيله نه مني نو بيا له خپلې ولايتي ادارې دا غوښتنه کوم ،چې هېچا ته دې دا اجازه نه ورکوي ترڅو د خوست ځمکې په دا ډول لاندې کړي او هم دې مرکزي دولت ته داپيغام ورسوي ،چې داسې کار دې نه کوي اودا ډول خلک دې ونيسي . که ولايتي اداره هم کمزورې شوه ، نو بيا دخوست له عامو خلکو او دخوست له ولسونو غواړم ،چې په داسې اقدام دې لاس پورې کړي ،چې په راتلونکي کې دنورو دا ډول کسانو لپاره هم دعبرت درس وګرځي او بيا څوک دې ته زړه ښه نه کړي ،چې په داډول د خوست ځمکوته ورلنډ شي .فضل وزېر هيله من : دهېواد په کچه ددولتي ځمکو د غصب مافيا په زرګونوجريبه حکومتي ځمکې په ناقانونه توګه غصب او نېولې ،چې دغې چارې په کورنۍ کچه د افغان دولت له زښتوزياتو ننګونو او خنډونوسره مخ کړى دى . خوست هم يو هغه ولايت دى ،چې په زرګونه جريبه ځمکه يې دزورواکو او يوشمېر بيروکراتانوله خوانيول شوې ده ،خو ددغه ولايت اوسنۍ ادارې پتېيلې ،چې ددغو زورواکانو او مافيا يې کړيو څخه دولتي ځمکه ازاده کړې ، چې په دې ترڅ کې د غرغښت لېسې سره اړوند (٤٢٠) جريبه ځمکې يادونه کولاى شو . دغه ځمکه يوه تن په اصطلاح سوداګر له خوا د جعلي اسنادو په کارولو سره دغصب پر مهال کې وه،چې د خوست مشر تابه په هڅو سره له اړوند جعلکار کس څخه واخېستل شوه او بيرته ددولت په ملکيت داخله کړاى شوه . ټول خوست مېشتي قومونه او ولسونه د ښاغلي عبدالجبار نعيمي له دغه اقدام څخه د زړه له تله مننه او قدرداني کوي او په دغه لار کې ورته لابرياليتوبونو غواړي .ډاکټر لاهور خان امانيار : څو کاله کيږي چه د خوست ولايت ښارته نيږدي ځمکې ډيرى قيمتي شويدي يعنى نرخونه يې دومره لوړ دي ،چه د ګاونډيو هيوادونو د مرکزي برخو سره سمون خوري . له يوې خوا د خوست ولايت داطرافو او غرنيو سيمو خلکو ښارته مخه کړې . ترڅو خپل ورځني کاروبارتجارت پرمخ يوسي او له بلې خوا هغه سهولتونه ،چه په ښارونوکې وي لکه ښوونځې ،روغتونونه او داسې نورو څخه ګټه واخلي او روزمره ژوند ته ادامه ورکړي نوله دې کبله هر څوک کوښښ کوي تر څو يوکورجوړ او پکې ژوند وکړي . خو بعضى داسې کسان هم شته چه دولتي ځمکې په رشوت زور او په نورو طريقو غصب او يا خپلى کړي .څرنګه ،چې خوست ولايت پخواني والي معراج الدين پټان په وخت کې ځينې خلکو د هېواد د نورو ولايتونو څخه ځمکې خوست ولايت ته راتبديل کړيدي ،چې نوموړې ځمکې په سوونو جريبوته رسيږي او دا ځمکې چه تبادله کيږي د خوست بازارپه يوډير نږدي ښايسته اومهم ځاى کې پرتې دي ،چې ګڼ خوست مېشتى يې سخت انديښمن کړي دي. ځکه چې که چيري داځمکې تبديل شي له يوې خوا به يې ګټه شخصي جيبونو ته ولويږي او له بلې خوا به دولت د ځمکې د کمښت سره مخامخ شي . ځکه چه د خوست ښار نفوس له يوې ورځې څخه بلې ته زياتيږي .څرنګه چې نفوس زياتيږي نو ورسره ورسره ښوونځيو، روغتونونو او نورو دولتي تاسيساتو د جوړولو ضرورت هم زياتيږي . چه دولت مجبور دى له خپلو ځمکو څخه کارو واخلي .که چيرې دا ځمکې بدلې شي نومعلومه خبره ده چې د خلکو غصه به راوپاريږي، په لاريونو نو به لاس پورې کړي کېداي شي په يو لوى ناورين بدل شي ،نو د قومي مشرانو ځوانانو څخه مو هيله داده ،چه دولت دې ته پرېنږدي ترڅو داځمکې تبادله شي . بايد دولتي چارواکو سره په تفاهم سوله ييزى مظاهرې وکړي .او دخوستيانو حقونه د شخصي جيبونو څخه وژغوري. څرنګه چه د خوست محترم والي صاحب ددې بدمرغيو په مخنيوي کي پوره رول لوبولى او کوښښ يې کړى ،چې دداسې کسانو مخه ونيسي خو موږ د محترم والي صاحب څخه لازياته هيله کووترڅو په دې برخه کې نور کوښښ هم وکړي . او د قومي مشرانو او سپين ږيرو څخه موهيله داده چې د خوست خاوره ديوڅو روپيو په مقابل کي ونه پلوري او نهايي کوښښ وکړي ترڅو د خپلو خلکو په مخ کې يو ښه نوم او تاريخ ولري او دخوست ولايت ځمکې خپلې وګني او هيچا ته دا اجازه ورنه کړي چې د خوست ځمکې د نورو ولايتونو په ځمکو بدلې شي .داکټر محمد ولى شاه پکتين : موږاو تاسې پوهيږو ،چې خوست يو سرحدي ولايت دى اوپه ضمن کې يو ښکلى زراعتي او با ارزښته ولايت دى . ديوې خوا دخوست ځمکه د زراعت په برخه کې ډير يوفعال رول لري ځکه په اوړي کې ژوند په کې کيږي نو ځکه د خوست ځمکه د افغانستان له نورولايتونو څخه باارزښته ده او هر سړى کوښښ کوي ،چې په خوست کې يوه ټوټه ځمکه ولري ترڅو دوى په ارامه توګه خپل ژوند په کې وکړي . او ورځني کارونه ترسره کړي .د بلې خوا بعضې غاصبين غواړي ،چې په ناروا توګه د خوست ولايت ځمکه تر پښو لاندې کړي اود خوست خلکو حق پايمال کړي ،چې ددې ښۀ بيلګه ملک خيال بدين دى د خوست ولايت سابقه والي معراج الدين پټان په وخت کې د مزار په سلونو جريبو ځمکه رابدله او د خوست ښار د غرښت لېسې ته نږدې په سلونو جريبه ځمکه ترلاسه کړي .خو خوشبختانه داوسني والي په برکت يعني عبدالجبارنعيمي په کوښښ ددې خيانت مخه ونيول شوه او ملک خيال بدين څارنوالۍ ته معر في کړو نو زموږ غوښتنه د خوست مشرانو څخه داده ،ترڅو دوى بايدخپل خلک او اولس وهڅوي ،چې ديوې سوله ييزې مظاهرې په جوړولو سره ددې خيانت غندنه وکړي او سوله ييزه لاريونونه په لار واچوي او په دې هغه مجرمين ،چې کوښښ کوي د خوست ولايت ښکلې ځمکه په ناقانونه توګه ترلاسه کړي مخه يې ونيول شي اوزموږ هيله داده ،چې
ښاغلي نعيمي ته دې نو رهم خداى پاک توفيق ورکړي ،چې دغاصبينو اومجرمينو پر وړاندې کلکه مبارزه وکړي اودا مجرمين د قانون منګلو ته وسپاري .محمدالله : نن سبا په ټول افغانستان کې غاصبين يا بعضې ځمکه نيونکي اشخاص په زياته پيمانه پيداشوي په ډېره سپين سترګۍ سره د خلکو او دولت ځمکې لاندې کوي که چير ته دولت ددغو خلکو مخه ونه نيسې نو ددولت او خلکو ترمنځ بې باورې پيداکيږي .دولت ته پکار دي ،چې دغه خلک ونيسي اودقانو منګلو ته يې وسپارې که چير ته ونه نيول شي نو موږ به لاريون وکړو او ددغو خلکو مخه به ونيسو.موږ ته په کار دي ،چې د ولايتي ادارې ملاتړ وکړو. موږ د خوست والي عبدالجبار نعيمي څخه غوښتنه کوو،چې غاصبين ونيسي او دقانون منګلو ته يې وسپاري او ورته سخته سزا ورکړي . په خوست کې د زراعت او دمعارف ځمکه بايداباده شي اودغاصبينو له منګلو خلاصه شي په هغو ځمکو باندې مکتبونه، تفريحي پارکونه جوړشي . ځکه دا ځمکه د خوست عامه شتمني ده دابايد لوټ نه شي .
سپین روان