نړۍ دسپټمبرپه 6 مه نېټه :

 
صورة معبرة عن الموضوع الأمير عبد القادر
عبدالقادر الجزايري
 
_ په بلغاريا کې ديووالي ورځ ده ؛
_ په پاکستان کې د دفاع ورځ ؛
_ په چيلي هېواد کې دملي يووالي ورځ نمانځل کيږي ؛
_ په کال 1852  زکې دبريتانيا په ((مانچستر )) کې لومړنی وړيا کتابتون پرانستل شو ؛
_ په کال 1920 زکې په بخارا کې دشوروي حکومت رامنځته شو ؛
_ په کال 1989 زکې په فرانسه کې 41 زره دپاريس اوسيدونکوته ،دکمپيوټرې تيروتنې له امله ددې پرځای ، چې دترافيکي تخلف ليکونه ورولېږل شي ، دوژنې او غلا تورونو ليکونه ورلېږل شوي  وو ؛
_ په کال1991  زکې د((لېنينګراد)) ښار نوم بېرته په پخواني (( سانت پيتېرز بورګ )) باندې واړول شو. ( تاريخ په شا نه ګرځي ؟ ) ؛
_ په کال 1808زکې دالجزايرملي مبارز اتل او ملي شخصيت عبدالقادرالجزايري زېږيدلی .