بی خونده خبری(۱۷): یو ځل بیا ملت مُرده باد!!! (لومړی برخه)

ولایتو ته تګ د کلیمو په زور!!!
د یو جهادي پنډت په اړه څو خبری!
پښتو نا لیکل شوي قوانین او اصول!
خبریالان یواځی او یواځی له کابله خبری کوي!!!
کیسه لیکونکي له لرو پرتو والسوالیو او کلیو څخه په لیدنی، د زرګونو کیسو دلیکلو الهام اخیستلای شي!!!
د ملی اردو د عسکرو د مړي لپاره باید مُلا له ارګه لاړ شي؛ د ملی اردو عسکرو ته څوک ښځه نه ورکوي!!!
ورځ د حکومت؛ شپه د امریکایانو او طالبانو!!!
طالب=امریکایی
پولیس= چرسیان او له مور او پلاره عاق شوي!!!
او د تاریخ پرونی تکرار یو ځل بیا!!!
سپټمبر۲۰۱۱،۰۲
وسیم سجاد،کابل
د سر څو خبری:
اختر وو، د سرکار چوټي هم کمه وه. دری ورځی!!! ما هم نه غوښتل چی زیات رخصت واخلم ځکه د سپټمبر په منځ کی می یوی وړی پروژی ته سترګی خړی کړی وی. چی بیا به هلته رخصتي اخلم. کلونه کیدل چی د توړی کور ته می چی د پکتیا په شهرنو کی اوسیږي او څو کلونه وړاندی د کورمی اجنسی د صدی د کارخانو له کیمپه مهاجر شوي وو نه وم ورغلی. چهارشنبه(اګست۳۱) چی په کابل کی د اختر دویمه وه. له  پلار سره د هغه د انډیوال حاجی عبدالله کره د کابل قلعه بلغک ته لاړو. حاجي کوچی ده. دی هم نوی د سیاف له مهاجر بازاره را کډه شوی وو. ده ویل چی د کابلیانو خوی نه در سره کوم.(په کابل او لویو ښارونو کی خلک—تاسو ته به مالوم وي –چی دسترخوان اوره وي او د خپل وس مطابق میوي پری ږدي) تُروی یی راوړی. او ما هم خپل ټول کابلی توب یوی خواته کیښود. شونډی می دتُروو په کاسی ورټيیټی کړی. حاجی صیب ته زه غټ سړی ښکارم. انجینر نه یم خو انجینر راته وایی. ددی لپاره چی خوشحال شوی وي چی انجینر صیب مونږ کره څه وخوړل د تروو کاسه می پوره خالي کړه.
 پلار می شهرنو(د پکتیا) ته د تګ خبره ورته وکړه او ده د تفصیلاتو ذکر وکړ. ویل یی چی ملوک دی پیژانده؟ حزبی وو؟ په سید کرم کی یی سر تری غوڅ کړی ده. ملوک پوره حزبی وو. د شمشتو په سرک په خټکو پُل کی اوسیده. د حزب په اطلاعاتو کی یی کار کاوه. ټینګ جهادي وو. اوس، اوس یی د سید کرم په ولسوالی کی د څارانوال په حیث دنده خپله کړی وه او طالب جان هم فبای ذنب قتلت په ځواب کی له دنیا تیر کړ. بیا یی د څو نورو کسانو روایت هم وکړ چی طالبانو له منځه وړي وو. د ظلم او زیاتي کیسی یی وکړی.
او پلار می په چور لټ ډول ویل چی نه یی بیا یم. ما می هم پلار تایید کړ چی نه ځو. طبیعت می خراب شو. د توړی له زامنو سره مو وعده کړیوه چی سبا (پنجشنبه سپټمبر۱) به راځو. کلونه انتظار څخه وروسته بیا یو ډول نامیدي. سهار چی می وړی خور عاتکی راباندی غږ وکړ چی نه جږیږی؟ چای تیار دی. په طبیعت می چای وخوړ. ۸:۳۰  بجی له چای خلاص شوو. پلار ته می ویل چی ځو. ویل چی ځی نو راځی. زه. دوه نور ورونه، دری خور ګانی ټول په موټر کی وختلو او حرکت. نهه بجی له کارتِه نو ووتو. په عزیزی هوتک کی مو ګاډی له تیلو ډک کړ. او کش. له چهار قُل نیولی، تر ایت کُرسي ټول مو په ځان چُپ کړل او خپله دایمی دعا می چی د پاکستان پرمهال به می هروخت لوسته ولوسته: د طالب، پولیس، غلو له شره می وساتلی کړی. موټر مو چپه مه کړی. اواریز پکی پیدا مه کړی. امین!!!
 
 بس پخپل ملک کی په ډار، ډار ګرځیدو. وزن می نه دی لیدلی چی څومره به کم شوی وي. خپله ټوله اِتکا می په دوعا ګانو وه. د شیطان او طالب جان سترګی دی ړندی وي په ویلو مو خپل مزل ته ادامه ورکړه.
لوګر کی می له واسکټه ټول کارتونه او نور کاغذونه وویستل. د کرزي له کاغذونو مو پنا په خدای سره وغوښته. د لوګر په لاره یی د کلیوالو کورونو ته  نږدی دوه د تیلو ټانکرونه سوځولي وو. خو مالومه نه ده چی بیمه وو او کنه. د موټرونو دبیمی خو کومه ایډیا له دی حکومت سره نشته!!!
په لوګر کی چی کومه د پولیسو قومانداني جوړیدونکی دی په مخامخ غره کی یی ډزی روانی وی. ماشومان سره له ما لږ وو ډار شوو. خو د لوګر-ګردیز په ټوله لاره ښه ډیر د ملی اُردو کمانډو ځای پر ځای ولاړ وو. د زړه له تله می ورته دعا وکړه چی الله مو د طالب له شره وساته!
په تیری کی یو وړوکی غوندی، سپین جومات جوړ دی. لاندی ورسره د چکلو اوبه او داوداسه ځای هم شته. خو د تیری خلک د سروبی او لغمان هغو غوندی چالاک او کاریګر نه دي. په تیری کی ښه ښکلي څو دوکانونه جوړیدای شي چی خلک ورته ودریږي. ډیجټل کامره راوباسي. څو عکسونه واخلي. چرګ پکی وخوري. راڼی جوس تری واخلي. خپله دمه جوړه کړي. کوز شي ماشومان میتیازو ته کینوي. شکر مریضان خپله ساه واخلي. خو ددی خلکو بیا دی ډول کارو ته ملا ماته دی. هر څه په تیاره غواړي.
قوماندان میرعلم: د اوسنی جهاد یو پنډت!!!
له جوماته لکه ښه تیر شوي وو.  د کیڼ لاس په کوم پُل چک کوم څه لیکل شوي وو. : قوماندان میرعلم، حکمتیار او که څه او څه.
دغو لیکلو حیران کړم. پلار ته می ویل چی سړي خو خپل کار کړی. پوره مشهور شوی. پلار می سر وخوراوه او نور یی په چوپه خوله په اکسلریټر پښه کیکاږله.
قوماندان میر علم مخکی په جمعیت کی وو. د پکتیا ځاځی دی. اوس، اوس د حزب اسلامی په شمشتو کی اوسي. غټ سر لري. پوره چاپلوس دی. بغیر له پیسو هیچا ته هم معتقد نه دی. مخکی له هری خبری یو ځل درته خوله جینګه وي. اوس اوس لکه د حزب په تشکیلاتو کی د پکتیا لپاره د جهاد دامیر نایب دی. اول د حزب له مشهور قوماندان حاجی احسان الله سره—چی  نذیر احمد سهار(ژورنالیست او د کابل نیوز چینل کی کارکوونکی) یی وراره (او یا کومه بله رشته لري) دی—سره  چمچه وو.
 حاجی صاحب احسان الله څه موده د نصرت مینی(دحکمتیار کمپ) کی امنیه قوماندان وو. د ای ایس ای زوړ خادم دی.
اصلا هر سړی پیدا دی خپل کار لره کنه!!! ددوی کاروبار او رزق هم خدای په ای ایس ای کی لیکلی. څه وکړي؟ کرزي هم نادوده وکړه. دوی ته یی حکومت کی کوم ځایونه ورنه کړل او وچ یی د ځان دوښمنان کړل. دوی چی بل اپشن نه لیده—مار چی څومره هم کوږ وُږ ځي. خپلی خونی ته په نږدی کیدو سمیږي—ای ایس ای ته یی  پناه ویوړه.
دوی ته وژنو فوق العاده مینو ورکول کیږي:
بم ایښودل: ۱۰،۰۰۰ کلداری
امریکایی وژل:؟
پولیس وژل:؟
پُل ورانول:؟
ښوونځی ورانول:؟
د ساختمانی شرکت د هندی انجینر تښتول:؟؟
که قوماندان میر علم زما خبری درواغ ګڼي او یا یی پلویان په ما دکومی ډلی ټپلی تور لګوي نو قوماندان میرعلم دا روپی له کومه کوي؟ قوماندان بله هیڅ مالی سرچینه نه لري؟ او بیا یی هم زنده ګی جلوه داره دی!!!
د قوماندان صیب  مشر ځوی اول په شمشتو کی د سی ډی خرڅول یو دوکان درلود. پلار به یی چیری په پکتیا کی بم والوځاوه. ای ایس ای ته د خپل کاري راپور د وړاندی کولو لپاره به یی تری فیلم واخیست ترڅو خپل حق الزحمه وباسي. فیلم به بیا سریال ته ورته نمبر پیدا کړ لکه:
پکتیا ۱
پکتیا۲
پکتیا۳
او..
بلا خلک دي. که کور کی یی میلمه شی په یوه شپه کی دی ځان مرګي برید ته اماده کوي. کور کی به جهادي ترانی درباندی واوري. بیا به یو څو ددوی خپل جهادي فیلمونه درباندی تماشا کړي او بیا به اخر کی درته وایی مونږ ته کوم خدمت نشی کولای؟
 
پښتو: نالیکل شوي قوانین
پکتیا ته په ننوتو کوم څه لیکل شوي وو: د مرکو او جرګو ... ته ښه راغلاست.
هو پښتانه نالیکلی قوانین لري او فیصلی یی د محکمو پرځای په مرکو او جرګو کی کیږي. انګریزان ورته کامن لا وایی. خو زمونږ حقوقي پنډتانو په دی اصولو چی تیږه، نرخ، پوله او څه او څه دي ریشخند وواهه او دایی د پخوا زمانی مزخرفات وبلل. د احمد زیو، منګلو، ځدراڼو او ځاځیو ددوی ټولو خپله خپله تیږه دی. فیصله دی. نرخ دی. دوی فیصلی په سپین روبو او قومی مشرانو کوي.
مرکی لري. مرکی کیني. مرکه مات او وړونکی نه لري. د مرکی فیصله نهایی وي. ماتونکی یی مجرم دی. کاش چی کرزي ددغو نړیوالو غونډو پرځای طالب جان ته د مرکی ټټر غربولی وای. که طالب مرکه نه وای منلی بیا به مو د شهرت ننګیال خبره چغه ورپسی راویستله. بیا به طالب جان ملامت وو. کاش کوم نر پیدا شي او دغه اصول، مقررات د کتاب په بڼه د ثواب لپاره را ټول کړي.
مونږ د خپل قوم، خپلی ژبی بد غواړو، خپل هر څه هیره وو—کامیابیدل مو ناممکن دي.
نور بیا... ان شاالله!