اختره !!

 ما ويل :
،، موږ به جوړ افغانستان كړو
ورك به دا تفلى جنګ كړو
نه به جنګ نه به جګړې وي
نه به بله ناوې كونډه
نه به څوك يتيم سي
مرور به هم پخلا كړو
ښكاري به توپك كېږي
جلاد به هم سوله وكړي
ورور به بيا ورور نه حلالوي
دا كنډو كنډو سينې
او زخمي زړونه به ټكور كړم
تر تورو خاورو لاندي
په شهيد بابا به زېرى وكړم
چي موږ جوړ افغانستان كړ
پوره مو ستا ارمان كړ ،،
چي ته بيا راځې اختره

- - - - - - - - - - - - - - - - - -
نېكمرغه كوچنى اختر مو مبارك سه
د ودان افغانستان په هيله

محيب رحمتي