بی خونده خبری(۱۷): یو ځل بیا ملت مُرده باد!!!(دویمه برخه)

ولایتو ته تګ د کلیمو په زور!!!
د یو جهادي پنډت په اړه څو خبری!
پښتو نا لیکل شوي قوانین او اصول!
خبریالان یواځی او یواځی له کابله خبری کوي!!!
کیسه لیکونکي له لرو پرتو والسوالیو او کلیو څخه په لیدنی، د زرګونو کیسو دلیکلو الهام اخیستلای شي!!!
د ملی اردو د عسکرو د مړي لپاره باید مُلا له ارګه لاړ شي؛ ملی اردو عسکرو ته څوک ښځه نه ورکوي!!!
ورځ د حکومت؛ شپه د امریکایانو او طالبانو!!!
طالب=امریکایی
پولیس= چرسیان او له مور او پلاره عاق شوي!!!
او د تاریخ پرونی تکرار یو ځل بیا!!!
وسیم سجاد، کابل
سپټمبر۲۰۱۱،۰۴
 
شاعرانه چاپیریال:
بس غرونه،غرونه افغانستان دی. که د وطن هر لوری ته ځی غرونه به ګوری. ۱۹۹۸ او که ۱۹۹۹ کومی باندنی خبریالی یوه اِفترا کړی وه. هغی ویلی ول چی خدای(ج) چی کله نړی پیدا کوله نو کومی اضافه تیږی چی پاتی شوی نو الله(ج) ملایکو ته ویل چی په دی بقایاوو یو ملک جوړ کړی چی بیا وروسته یی نوم پری افغانستان کیښود.
په ټوله لاره به یا خړ یا شنه غرونه ګوری. زمونږ شهري هم غرنی دی. کابلیان هسی ځان ښاریان بولي او له ولایتو راغلو ته غرني وایی په داسی حال کی چی کابل سر تر پایه غرونو محاصره کړیدی.
په لاره کی مو تیره، ګردیز، محمداغه، شانه پادخاو، میرزکه، سیدکرم، شیشنک، کړیی احمدخیل، لجه منګل، څمکني، څپرۍ او نور بلا ځایونه مو ولیدل.
لوګر د جهاد ځانګړی سابقه لري. مامور صابر، تورن غني او نور یی د یادولو دي. حکمتیار هم په چهاراسیاب کی له ریس ګل محمد سره بستره اچولی وه. پیام حق رادیو یی هم له دی ځایه خپرونی کولی. کندهار د مُلا عمر، پنجشیر د مسعود کبیر، سروبی او چهاراسیاب د حکمتیار مرکزونه بللی شو.
په لاره کی د سفر پرمهال می ځینی خاطری د فیلم په څیر په ذهن کی تیریدی. له نیا سره د سید کرم سلیمانخیلو زیارت ته لاړ وم. هغه مهال وړوکی وم!! اوس هم د ډ‌یر عمر نه یم خو بس انقلابا ست که عمرم را ګرفت!!!
روایت دی چی د سلیمان خیلو زیارت ته داوود خان لاړ وو. داوود خان کوم کال خوله کږه شوی وه.(فلج وهلی وو) بلا ‌ډاکټرانو ته لاړ وو او اخری مشوره داوه چی هلکه زیارتونو ته پناه ویسه. داوود خان زیارت ته له ورتګه بیرته خپل اولی حالت ته راغلی وو. که کوم وهابی می مضمون لولي چی کافر می نه کړي. الله بلا به ګردن راوي!!!
داوود خان له دی پیښی وروسته ورته د سرک جوړولو امر کړی وو خو سرک لا تراوسه خام دی.
زه هم له نیا سره د سلیمانخیلو زیارت لاړ وم. الله هغی ته هم شِفا ورکړه. د زیارت څنګ ته ویاله بهیده. سختی یخی اوبه یی وی. کوم پاکستانی هم راغلی وو. د سهار پرمهال ما او ده اودس کاوه خو چی څنګه یی اوبو ته لاس دننه کړ نو ویی ویل چی وای! ما ورته حیران حیران کتل. ده ویل چی په اوبو کی مو واوره اچولی؟!!!
هغه مهال سلیمان خیلو زیارت ته د ورغلي سرک دواړو غاړو ته بمونه فرش وو. د زیارت شا ته تور غر دی. که چا ته یاد وي د لته د مچ پوسته وه چی پکی پرتو عسکرو تر ډیره له مجاهدینو سره مقاومت وکړ.
هغه مهال په میرزکی کی خزانه راوتلی وه. له خزانی دراوتلی خاوری رنګ سیمټي وو. په کوم موټر کی چی زه د سلیمانخیلو زیارت ته لاړ وم موټروان یی د خزانی دخلکو په اړه ځانګړی کیسی درلودی. موټروان دلته دوکان درلود. له پوروړو پوزی ته راغلی وو. خلکو پور وړه او بیا یی پری قسم یاداوه. خو له کله چی میرزکوال په خزانی واوښتل نو له میرزکوالو دوکاندار ډير پول دار شو. خلکو د کلونو پخوا پورونه واپس کړل.
د میرزکی څخه راوتلي اثار د خیبر بازار تر شینواري مارکیټه ورسیدل!!! کیدای شي څو نمونی یی د مرحوم!!! نصیرالله بابر په کور کی هم وي.
اوس نه پوهیږم چی خزانه به په کوم پوزیشن کی وي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت به خپل ډارن مامورین د کومی سروی، برسی او دحال احوال د مالومولو لپاره ورلیږلي وي او کنه؟!!! په اړه به یی خبر وي او کنه؟!!!
په لاره مو رڼی اوبه، شنی منظری ولیدی. کاینات وو او خندا وه!!! ښځی او جینکی مو ولیدی چی ګړي به یی په سر وو او اوبه به یی کورونو ته خیژولی. ښځی مو ولیدی چی په توی کی به یی لرګي نیول. امریکا را یاده شوه!!! سیما ثمر را یاده شوه!!! د طالبانو کوم ډيپلوماټ را یاد شو!!! د ښځو چارو وزرات می مخی ته ودرید!!! سوالونه او پوښتنی می په ذهن کی لیست شوی!!! د پارلمان او د ولایتي شوراګانو ښځينه وکیلانی را یاد شوی کابل میشتی مدني ټولنی می مخ ته ودریدی!!! دوی څه کوي؟؟؟ دغی کلیوالی ته دوی څه کړي؟ ددوی په ژوند کی یی څه تغیر راوستی دی؟ بانو غضنفر چیری ده؟ له دوی څخه څه وخت پتلون اغوندي؟ ددوی په سر خو د څلورو او دری ګزو اوږد او سور څادر پروت دی. دوی به ډیموکراسی پیژني؟ دوی خپل حقوق پیژني؟ دوی خو بی له چادری
ګرځي، سړیو سره خبری کوي امریکا له دی اسرارو خبره دی. یو نارینه می ونه لیده چی په کومه ښځه پُرزه لاړ وي. نور جهان اکبر—نور جهان په افغانستان کی د ښځو دحقوقو مدافع وکیله ده، څه موده وړاندی یی په کابل کی یو لاریون ″سرک زمونږ هم دی″ په لار اچولی وو—له  دی خبره دی؟؟؟ دلته هلکانو د ښځو لار نه دی ډب کړی!! له کابله دلته مدنیت لا ډیر مخکی دی خو ایا د شمالي ټلوالی ډمان به له  دی خبر وي چی مونږ وحشیان نه یو؟؟؟ مونږ له ښځو سره څنګه رویه کوو؟؟ له پکتیا، خوست، ننګرهار او له ټولو جنوبی ولایتو به د ښځو د ځان سوځولو راپورونه کم او یا هیڅ ته ورته دي خو په هرات ، کابل او د وطن په نورو ولایتونو کی د ښځو د ځان سوځولو پیښی په خروارو دي!!! خو بیا هم مور زمونږ بوره دی او تور په مونږ دی چی له ښځو سره سیی، بشري رویه نه کوو!!!
حالات دي چی مونږ لیکلو او شعر ویلو ته هڅوي او بیا دی ته مونږ الهام وایو. که څوک الهام اخلي نو لرو پرتو سیمو، کلیو ته دی سفر وکړي. نیرو خو د شعر ویلو لپاره مور او  ښځه ووژل. روم ته یی اور واچوه. زه چی طالبانو ونه وژلم، ویی نه پیژندلم په تاسو یی هم قران کړی!
په کلیو او بانډو کی حالات بیخي بیل دول دي. بلا پیښی کیږي چی د کابل ۳۶ تلویزونه،۹۵ رادیووی، او ۸۰۳ مجلی یی په اړه خبری هم نه دي. دوی یواځی او یواځي هغه څه وایی چی سرکار یی ورته دیکته کوي. د والی له دفتره خبر ورکوي چی دومره طالب ووژل شو او دا او هغه. دومره دقیق خبر ورکوي چی الجزیره هم ورپسی نشي رسیدای. نن د پکتیا په احمدخیلو کی ۱۲ طالبان ووژل شول او ۲۵ نور یی پرهرژلي شول خو که ورته ووایی چی خبریال جانه کله دی چی په لاس شمیرل نو دغه ړنده کامره دی چیری وه چی هغه د قوماندان عکس دی خو اخیستی وو. طالب او امریکا دواړه درواغ وایی. یو د ۱۰ ټانکونو دلمنځه وړو خبره کوي او بل د درجنو د وژلو!!!
leekwal@yahoo.com