دمبارزځيرمن دناول مخکتنه!

 

زيارخان ياد
په ننګرهارکې جلالکوټ ادبي خوځښت دروانې وږي مياشتې پراتلسمه دځوان شاعر اوليکوال مبارزځيرمن دناول(په غم کې تانه کمه نه يم)دمخکتنې غونډه وکړه.
داغونډه په ننګرهارټولنيزمرکزمېديوتيک کې(چېرته چې دهرې جمعې ورځې پرسهارد دې خوځښت اونيزه غونډه ترسره کېږي)جوړه شوې وه.
ترهغې وروسته چې محمودخزان دقرآنکريم دڅومبارکو ايتونوتلاوت وکړ،دجلالکوټ ادبي خوځښت دويم مرستيال انورالحق يرغل دپرانېستې اوهرکلي ويناته راوبلل شو.
يرغل مېلمنوته دهرکلي ويلوترڅنګ دخوځښت پرموخو،لاسته راوړنو اوپلانونو درڼااچولوپه ترڅ کې د داسې غونډو له لارې دځوانوادبي فعالانو هڅونه او روزنه دخوځښت له بنسټيزو موخوڅخه وګڼله.
ويې ويل،خوځښت تردې وړاندې شپږڅلوېښت ځانګړې اونيزې،دمخکتنو څلور اود مشاعرو دوه ځانګړې غونډې کړي چې دننګرهارپه روان فرهنګي بهيرکې بېسارې هڅې ګڼل کېداى شي.
ترپرانېستې ويناوروسته دمبارزځيرمن لنډه پېژندنه چې بختيارساحل ليکلې وه،دښه ژورنالېست عبدالله هوډ لخوا ولوستل شوه.
وروسته دمخکتنې لړۍ دځوان ليکوال اوژورنالېست محبوب شاه محبوب پرليکنې پيل شوه،محبوب دناول دځينوبرخو دستاينې ترڅنګ وويل چې ژبه يې ترمعياري زياته سيمه ييزه بڼه لري چې بايدداسې نه واى.
ورپسې بل ځوان ليکوال دوست محمددوست خبروته وبلل شو،ده لومړى په لنډوخبروکې يې وويل چې ځيرمن دناول په مکالموکې يې داړتياله مخې سيمه ييزه لهجه کارولې.
بيايې دننګرهارملي راډيو دکتاب ښه ملګري هغه خپرونه چې ده دځيرمن پرناول په تنقيدي بڼه جوړه کړې وه،په غږيزه بڼه پرګډونوالو واوروله چې ستاينه يې وشوه.
بله ليکنه دپياوړي ليکوال اواديب استادسيدامرالله امېدوه چې دځينوستونزو له امله يې دنه رارسېدو له کبله دخوځښت غړي جانان زمري ولوسته.
ښاغلي امېد هم په ليکنه کې يې دناول دځينوخواوو په ستاينې سره دلهجې سيمه ييزتوب ته نيوکه کړې وه.
دجلالکوټ ادبي خوځښت مشرارشادرغانددخپلې ويناپرمهال ناول په ټوليزډول وستايه خوپه ژبه کې يې ترمعياري ليک ډېرسيمه ييزې لهجې ته ډېره پاملرنه او په ځينوبرخوکې دناول دپېښونامنطقي والى دنيوکې وړوګڼل.



رغانددځيرمن دادبي ژوند له پيله په يادونې سره د ده هڅونکو اوپه ځانګړې توګه دښه شاعر او ژورنالېست فريدون خوځون يادونه وکړه،همداشان يې  له مومندخپرندويې ټولنې دناول دخپراوي مننه وکړه اودځوانو ليکوالو داثارو په چاپولوکې يې هڅې دستاينې وړ وګڼلې.
بيادناول ليکوال مبارزځيرمن له جلالکوټ ادبي خوځښت څخه پرناول يې دمخکتنې اوويناوالو اوليکوالو څخه پرې دبحث مننه وکړه.
دمخکتنې دبرخې په پاى ته رسېدو سره ازاده مشاعره وشوه چې:پياوړي شاعر اوليکوال بازمحمدعابد،الله محمدحسنزي،جانان زمري،محمودخزان،خوشال دراني،عبدالله هوډ،مقدس نورستانکزي،عبيدالله ارماني،انورالحق يرغل،مبارز ځيرمن،دوست محمددوست،صابرشاه صافي،امرالله څپاند،رحيم الله همراز،يحيى سيمه ييز،عبدالله حبيبزي،حضرت يوسف يوسفزي،زيارخان ياد،خيبراحمدترور او يوشمېر نورو خپل شعرونه او ترنمونه واورول.
دغونډې وياندويي زيارخان ياد اوخيبراحمد ترورکوله.
په وروستۍ برخه کې پياوړي شاعر بازمحمدعابددسپتمبرپرڅليروېشتمه په بېلا،بېلو هېوادونو کې دنړۍ دبدلون په غوښتنه دکېدونکومشاعرو په اړه معلومات ورکړل او له خوځښتوالو سره يې په ننګرهارکې د دې مشاعرې پرجوړولو خبرې وکړې.
دخوځښت مشررغاند وويل،خوځښتوال پردې فکرکوي چې دامشاعره له خپلې لومړۍ کليزې سره يوځاى اوکه ترې بېله ونمانځي،په دې اړه به خپله پريکړه عابدصيب اوهجرت الله اختيارسره چې په دې برخه کې هلې،ځلې کوي،شريکه کړي،خو د دې مشاعرې کوربه توب ته حاضردى.
په همدې سره غونډه دغرمې پرنېږدې دولسو بجوپاى ته ورسېده.