بی خونده خبری(۱۶): پاکستان کا مطلب کیا؟ لااِله اِلاالله!!!

 وسیم سجاد
اګست۲۰۱۱،۲۹
مونږ اټک؛ پاکستان پُلِ مټک غواړي!!! که مونږ کوم نر دوست نه لرو؛ نر دُښمن لرو!!
نن چوده اګست دی. نن څخه څو لسیزی وړاندی په کال ۱۹۴۷ کی د اګست په ۱۴ پاکستان وجود ته راغی. له هنده ازاد شو.
سماجی رهبر یی: محمد علی جناح (قاعد اعظم چی د پیغمبر درجه یی ورکړیده)
قومی شاعر: علامه اقبال
مُلایی: امام شاه ولی الله
مذهبی خوراک: دال
قومی لوبه: هاکي
تبعید شوی سیاسي رهبر: الطاف حُسین
نوموتي سیاسی ډلی یی دي:
مسلم لیګ (ن)، مسلم لیګ (ق)، پیپلز(اوسنی واکمن ګوند)، متحده قومی مومنټ، جماعت اسلامي، جماعت علمای اسلام(ف)
د پښتنو ګوند عوامي نِشنل پارټي؛ که کوم بل یو یی تاسو ته مالوم وي هماغه!!!
د پاکستان د جوړیدو بُنیادي انکشاف مذهب وو. د نړی په کچه لومړنی مُلک چی د مذهب زیرِ سایه منځ ته راغلی ده پاکستان ده. انقلابیانو به د جوړیدو پرمهال ویل چی مونږ د لااِله الا الله لپاره جوړه وو. د جماعت اسلامي مشر ابوالاعلی مودودی (رح) د پاکستان د جوړیدو مخالف وو.
شیخُ الهند محمود الحسن صاب د پاکستان د جوړیدو مخالف وو؛ ابواکلام ازاد صاب د پاکستان د جوړیدو مخالف وو؛ زمونږ فخرِ افغان د پاکستان دجوړیدو مخالف وو. خو ددی ټولو شیانو باوجود اسلامی جمهوریه پاکستان وجود ته راغی.
د ظاهر شاه حکومت افغانستان د ملګرو ملتو په اسامبله کی پاکستان بحیث مُلک رد کړ چی د مخالفت نتایج یی اوس هم ستاسو په مخ کی دي. چا چی وهلی پاکستان سره سر په څنګ دی؛...
محمد علی جناح له ۱۹۴۰ څخه په لوی هندوستان کی پریکنده رول خپل کړ ترڅو پاکستان ازاد کړي خو د ټول جدو جهد پرمهال چی ټول ټال ۷ کاله کیږي جناب نه بندي شو او نه هم زخمي. نه یی سر ماته شو او نه یی هم ګریوان وشلید(وشکید). د بلا بچی وو. توبرکلوز سره، سره یی یو لوی مُلک د هند له وجوده جدا کړ. ما د″ پاکستان سټډیز″ کی له پروفیسوری سمُیرا څخه ۹۹ نومری اخیستی وی او پارچه می په ټوله یونیورسټۍ ګرځیدلی وه ما هم خبره عطار ته نه دی پریښودلی؛ ځکه دلته یی څوک نه وایی.
تاسو به حتماً په دی نظر یاست چی د علی جناح شاته انګریز وو. منم خو د چا شاته نه وو او نه ده؟
په غریبو مُلکونو کی هر اوښتون باید کوم بیګانه په شا وټپوي کنه ناکامي یی حتمي ده. پاکستان له ازادی وروسته بلا پرمختګ کړی!!!
اتومی طاقت ده. له چین سره دیرینه دوستي لري. امریکی ته چل ورکوي. له انګریز سره یی پالي. مونږ سره یی د قاعد اعظم د وخت دوښمني شته. اتومي پاور یی له ایران، شمالي کوریا او لیبیا سره شریک کړی.
پاکستان څنګه چی د لااِله اِلاالله لپاره جوړ شوی نو تل یی په افغانستان کی د جهاد او مقاومت څخه حمایت اعلان کړی.
د شوروي سره جهاد؛ دفاع پاکستان وه. له امریکی سره جهاد د تروریزم خلاف مُشترک جدوجهد. زمونږ معنوي پلرونه تل په پاکستان کی وي!!!
د شوروی سره د جهاد مهال مو معنوي پلار ضیاالحق وو. د افغان حزبونو ماسټر ماینډ هم ضیا صاب وو. پُلِ خشتي جومات هم دده په نوم یاد شوی!!!
د طالبانو مذهبي پلار نصرالله بابر هم دلته کی وو. د طالبانو استاد مولینا عبدالله بن اُبی فضلو هم دلته کی دی. نن مو هم طالب په کوټی کی هیډ کوارټر لري.
اُسامه بن لادن هم په پاکستان کی ووژل شو. پرون یی خو د القاعدی دویم عطیه عبدالرحمان هم هوری وویشت. ظواهری هم دلته کی ده.
جهاد مونږ کوو خو کریډیټ یی دوی اخلي ځکه کار د زیردستان او کریډیټ د منیجر. او زمونږ د جهاد منیجران هم پاکستانیان دي.
پاکستان د منیجمنټ په تعریف ښه پوهیږي. له نورو څخه د کار اخیستلو هُنر ته مدیریت ویل کیږي. او پاکستان دا تعریف په ښه توګه عملي کړیدی.
افغان حکومت تل تور پوری کوي چی:
الف: ترهګر له پاکستانه راځي
ب: مشر مُلا، القاعدی مشران او زمونږ چوټی موټی ترهګر په پاکستان کی دي.
ج: طالبان له پاکستانه فنډیږي
د: پاکستان سره به د ډیورینډ لاین خبره سپینووو او
داسی نور...
خو هیڅ هم نشي کولای. پاکستان د اسیا حرامی دی او له حرامي سره د افغان چارواکو چی زیاتره یی پاکستان سی تربیه شُده دي؛ لو به نشي کولای. د مار په نیولو پاړو ګر ښه پوهیږي!!!
ځینی وخت ځینی افغان اهلِ قلم او صاحب نظران په غورتو شي چی له پاکستان سره باید سپینه شي!!!
باید ورسره کُشتي ونیسو. د ډیورینډ لاین سل کاله پوره شوي!!!
پاکستان سره یی څنګه سپینه وی؟!!! د پاکستان د تسلیمی(رسمیت پیژندنی پرمهال په ملګرو ملتونو کی) پرمهال بحیث جمهوریه مو همدا کار وکړ چی له جنجاله یی تراوسه نه یو خلاص!!!
کًشتي خو هم کوم څه ته اړتیا لري! پاکستان اتومي طاقت او مونږ هیڅ هم نه! غورتو کی اول!!!
مونږ اټک غواړو پاکستان پُلِ مټک!!!
زمونږ ګاونډی صوفی سیدالرحمان د ننګرهار عرب وو. د جهاد پرمهال یی په جلال اباد ښار کی دوکان درلود. ده ویل چی له ماڅخه دوو کسانو مفته روپی وړی:
الف: ګُل مُلا همکار چی شعرونه به یی راته ویل
ب: ....؛ چی تیزونه به یی راته اچول
ښه می یاد دي. ګُل مُلا کوم نوی کتاب چاپ کړی وو. زمونږ لیسی ته یی راوړی وو ترڅو په مونږ یی وپلوري. د کتاب په اخري مخ چیری یی چی خپله بایو ګرافی وړاندی کړیوه لیکلي وو″د پاکستان همزولی″.
مونږ له دی ریشخندی هیڅ  تیر نشو. مونږ غټ سړیه واړه وړکي غول... زمونږ د سترګو په مخ کی وشو او اوس په مونږ پنډتی وهي.
د پاکستان مِلت یو همکار مِلت ده. تل یی له مونږ سره په ورین تندي برخورد کړی. د مِلت لخوا یی مونږ ته هیڅکله کومه صدمه نه دی رسیدلی. څه چی مونږ تری شِکوه او ګیله لرو له پاکستانی حکومته ده.
مونږ یی پولیس ځورولي یو: ″هلکه مهاجره چیرته ځی؟″
او د پولیسو رویه مونږ سره په صوبه پختونخوا کی له نورو هغو ډیره بده وه په تیره بیا چی کله عوامي نشنل ګوند واک ته رسیدلی. ددوی حکومت د ایم ایم ای له حکومته مونږ ډیر ځورولي یو. او داهم زمونږ له دوی سره دورور ګلوی د اړیکي له امله. عوامي نشنل پارټی باندی د افغان حکومت اعتبار چټياتو څخه بره بل شی نه شم بللی. دوی سوچه پاکستان ته معتقد دي. او پښتون او پښتونستان هسی سیاسي اجنډا دی.
پاچا خان چی د پښتون لپاره څومره قربانی ورکړی؛ نتیجه یی داشوه چی په مقابل کی یی د چرګانو چوک په نصیب شو. خو د خان عبدالولي خان په نامه مردان کی لوی پوهنتون تاسیس شو.
نن سبا چی عوامي نشنل پارټي په واک کی دی هغه هم د استخباراتو برکت ده چی له مونږ سره هم پراخه راشه درشه لري.  
د پاکستان استخباراتو وکولای شول چی اوږد اسامه بن لادن تر لسو کلونو پوری له امریکی پټ د خپلو فوځیانو تر ساتنی لاندی وساتي نو مونږ ورته څه یو؟
پاکستاني سیاستوالو ته له هرڅه مهم پاکستان ده. سب سی پهلی پاکستان!!! دا نعره د ۱۱ سپټمبر څخه وروسته پرویز مُشرف په لوړ غږ پورته کړه.  دا دده غږ نه وو دا د ټول پاکستاني ملت غږ وو. او ښه دلیل هم ورته لري: که پاکستان وي نو اسلام به وي؛ مونږ به عبادات په خپله خوښه کولای شو؛ د خپلی ځمکی خپل اختیار خبره یی لا تر ټولو مهمه!!!
خو مونږ سره بیا داسی کوم څه نشته. سب سی پهلی نه لرو. خط قرمز در کشورم وجود ندارد!!!
پاکستانیان له هندوستان سره په پوره ډول بدي پالي. پوره دښمني ورسره کوي. پولیس به یی له بهارتی رشوت وانه خلي. خو په بل څه بیا تړلي نه دي. خپل نږدی دوست به په کراس فایرینګ کی ووژني.
دوی بغیر له هندوستاني بیا په هیچا چا هم ندي تړلي. دوی حتی خپل ایمل کانسی  امریکی ته وسپاره. هغه مهال یو امریکایی وکیل ویلي وو چی پاکستان ته روپی ورکړه ښځه هم در کوي. او همداسی ده!!!
پاکستان چی ددوی عُلمأ یی د اسلام کلا بولي بلا مسلمانان چی په هغوی کی عرب، افغانان، او نور یی د القاعدی د اول او دویم شخص په نامه د پیسو لپاره امریکی ته وسپارل چی پکی زمونږ مُلا صاب ضعیف هم وو. د عطیه عبدالرحمان معامله هم دا ډول ده.
د لا ډیرو معاملو د معلومولو لپاره د مُلا ضعیف او یا هم د هغه مسلم یار/مسلم دوست چی غلط کړی می نه وي کتاب ته مراجعه وکړی.
پاکستان بلا مُلک ده. سیاستوال یی بلا حرامیان دي(هغه حرامیان چی عمومي فکر دی؛نه). جنګ په افغانستان کی؛ وژل کیږو مونږ خو کریډیټ سره له مادیاتو یی دوی اخلي.
 
 
ددوی هرڅه له مونږ سره په توپیر کی دي.
مُلا یی په افغانستان کی جهاد روا بولي او په پاکستان کی نه!
د بودا ماتول په افغانستان کی روا دي خو په پاکستان کی ایین شته!
استخبارات یی د مُلک دساتنی لپاره کار کوي خو زمونږ، زمونږ د خرابولو په تکل کی دي!
ډاکټر یی خارج ته ځي؛ زده کړی کوي. بیرته راګرځي ترڅو ملت ته کار وکړي خو مونږ ته تل د بل دیګ خواړه خوندور وي!
په پاکستان باندی اسلامي نړی افتخار کوي او حمایت ته یی اړتیا لري خو مونږ سره له دی چی اُسامه وساته؛ له القاعدی مو حمایت وکړ خو بیا هم د خپلو مسلمانانو په منځ کی د شک په سترګه راته کتل کیږي.
 پاکستان په اسیا کی سرطان ده. له افغانستان سره د ډیورینډ لاین په سر دُښمني لري!
له هندوستان سره د کشمیر په سر! له بنګال سره دښمني! روسیی سره د افغان جهاد په سر! او...
که مونږ کوم نر دوست نه لرو؛ نر دُښمن لرو!!! چی ماندن والایی مانیست!!!
leekwal@yahoo.com