بې خونده خبرې(۱۸): لس کاله وروسته!!!   (لومړۍ برخه)

     
وسیم سجاد، کابل
سپټمبر۲۰۱۱،۱۰
۹/۱۱ په افغانستان حملی ته لار پرانیستله. طالب نظام یی چپه، د شمالي ټلوالی وحشیان یی په کابل کی بیا دواک په ګدی کینول؛ له غربه یی د رښتيني افغان کارپوهانو پر ځای بې سواده کسبه کاران د هوټلونو مزدوران، پیزا خرڅوونکی یی د تکنوکرات په نامه را غونډ او د افغانانو هغه دایمی هیله چی خارج کی زمونږ مسلکیان پراته دي که راغلل وطن به جوړ کړي یی خړوبه نکړه.
د ۹/۱۱ څخه نن لس کاله تیریږي، خو طالبان اوس هم د باندنیو ځواکونو او افغان حکومت لپاره د فشار وسیله دي. لس کلن دیموکرات حکومت او امریکی نه داچی طالبان له پښو وغورځول بلکی اوس ورته خبرو ته یی دراماتیدو هڅه کوي. زمونږ د امنیت لپاره له مسلمانه (ترکیی او اماراتو) نیولی ترلاتینی امریکی هیوادونو خپل عسکر زمونږ مرستی ته راولیږل خو زمونږ امنیت یی ټینګ نشو کړای. د لکونو امریکایی عسکرو په شتون کی، دبیلابیلو خارجی ځواکونو باوجود اوس هم د کابل نیکتایی دار له په خلاص زړه ترلوګره نشي تلای. اوس هم افغان حکومت د یو ډ‌ول ملک الطوایفی ښکار دي. په کندهار کی دکرزي کورنی زور چلوي او شیرزی یی شړلی دی. په ننګرهار کی د قدیر کورنی نیغه نیغه کیږي او دجهاد او مقاومت کریډټ د ځان بولي. او په مزار عطا ولکه لګولی دی. په هرات کی امیر صاب اسماعیل خان اوس هم نفوذ او نفوس لري. ټلواله اوس هم د شمال د هر ولایت قومانداني او ولایت خپل بولي د داوود،داوود ځای ناستی هماغه پخوانی سور کافر بابا جان مقرر شویدی. کابل حکومت یوه ګډوله دی او متجانس یی نشو بللی. د شمال ټلواله د بی ۵۲ له برکته  د لیموزین او بلند منزلونو څښتنان شول؛ له پیسو پرته هیچا ته هم معتقد نه دي. پخواني جهادي پنډتان په کُلی توګه امریکی ته تسلیم دي او دوخت د خلیفه بُش د لاسونو د مچولو ویاړ یی هم په نصیب شو. له اوږد ږیري سیاف نیولی تر دیموکرات ګیلاني، ټول د قراردادیانو په کټګوری کی اول دي. دوی داوسنی نړی دجنت هر څه لري: زر، زن،زمین. زامن یی هم له نورو په همدی شیانو کی رقابت کوي. خو ترمنځ یی مشترکات هم کم نه دي لکه:
الف: پوهنتون جوړول
ب: تلویزون درلودل
ج:ساختماني شرکت درلودل
د: وزیر درلودل
ح: سفیر او والی درلودل
او څه و څه...
سیاف د جلوزو په کمپ کی د ښځو لیسه نه پریښوده او حکمتیار ته یی د بنات المومنات په خاطر پیغور ورکاوه. اوس مهال نیغ دسرو شونډو، غټ سترګو او کمر باریک په منځ کی د څڼو په ځای ږیره اچوي. په دوی کی قانوني او رباني له نورو قدم وړاندی دي. قانوني له امریکایانو سره یو ځای خصوصي زندان درلود . امریکایان هغه یی خو د محکمی تر دروازی راکش شول خو په قانوني دکرزي دقانوني چپنی سیوری وغورځید.
ربانی خو په کابل کی هیټل هوټل لري چی له سرینا سره یی رقابت له هیچا هم پټ نه دی. د جینکیو او چرسو له چلولو نیولی ترهرڅه د خارجیانو په واک کی ورکولای شي.
بله خوا قانونی صاب د اولی الامر په اطاعت کی له .... مسعود وروسته نه دی پاتی. که هغه ۵۲ ملیونه ډالر تر دوبی رسولي خو پولیسو قانونی صاب هم په دوبی کی نیولی خو کرزي تل د شفیع رول ادا کړی. که له یوی خوا له واسکټونو سره ګیر شوي ترهګر بخښي بله خوا بیا د غلو،داړه ماروه د بخښلو بلانس ته هم متوجه دی.
دلته د هری پیښی لپاره کمیسون جوړ شوی خو نتایج یی لا ښکاره نه دي. ملت اوس هم نه پوهیږي چی دومره کمیسونونه د څه شي دموندلو لپاره په لار اچول شویدي؟
د لته هرچا خپل رهبر او خط سیر وموند. خو پښتون اوس هم په خره پسی روان دی. پښتون څو سره مار چیچلی:
-حکومت له چاودنی وروسته د غټی پګړی او ببری ږیری کس نیسی او امریکایان هم له چاودنی وروسته د پښتون کور تلاشي کوي
- ای ایس ای، ایف بی ای، سیا، ایم ۱۶ او د افغان امنیت اداری ټول لکه سپي په پښتون پسی دي او په اړه یی مالومات را ټولوي.
- دپاړسیوان تور او د ساختماني شرکت چل و ول هم پښتون چیچي.
سړی خو دی نتیجی ته رسیږي چی د ځمکی او اسمانونو ټول کاینات سره یوځای شوي ترڅو د پښتون په نامه پیدا ملت محوه او ورک کړي.
کور زمونږ ورانیږي خو اتل مسعود راوځي. چاودنی په مونږ کی کیږي؛ خودکُش زمونږ ځوی؛ مدرسه زمونږ ورانیږي؛ بمبار په مونږ کیږي خو چیغي دوی وهي!!! قهرمانان دوی راخیژي!!! پښتون اوس هم خلقي، مجاهد او طالب لري خو نور په اسانی له دی ټولو تورونو پاک شول. د پاړسیوان اخبار، تلویزون، مجله، رادیو د پښتون په هر څه انتقاد کوي او روا یی بولي خو د پښتون هغه یی اوس هم د شرم له پولي، د ملي مشارکت له پولی نشي تیریدای.
حکومت هم دعوه کوي چی لاس ته راوړنی لري:
تعلیمات: بلا مکتبونه جوړشوي او حکومت وایی چی تعلیمات یی د هیواد تر لرو پرتو سیمو رسولي. په دوی کی خو خصوصی سکټور بیخی نمایان دی. خو په هلمند، روزګان کی داسی لیسی او ولسوالی هم شته چی یو تعلیم یافته لري. کندهار کی اوس هم د مکتب دروازی تړلي دي. دخصوصي سکتور په نامه نوی تجارت پیل شوی. په دی لیسو کی د پاکستان تعلیمی نصاب چلیږي. حکومت او قوانین وایی چی ابتدایی تعلیمات باید په مورنی ژبه ترسره شي. خو خصوصي سکتور کی هر څه په انګریزی دي. د ″مڼی په شمار″ په ډرامی کی له اسماعیل شاهد سره اتم فیل(ناکم) جینکی په دندو بوختی دي او په دی خصوصی ښوونځیو  کی هم. بلا کاتی کیږي. مکتب به د چا په نامه لایسنس اخلي، ځان به راجستر کوي خو بیا فعال مدیر یی چی ګوری نو دولسم په قران کړی.
د یونیفورم، ټرانسپورټیشن په نامه له خلکو بلا پیسی اخلي. لنډا داچی دلته هرڅه په پیسو دي.
په نوي نصاب هم کار شویدی. په ځینو کمیسونونو کی خو له اصف جان ننګ !!!هم نظر اخیستل شویدی!!! اصف ننګ!!! پوهاند!!! او معاصر متفکر!!! ډاریږم چی کومه ورځ د کوم کتاب په صفحه د احمدي وردګ نوم ظاهر نشي!!! د پښتو په ادبیاتو کی ځان کو...،کو.. نه کړي. خو امکان یی شته!! زما غوندی یی کله، کله مضامین په مجلو، مجلو کی راتلل.
په نصاب کی کوم ستر تغیر نه دی راغلی. هماغه د مجاهدینو دوخت نصاب دی. خو هلته:
الف الله وو؛ دلته الف انار.
ت توره خو دلته د توری ځای تلی نیولی
ټ ټوپک خو اوس پکی د ټ ټوپک پرځای ټ ټال لیکل شوی
ج جهاد خو دلته ج جاله وان لیکل شویدی
ق قران وو خو دلته ق قلم دی چی بد نه دی.
نصاب کی یی له انټرنیټه څو عکسه اخیستی چی له پخواني هغو چی تصویر یی ناروا ګاڼه د توپیر په کټګوری کی اچولای شو.
د نصاب چاپ باندی ملیونونه ډالر مصرف شویدي او زیاتره پیسی احمدي پرنټنګ او بهیر پرنټنګ خوړلي. په نصاب هومره روپی مصرف شوي څومره چی په امریکی کی دنصاب لپاره بودیجه تعینیږي.
له خصوصي او دولتي ښوونځیو تفتیش بی اندازی کمزوری او که شتون هم لري نو رشوت یی سترګی خړی کړیدي. د ښوونځیو دلیاقت کچه خو دومره لوړه دی چی د روان هجری شمسی کال په کانکور کی زیاتره ناکامان له کابل جانه وو د پښتنو ولایتونو خو هسی مور بوره دی.
تحصیلات(لوړی زده کړی): ته
د نوی حکومت سترګی په خصوصي پوهنتونونو هم جږی دي. خو له پوهنتونه فارغیدونکی نه د افغانیت دی، نه دانسانیت او نه پوره امریکایی.
څو ټکی انګریزي یی چی زده وي په خصوصي پوهنتون کی داخله اخلي، او پوهنتونونه هم داخله ورکوي ترڅو د محصلینو تعداد یی زیات شي ترڅو لوړ عاید ترلاسه کړي. د محصل انګریزي لیکل دومره بد دي چی د پاکستان د کی جی شاګرد ور پوری خاندي. د خصوصي پوهنتونونو په محصلینو کی ادب مساوی به صفر است. د استاد احترام هغه نه دی چی باید وای. ځکه چی دوی وایی ما فیس میتیم. الله دی اورمیږ مات کړه. فیس خو ورکوی خو استاد خو نه اخلی. د خصوصی پوهنتونونو اداری هم په لوړه کچه مرتجع دي. اصول او اساسات نه لري. یو پنجشیری راځي په پوهنتون کی محصل چپه کوي، وهي یی خو اداره یی نه وباسي. همدا پنجشیری بله ورځ د پوهنتون ګارډ وهي خو پوهنتون یی نشي ویستلی.
د محصلینو دلیاقت کچه خو دومره لوړه دی چی خپل تیزس هم پخپله نشي لیکلی. ما تراوسه څو فارغیدونکو محصلینو ته چی یو یی د یو وزارت معین هم دی تیزس لیکلي او په مقابل کی می تری نقود اخیستي دي. خصوصي پوهنتونونه ابتکارات دیي خو که ابتکارات همداسی ادامه پیداکړي نو اینده طفلان را خراب میبینیم.
دا مهال د ایرانی پوهنتونونو بازار هم بد نه دی او دیو کال دننه څلور ایراني پوهنتونونه ثبت وراجستر وزارت تحصیلات عالی اغایی کرزی ګردیده چی په هغوی کی دي:
-نور چی له شاګردانو څخه یی یو داوود کلکانی (د اوسنی پارلمان وکیل) هم دی. لږ دی کوم ژورنالست دی پوهنتون ته سر ورښکار کړي او پوښتنه دی وکړي چی کلکاني هرځل په څو کی پاتی راځي.
- دانشګاه ازاد اسلامي، چی د محصلینو په کټګوری کی یی یو هم د کلیو د بیا رغاونی او پراختیا وزارت مالی معین ښاغلی ویس ... راځي
-دانشګاه خوارزمی، ددی خو څو ورځی کیږي چی میدان ته راوتلی
- جامعه مصطفی، دا هم نوی راغلی
دا چی در مقام وزارت هزاره بزرګوار سرور دانش وجود دارد نو هزاره ګانو هم شانس اورد.
د زور واکانو پوهنتونونه په لاندی ډول دي:
دعوت، استاد سیاف
خاتم النبیین، محسنی
اریا، استاد عطا محمد نور
د هزاره ګانو پوهنتونونه دي:
-کاتب
-غرجستان
-خاتم النبیین
-ګوهر شاد، د ګوهر شاد ریسه سکینه یعقوبی دی؛ دی په پیښور کی هم د ګوهر شاد په نامه پوهنتون درلود.
په ضمیمی کی څلور د ایرانیانو هم ورپسی تړلی شو.
د حکومت د پوهنتونونو سیستم له کاره لویدلی دی. او دلیل یی دادی چی د حکومت د پوهنتونونو استادان هماغه پخواني چپټرونه او میتودونه استعمالوي. د کابل پوهنتون هسی په نوم پوهنتون دی له حقوقو، شرعیاتو او پښتو ادبیاتو څخه پرته دبل څه لوستل پکی دوخت ضیاع دی. پوهنتون هیڅ کوم محصول نه لري. د څیړنو برخه یی خورا کمزوری او له نشت سره برابره دی.
د حکومت نوی اداري سیستم خارجی دی او پوهنتون داخلي. له پوهنتونه چی محصل جان فارغ شي نه په کمپیوټر پوهیږي او نه په اوسني اداري سیستم نو چی په ما مینیدی نو اوس ګرځه لیونی.
 د کانکور سیسټم: د حکومت کانکور سیسټم په پوره ډول سر خوړلی دی. سږ کال له غزني ، بامیان پرته د نورو ولایتو محصلینو د ناکامی کچه بی حده زیاته وه. له لویی پکتیا، لوی کندهاره، لوی ننګرهاره پوهنتون ته د کامیابو کسانو تعداد ورځ په ورځ په کمیدو او ورکیدو دی. روزی شاید برسد که ما شاید محصل در پوهنتون نداشته باشیم. او بیا هغه مهال پښتانه مشران لاسونه لکه مچ تروړي خو هیڅ به هم لاس ته نه راځي. که زه دروغ وایم لږ کابل پوهنتون ته سر ورښکاره کړی. تاسو هرڅه له ننه مه ګوری. لس کاله راتلونکی ته وګوری. نن چی چیرته دپوهنتون استاد دی، ډاکټر دی. اکثریت پښتانه دي. خو ان شاالله لس کاله راتلونکی کی به بیا هزاره برادري په هرڅه واکمنه وي.
leekwal@yahoo.com