د کوچني اختر د رارسيدلو په مناسبت

 
 د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني پيغام
 
ڼيټه: ٧/٦/١٣٩٠ | ٢٩/٨/٢٠١١
کابل - افغانستان
 
تر هرڅه د مخه د کوچني اختر د رارسيدلو په مناسبت د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د مشرتابه پلاوي او ټولو غړو لخوا د زړه له کومي مبارکي او نيکي هيلي د افغانستان د اسلامي جمهوريت ولسمشر ښاغلي حامد کرزي، د دولت لوړپوړي چارواکو، د افغانستان مظلوم ولس او په ټوله نړي کې مسلمه امت ته وړاندي کوؤ او د لوي خداي (ج) د دربار څخه و ټولو مسلمانانو ته خوشحاله، نيکمرغه او ښه اختر غواړو.
 
ګرانو هېوادوالو!
د روژي مبارکه مياشت د خداي تعالي (ج) لخوا مسلمانانو ته د ازمويني او مقاومت مياشت ده چې مسلمانان د خپل نفس د کنټرول سره خپل استطاعت او غښتلتوب د نورو اديانو پيروانو ته ښئ او پر خداي (ج) باندي په کامل ايمان او اطاعت سره د برکت، رحمت او د فضيلت مياشت د حضرت محمد رسول الله (ص) د سنتونو په سر ته رسولو سره خپل ديني وجايب ترسره کوي.
 
خو په خواشيني سره زموږ په ګران افغانستان کې د روژي په مبارکه مياشت کې د اسلام د دښمنانو لخوا د ناوړه اعمالو لکه انتحار او انفجار په ترسره کولو سره يو تعداد بي ګناه او معصوم ملکي خلګ شهادت ته رسيدلي او يا ټپيان سويدي چې د ولس کرکه ېي پارولي ده. ولس په اوسنيو شرايطو کې تر هرڅه مخکي سوله، پخلايني او ښه امنيت ته سترګي په لار دي.
 
ګرانو هېوادوالو!
راځي چې بيله دي چې څوک استثنا و ګڼو د سولي او پخلايني د پاره چټک ګامونه پورته کړو او د افغانستان د ملي يووالي، ښه حکومت داري او امن د پاره هلي ځلي وکړو.
 
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه يو وار بيا د نړي ټولو مسلمانانو او په ځانګړي توګه و افغان ربړيدلي ولس ته د کوچني اختر مبارکي وړاندي کوي او د اختر خوشحاله او نيکمرغه شيبي ورته غواړي.
هره ورځ مو اختر – اختر مو بختور
په درنښت
الحاج غرزي خواخوږی
د ټولني مشر