
د کندهار پوهنتون استادانو
محصلينو او کارمندان چي د پنځو زرو په شا وخوا کي و، د يو پراخ لاريون په ترځ کي د
پاکستان د تيري په وړاندي سوله ييز لاريون تر سره کړ چي مرګ دي وي پر پاکستان، مړه دي د افغانستان دښمنان او
ژوندي وي زموږ ملي اردو، ملي پوليس، سرحدي ځواکونه او نور ګڼ شعاورنه يې ورکول د
سهار پر ٨ بجې پيل او د ورځي پر لس بجې ددې پريکړه ليک په صادرولو سره پاي ته وسيد
پریکړه
لیک
څرنګه
چي خبریاست
د پاکستان له خوا زموږ په خاوره کي په خپل سرتاسیسات جوړسوي وه اوبلاخره تیره چهارشنبي ورځ چي ۱۳۹۲/۲/۱۲نیټی سره سمون خوری دپاکستانی فوځ
لخوا په افغاني سرحدي قواوو وسله وال بريد ترسره شو چي افغاني ځواکونو د خپل ځان د دفاع په موخه
ورته غبرګون وښود چي دا د پا کستان دحکومت
لخوا دافغانستان په خاوره
ښکاره تیری دی خو دا ډول حرکتونه چي زموږهر ګاونډی هیواد يې ددوست په جامه کي کوي ټول افغان ولس اوپه
خاصه توګه دکندهار پوهنتون استادانو اومحصلینو ته د منلو وړ نه دي
او د دا ډول تيريو کلک مخالفت کوي اود هغه په وړاندي یې په یو ږغ ځواب ویوونکي یو او هیڅکله به کوم بهرني هیوادته اجازه ورنه کړو چي داسي اعمال ترسره کړي چي په هغه کي دافغانستان ملي حاکميت، خپلواکي او د خاوري برخه د بل چا له خوا اشغاليږي.
موږدکندهارپوهنتون ټول استادان
اومحصلین او کارمندان خپل اواز او غوښتني افغان حکومت،
نړيوالي ټولني او په خاصه توګه د امنيت شورا ته وړاندي کوو چي ددې بر بنډو تيريو
مخه دي ونيسي او د نړيوالو اصولو په رڼا کي دي د پاکستان حکومت څخه پوښتني طر حه
کړي.
لاندي ١٢ مادئيز
پريکړه ليک وړاندي کوو
١ – موږ د پاکستان د اى اس اى او مليشو تيرى په خپله مقدسه
خاوره په کلکه غندو .
٢ – موږ د ډيورنډ د مسئلې او ننګرهار د ګوشتې په ولسوالۍ د
پاکستاني نظاميانو د تعارض په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت رئيس جمهور د
وينا او پريکړي په کلکه ملاتړ کوو.
٣ – موږ د سولي غوښتنکي يو او جګړه نه غواړو که څوک جګړه
راباندي وتپي افغانان به هغوى ته ملاماتوونکى ګذار ورکړي.
٤ - د افغانستان دښمنان دي د افغانستان د تاريخ له
پاڼو درس او پند واخلي، او د تيري فکر دي له مغزه وباسي.
٥- د دولت د عدليې
او او قضائي ارګانو په راس کي د دولت د عالي مقام څخه زموږ هيله داده چي هغه شمير
افغانان، دولتي چارواکي او د سياسي ډلو مشران چي د هيواد دملي حاکميت، د خپلي خاوري د بشپړتيا
او په ملي مسائلو کي د ملي مصالحو ضد کسان د قانون منګولو ته وسپاري،کوم چي د
هيواد د خپلواکۍ ضد نظريات ورکوي.
٦-
دافغان حکومت ټول لوړپوړي چارواکي بایدپه یو ږغ دافغانستان هردښمن ته په ګډه ځواب ووایي.
٧ - موږدهغولوړپوړوچارواکوله دندي لیري کول اوافغان ولس ته دهغه افشاکول غواړو
چي دافغان ولس داحساساتو مخه نیسي او د افغان ولس ددښمنانوسره پټي معاملي کوي.
٨ - موږبه
هیڅکله هم دډیورنډ کرښه په رسمیت ونه پیژنو.
٩ - افغان
سرحدي پولیسو اوافغان فوځ ته دي پوره امکانات په لاس کي ورکړل شي ترڅو د خپلي خاوري دفاع دهردښمن نه په میړانه او شجاعت سره وکړي.
١٠-
په هرحالت کی موږ د کندهارپوهنتون استادان، محصلین او کارمندان دخاوری ددفاع په خاطر هرډول قربانۍ ته اماده یو او که هره دقيقه
اوساعت ضرورت پيدا سي او هري جبهې ته وغوښتل سو دمرګ تر پولي د خپلي خاوري دفاع ته
حاضر يو .
١١-هیڅ
خارجي اتباع ته دا حق نه ورکوو چی دافغانستان
په داخلي اوخارجي چارو کي لاس وهني وکړي.
١٢ – د هيواد پر
ټولو پرګنو قومونو ږغ کوو چي ملي يوالى تامين او د خپلو نيکونو او پلرونو په شان
تاريخ راژوندى کړي تر څو د خاوري دښمنانو ته داسي جواب ورکړو چي په تاريخ کي يوه
نوې پاڼه پرانيزو.