نړۍ دسپټمبردمياشتې په 5 مه نېټه :

 
نن ورځ دسواد اودپوهې دخپرولونړيواله ورځ ده ؛
_ په اسټراليا اونيوزيلانډ کې دپلار ورځ ده ؛
پېښې :
_ په کال 1666 ز کې په لندن کې وروسته له درې ورځوپه دې بريالي شول ،چې لګيدلی اور ووژني ـ په دې اورکې لس زره کورونه وسوځيدل اوشپاړس تنه وژل شوي ؛ 
_ په کال 1698ز کې لومړي ((پيتر)) په روسيه کې په خپلواتباعوباندې دږيرو ددرلودلوله امله ماليه ولګوله ـ پيترغوښتل ، چې دده هېوادوال هم دلويديځې اروپايانوپه شان وبريښي  . که چيرې په افغانستان کې په ږيروماليه ولګيږي نودولت به ډيرژر بډای شي ؛
_ په کال 1950 ز کې په سوريه کې سوسيالستي اساسي قانون تصويب شو ؛
_ په کال 1972 زکې ((د تورسپټمبر)) په نوم دفلسطين يوې وسله والې ډلې دجرمني دمونشن په ښارکې دالمپيک دلوبوپرمهال ،داسرايلولوبډله يرغمل کړه.