
((وروستى
سړى))، يا ١٩٨٤ سياسي او ټولنيز ناول د وتلي اروپايي ليکوال جورج اورويل اثر دى چې
تر چاپ وروسته د نړۍ په ٦٥ ژبو ژباړل شوى او په دې توگه د نړۍ يوازينى ناول دى چې
دومره گڼو ژبو ته ژباړل کېږي
نوموړى اثر خورا مشهوره دى او د نړۍ په بيلابيلو ملتو کې
ډير مينه وال لري . دغه اثر په دې وروستيو کې ځوان ليکوال او ژباړن عزت الله
پېژاند پښتو ته راژباړلى او تازه له چاپه راوتلى دى. د کتاب او مطالعې مينه وال
کولاى شي دغه ناول په کندهار کې له افغان کتاب او قرطاسيه پلورنځي سردار مدد
څلورلاري نه او کابل کتاب پلورنځي څخه تر لاسه کړي. ياد ناول په کابل کې له ميوند
خپرندويه ټولنې او علامه حبيبي پلورنځي هم تر لاسه کېداى شي. که تاسو په نورو
ولايتونو کې د دغه کتاب د تر لاسه کولو لېوال ياست، نو پر لاندينۍ پته برېښناليک
واستوئ:
Ezat_pezhand@yahoo.com